هند په افغان سوله کې کوم ځای ولري؟

لیکواله: سوهاسینی حیدر
ژباړه: مرسلین ارسلا

که څه هم هند د افغانستان په تړاو په سیمه ییزو بحثونو کې منزوی شوی، خو د سولۍ په هڅو کې د ورګډیدو لپاره باید له شته فرصتونو استفاده وکړي.
د اپریل میاشتی په لومړیو کې د ملګرو ملتونو دارالانشا د ۶+۲+۱ په نامه د افغانستان د سولې له هڅو د سیمه ییز ملاتړ ډلې غونډه جوړه کړه. په دې ډله کې د افغانستان شپږ ګاونډي هیوادونه چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل وو؛ دغه راز امریکا متحده ایالات او روسیه د نړیوالو لوبغاړو په توګه او پخپله افغانستان هم پکې ګډون دربار.

له افغانستان سره شته تاریخي او ستراتیژیکو اړیکو ته په پام سره هند د اپریل د ۱۶ مې ناسته کې له خپل نه شتون څخه نا خوښه و، خو دا لومړی ځل نه دی چې له هند سره داسې کیږي.

له هند سره پخوا هم داسې شوي، خو بیا یې جبران کړي
د بیلګې په توګه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر میاشت کې د ځانګړي استازي ساتیندر لمبها په مشرۍ د هند یو پلاوی د جرمني د بن ښار پترسبرګ هوټل ته ورسید، چیرته چې د بن د مشهور هوکړه لیک په تړاو بحثونه روان وو، خو د غونډې په رسمي ځای کې د دوی لپاره ځای نه و په پام کې نیول شوی. د ۲۰۱۰ میلادی کال په جنوري کې هند ته بلنه ورکړل شوه چې د افغانستان په تړاو د لندن کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د هند استازي د هغې مهمې غونډې له خونې بهر پاتې شول چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په تړاو پکې خبرې کیدې.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په تړاو له سیمه ییزو خبرو اترو څخه د هند بې برخې کولو دلیل ظاهراً دا و چې دغه هیواد له افغانستان سره ګډ سرحد نه لري، خو حقیقت دا دی چې نوي ډهلي هیڅکله د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې له پروسې خپل رسمی ملاتړ نه دی اعلان کړی. حال دا چې هم په ۲۰۰۱ او هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هند په بریالیتوب سره خپل دا محرومیت جبران کړی. د بن د هوکړی پر مهال د سفیر لمبها له هڅو له دې امله پراخ هرکلی وشو چې هغه وکړی شول دا یقیني کړي چې د شمالي ټلوالې مشران دې اجماع ته سره رسیدلي څو حامد کرزی د موقتې ادارې د مشر په توګه ومني او دا اداره د طالبانو د رژیم ځای ناستی شي. په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د لندن له کنفرانس وروسته نوي ډهلي له کابل سره خپلې اړیکې دوه چند پراخې کړې او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې صدراعظم من موهن سنګهـ او جمهور رییس حامد کرزي د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تاریخي قرارداد لاسلیک کړ، دا په خپل ډول کې له یوه بهرني هیواد سره د افغانستان لومړنی قرارداد و.

د نوي ډهلي دریځ
اوس چې د سویلي اسیا بلاک لوبغاړي په افغانستان کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په تړاو فکر کوي، نو دوی دې دا له پامه وغورځوي چې ګني د افغانستان د مسلې حل د هند له حضور پرته شونی دی، حال دا چې د هند د منزوي کولو د دلایلو مالومول هم اړینه خبره ده. که له دې یی پیل کړو چې له طالبانو سره له ښکاره خبرو اترو څخه د هند ډډه کول د دې لامل شوي چې هند له طالبانو سره د خبرو اترو پر هر میز د ویلو لپاره څه ونه لري، د هند دا دریځ اصولی دی چې د سولې پروسه باید یواځی د افغانانو په مشری – د افغانانو په مالکیت، او د افغانستان تر کنټرول لاندې وي، خو دا دریځ خریدار نه لري. نن ورځ کابل او یا د اشرف غني حکومت نه د پخلاینې پروسې رهبری کوي، نه یې مالکیت لري او نه یې هم کنټرول په لاس کې دی، حال دا چې دغه مذاکرات له افغانستان نه د امریکایی عسکرو پر وتلو او د قدرت د شریکولو پر لارو چارو د افغانانو ترمنځ پر خپل منځي خبرو ور ټول دي. د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ سوله چې پر افغان پوځ د طالبانو د تاوتریخجنو بریدونو کچه یی هم راټیټه نه کړه، دا معنی لري چې له دغه هیواده د امریکایی پوځیانو په وتلو سره به طالبان لا پیاوړي کیږي او اوس چې متحده ایالات له افغان حکومت سره خپلې مالي مرستې کموي، نو طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په پروسه کې له لا پیاوړي دریځه ګډون کوي.

