چین په افغانستان کې د يوه نوي رول بندبست کوي

په داسې حال کې چې متحده ايالات او متحدين يې ظاهراً له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ايستل پيلوي، داسې ښکاري چې چېن په دغه هېواد کې د خپل رول او نفوذ د  پراختیا په لټهکې دی. 

بیجنګ چې په کابل کې له افغان حکومت او طالبانو سره په فعال ډول اړیکي ټينګوي او د امکان تر بريده خپل روابط پياوړي کوي، داسې برېښي چې د خپل اوږدمهاله متحد پاکستان او افغانستان ترمنځ هم د روغې جوړې لېوالتیا ور سره ده. داسې ارزول کېږي، چې چين به په دغه بې وزله هېواد کې خپله ډيپلوماسي د پراخې سوداګرۍ او پانګونې په اډانه کې وپېچي او له دې لارې به يې مخته يوسي. 

په لندن کې ميشت د امنيتي چارو متخصص عارف سحر په دې باور دی، چې چېن د امريکا تر احتمالي وتلو وروسته په افغانستان کې سترې موخې تعقيبوي. هغه د ازاد افغانستان راډيو ته وويل،" د جيوپولیټيکي او لوجستيکي اړتياوو له امله د افغانستان سترې طبيعي زېرمې د لرې ګاونډيو په پرتله يوازې د دغه هېواد د نژدې ګاونډيو له خوا په موثره توګه ايستل کېدای شي. چېن داسې سګنالونه هم ښودلي، چې ګني د اقتصادي او مالي وړتياوو له اړخه په سيمه کې يوازينی هېواد دی، چې پرې د يوه باور وړ شريک په توګه حساب کېدای شي." 

سحر دغه راز زياتوي، د چین د مشرتابه څرګندونو او کړنو ته په پام سره بيجينګ په فعال ډول له طالبانو سره د نږدې کېدو او اړيکو په لټه کې دی. په داسې حال کې چې چېن د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړی، دې ته هم لېوال دی، چې له طالبانو سره د اړيکو له لارې له خپلو امنيتي ګټو هم ساتنه وکړي.

د افغانستان په شمال ختيځ کې يوه لرې پرته سيمه د چېن په شمال لويديځ کې د سينکيانګ له سيمې سره نښتې ده، دغه سيمه وخت ناوخت د نا اراميو او تاوتريخوالي ښکار شوې، چې چېن ورته د ستر ګواښ په نظر ګوري، نو ځکه خو دغه ډول حالاتو چين هڅولی، چې له افغانستان سره پياوړې اړيکه جوړه کړي، څو ځان له يوې نا اټکل شوې بلا خوندي کړي.

دې حالت ته په کتو، په تېرو څو اونيو کې لوړ پوړي چېنايي چارواکي له خپلو افغان سيالانو سره په اړيکه کې شوي دي. له خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر سره د چېن د بهرنيو چارو وزير وانګ يي تر ټيليفوني خبرو وروسته، د اپريل په ۲۷مه د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د وانګ له خولې ليکلي و، " چېن د افغانستان د ګاونډي او ملګري په توګه په خپل خوښه د افغانانو پرمختګ ته درناوی لري او دې ته تيار دی، چې په افغانستان کې د روغې جوړې له بهير څخه خپل ملاتړ، منځګړيتوب او زمينه سازۍ ته دوام ورکړي. د اعلاميې په دوام کې راغلي و، چې  چېن غواړي، د هر بل چا په پرتله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږو اړيکو شاهد پاتې شي او هره هغه هڅه به وکړي، چې د دواړو لوریو ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو کې د باور فضا په رامنځته کېدو کې مرستندوی تمامیږي."

بيجنيګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د يوه ډيالوګ د کوربه توب وړانديز هم کړی " څو د دريواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته لار پرانيزي." 

د کورونا وايرس د خپرېدو په درشل کې چې له چېن نه يې سرچېنه واخېسته، افغانستان د بيجينګ د ماسک ډيپلوماسۍ برخه ده. دغه هېواد د ماسکونو، اړتيا وړ وقايوي توکو او تنفسي ماشينونو په ګډون يوه زياته اندازه طبي وسايل افغانستان ته ولېږل، څو د کويدډ ۱۹ ناروغۍ د پراختيا مخه ونيسي. 

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو زيات شمېر پوځيان له افغانستان څخه ووتل، نو بيجينګ هم د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې پخوانۍ پاليسۍ ته شا کړه. کله چې چينايي کمپنيو د افغانستان د مسي او نفتي زېرمو د راويستلو په برخه کې د ميلياردونو ډالرو پانګونې اعلان وکړ، نو چېن هڅه وکړه، چې په دغه هېواد کې له اقتصادي پلوه په يوه ستر پانګوال بدل شي. چېنايي کمپنۍ د افغانستان په بنسټيزو او انکشافي پروژو کې بوختې دي او بيجينګ هم له افغانستان سره د پام وړ پراختيايي او امنيتي مرستې کړې دي. 

په ډيپلوماټیک ډګر کې چېن د افغانستان له مصالحې ملاتړ کړی. بيجينګ د طالبانو او افغان دولت د استازو ترمنځ د نا رسمي ناستو کوربه توب وکړ او د ملا عبدالغني برادر په څېر د لوړ پوړو طالب مشرانو له ښکاره سفرونو يې هم هرکلی وکړ. چېن له هغې پروسې ملاتړ وکړ، چې د فبرورۍ مياشتې په ۱۹ د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د معاملې لامل شوه. 

