موږ څه کوو؟

کوبها ډیالوګ یو مستقل تحقیقاتي مرکز دی، چې د ډیالوګ، پالیسي جوړوونکو مطالعاتو او تحقیقاتو په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د افغانستان او سیمې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې اوضاع او شته فرصتونو څیړل او شنل د کوبها ډیالوګ د کار مهمه برخه ده.

موږ لاندې فعالیتونه ترسره کوو:
-    د ادارو او انسټیټیوټونو پیاوړتیا او په تحقیق متکي پالیسیو جوړول
-    د تحقیقاتي طرحو رامنځته کول، عملي کول او په اړوندو برخو کې د هغو د نتایجو او اغیزو ارزول
-    کوبها ډیالوګ؛ د افغانستان او سیمې پر حادو او جاري مسایلو د سیمې او افغان شنونکو، سیاستوالو او د مختلفو برخو د کارپوهانو په ګډون ځانګړي بحثونه
-    ټولنیز اتصال؛ د سیاسي، قومي مشرانو، زلمیانو او دیني عالمانو راشه درشه. په ټولنه کې د مختلفو او مخالفو افکارو، تمایلاتو او لیدلوریو ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته کول
-    د افغانستان او سیمې د پېژندنې په تړاو اکاډمیک تحقیقات او د هغو خپراوی
-    د فکر او خلاقیت د تولید او هڅونې پروګرامونو جوړاوی
-    د تحقیقي ژورنالیزم، معلوماتو را غونډولو، تحقیق او تحلیل په برخه کې د متخصصو انساني منابعو روزل
-    د سولې په بهیر، امنیت، بیا رغونه، پراختیا او له اداري فساد سره مبارزه کې د خلکو د ګډون هڅول او بوختول
-    سروې ګانې او ټولپوښتنې
-    رسنیزه او ولسي راشه درشه

رسانه های اجتماعی

© 2020 کوبها. ټول حقوق محفوظ دي.

Search