بل لورته بيا، واشنګټن داسې فکر کوي چې د بيجينګ په ټيټه کچه، دا ډول پانګونه د پام وړ نه ده. د سويلي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېز ولز چې په دې وروستيو کې تقاعد شوه، د نومبر په مياشت کې يې په افغانستان کې د چېن له روله سر وټکاوه. هغې په واشنګټن کې يوه تحقيقاتي مرکز ته وويل چې " چېن کومه لويه مهمه مرسته نه ده کړې. چين د مسو په يوه کان پانګونه کړې او يا يې يوازې د پانګونې ادعا کړې. ما داسې څه نه دي ليدلي، چې وښيي چېن دې داسې کوم ګام اخيستی وي، چې د افغانستان له ټيکاو سره يې مرسته کړې وي، بلکې تر ډېره مرکزي اسيا او نړيوالې ټولنې پورې نښتی دی."

خو سحر بيا وايي، چې چېن نه يوازې په افغانستان کې د لويديځ د ناکامه کولو، بلکې د خپل ګاونډي او سيمه يېز سيال، هند د کمزوري کولو په هدف يوه يرغليزه (تهاجمي) بهرنۍ پاليسي تعقيبوي. دا ځکه چې نوی ډهلی په وروستيو کلونو کې د کابل د يوه نژدې ستراتيژيک شريک په توګه راڅرګند شوی او ددې زغم د چېن په ګډون د سيمې ګڼ هېوادونه نه لري. 

پنټګان په جنورۍ مياشت کې د يوه راپور په خپرولو سره هڅه وکړه، چې د چېن دريځ بيان کړي. 

په راپور کې راغلي، " چين په دې باور دی، چې سيمه ييز ټيکاو به سوداګريزو بازارونو ته د چېن لاسرسی زيات کړي، د لويديځ سيمه ييز نفوذ به راکم کړي او په سيمه کې به د هند رول او ستراتيژيکې پراختيا بېلانس وځپي." دغه راز په دې راپور کې راغلي چې، " چېن هڅه کوي، څو په بين الافغاني خبرو اترو کې ځان لا زيات ښکيل کړي."

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې چېن له افغانستان سره په سياسي او پوځي برخو کې د همکاريو  پر پراختيا زيات ټينګار کوي او د اړيکو ژورتيا غواړي." حال دا چې له ۲۰۱۵ کال دمخه دا اړيکې يوازې تر اقتصادي مسايلو محدودې وې."

د پنټګان په نيت شک ښودل کېږي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د چېن امنيتي اهداف په نښه کړي. په راپور کې راغلي، " د چېن تر ټولوسخته اندېښنه د ایغور اورپکي دي، چې ګويا د افغانستان د واخان دالان له لارې چې د چېن له سينکيانګ ولايت سره پوله لري، دغه هېواد ته ور واوړي،" دغه راز په راپور کې راغلي چې " چېن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد او اقتصادي ايتلاف رامنځته کولو لپاره لستوڼي بډ وهلي دي."

د شمال ختيځ ولايت بدخشان سيمه ييزو چارواکو په دې وروستيو کې ادعا کړې، چې يو زيات شمېر ايغور جنګيالي په دغه ولايت کې شته، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

په لندن کې مېشت افغان سياسي څارونکی ولي اريا وايي، په افغانستان کې د چېن هڅې په خپل دغه نژدې ګاونډ کې خپلو اقتصادي، پوځي، ډيپلوماټیک او استخباراتي ځواک ته د رسېدو برخه دي. د اريا په وينا، " له افغانستان څخه د ايتلافي ځواکونو وتل، په دغه هېواد کې د ثبات ټينګېدل او په افغانستان کې د پاکستان دوست حکومت رامنځته کېدل د چېن د بهرني سياست د اهدافو برخه ده." د اريا د استدلال له مخې، بيجينګ دا موخې د ستراتيژيک اتحاد له لارې له اسلام اباد سره شريکې کړې دي. 

خو هغه وايي، چېن دې ته ليوال نه دی، څو هغه رول چې متحده ايالاتو او متحدينو يې په افغانستان کې لوباوه، په خپله غاړه واخلي. د اريا په باور " دا له امکانه لرې خبره ده، چې چېن دې په دې نژدې راتلونکي کې د لويديځو ډموکراسيو په څېر له نورو هېوادونو سره د مرستې لپاره اراده، ميکانيزم او سرچېنې ولري، چېن دا ډول کوم دود نه پالي." 

واشنګټن او متحدينو يې د ۲۰۰۱ کال له وروستيو څخه تر اوسه د سلګونه ملياردو ډالرو په ورکړې سره د مهمو ادارو د جوړولو په برخه کې د مرستو له لارې افغان دولت ته اوږه ورکړه، ډېر درانه پېټي يې ور سره پورته کړل، خو چېن بيا دداسې څه په پرتله خپلو ګټو او موخو ته ډېر ليوال دی. ( منبع، ګندهارا، ژباړه، د کوبهاډیالوګ د ژباړې برخه).

 

رسانه های اجتماعی

© 2020 کوبها. ټول حقوق محفوظ دي.

Search