د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ هوکړه | هند په خپل ګاونډ کې د سولې دې معاملې ته په ښه سترګه ګوري
د هند دې پریکړې چې خپلې ټولې هګۍ دې د غني په ټوکرۍ کې کیږدي، دوه ډوله پایلې درلودې: د پخلاینې په پروسه کې یې ځای ځایګی محدود شوی، او د کابل په دې ژور ویشلي ډموکراتیک نظم کې یې د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله په څیر له نورو افغان رهبرانو سره د هند اړیکې کمزورې کړې دي. ورته مهال په افغانستان کې د هند حضور چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د زړه په وینو جوړ شوی، یوځل بیا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې (ISKP) په څیر د ترهګرو ډلو له خوا چې د باور له مخی د پاکستان د استبلشمنټ له خوا یې ملاتړ کیږي، ګواښل کیږی. څیړنو وښوده چې په مارچ میاشت کې په کابل کې پر ګورودوارا [د سیکانو پر مذهبي عبادتځي]هغه خونړی برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول، هدف یې په کابل کې د هند سفارت و او د هغه پلان شوي برید برخه وه چې استخباراتي ادارو یې په تیر ډسمبر کې راپور ورکړی و او ټاکل شوې وه د موټر بم په واسطه په جلال اباد او هرات کې د هند کنسولګریانې هدف وګرځوي.
که څه هم د هند حکومت ویلي چې نوي کرونا وایروس دوی دې پریکړې ته اړ کړي څو له دغو دواړو کنسولګریو خپل کارکوونکي راوباسي، خو حقیقت دا دی چې د دغو کنسولګریو د امنیت بشپړ ارزول پیل شوي. په هر صورت، په افغانستان کې د هند د ډيپلوماتیک حضور پیاوړي کول باید یوازې د حالاتو په ضرورت پورې ونه تړل شي.

د هند مصلحت له کومه ګواښل کیږي؟
د هند حکومت باید په هیواد کې د وروستیو پیښو، په ځانګړې توګه د تابعیت قانون د اصلاحیې پر سر د را ولاړو شویو جنجالونو له امله د هغه حسن نیت له له منځه تلو ته هم پام وکړي چې هند ترې په افغانستان کې برخمن دی. د زیربنایي پروژو، روغتیا، زده کړو، سوداګرۍ، غذایي امنیت او دغه راز په هند کې زده کړو، روزنې او کار ته د افغانانو لاس رسی د دغه حسن نیت د رامنځته کیدو اساسي ټکي دي. پر دې ټولو سربیره، د هند کثرتګرا او ټول شموله ډموکراسي نورو ته د الهام ورکولو ستره بیلګه ده. افغان وګړي چې اکثریت یې مسلمانان دي او ډیری یې هند خپل دویم کور بولي، د هند له دې اقدامه چې غواړي یواځې لږه کیو (اقلیت) افغانانو ته تابعیت ورکړي، په هغه کچه نا راضه دي، له کومه چې دوی په راپورونو کې د مسلمانانو ضد او په هند کې له تاوتریخوالي ډکو راپورونو کې اوریدلي.

د متحده ایالاتو او طالبانو هوکړه | هغه معامله چې وضعیت یې نا معلوم کړی
که څه هم چې دا ټول له وضعیته د درک ستونزې دي، نو نوی ډهلی باید چابک شي او د افغانستان په مساله کې بیا ځلې خپل لاس بر کړي. د پروژو په برخه کې د هند درې میلیارده ډالره مالي مرسته، له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري، د چابهار له طریقه د بدیلې لارې د جوړولو په برخه کې د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پروژې طرح، سر بیره پر دې د افغانستان له ملي اردو څخه د هند ملاتړ، د اداري کارکوونکو، ډاکټرانو او نورو مسلکي کارکوونکو روزل هغه څه دي چې د افغانستان په تړاو په سیمه ییزه فورمول بندي کې باید د هند اوچت دریځ یقیني کړي.
د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام لویې لار او د افغان – هند دوستۍ بند (سلما) او ورسره سلګونه وړو انکشافی پروژو د افغانانو په زړونو کې هند ته ځای جوړ کړی، د پاکستان دې هڅو ته له پام پرته چې غواړي د افغانانو، په ځانګړې توګه د جنوب میشتو له زړونو دا ځای ځایکی پاک کړي. په نتیجه کې، دا به یوه تیر وتنه وي چې هند په اوسنیو شرایطو کې خپل ټول ملاتړ یواځې پر کابل او د غني پر حکومت ور ټول او محدود کړي. د هند حکومت باید دا وښیي چې مرستې یی همه شموله دي، په ځانګړې توګه د نوي کرونا ویروس په مهال باید دا مرستې له پلازمینې بهر، ان هغو سیمو ته چې د طالبانو په واک کې دي، ورسوي.

یو ګام
هند باید د افغانستان د سولې په هڅو کې شته فرصتونه په نښه او ترې استفاده وکړي. دغه هڅې د غني او عبدالله ترمنځ له جوړ جاړي پیلیدی شي او هغه لوی رهبران هم باید سره یوځای کړل شي چې لسیزې هند ورسره اړیکې جوړې کړې. دا به یوه لویه تراژیدي وي چې طالبان د متحده ایالاتو له معاملې سره مل د کابل پر حکومت ور ودانګي او د ۱۹۹۶ کال په څیر مخالفین یې په کابل کې سره ویشلي وي.
داسې ښکاري چې د امریکا له ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد سره د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر  د تیرې اونۍ خبرې به، چې د سولې په پروسه کې د هند پر ورګډیدو پکې خبرې وشوې، دغه شان یوه هدف ته لار پرانیزي.
د افغانستان په تړاو د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ یو تفاهم هم تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره اړین دی. هند کولی شي لکه د چابهار د پروژې مسله، په دې برخه کې هم د منځګړي رول ولوبوي.
بالاخره دا چې نوی ډهلی باید د ملګرو ملتونو له خوا د نوي کرونا ویروس پرمهال د شخړو د دریدو په برخه کې له شوې غوښتنې استفاده وکړي او له پاکستان سره تربګني تعلیق کړي. هغو خنډونو ته په پام سره چې تیر کال د کشمیر د مسالې پر سر د دواړو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شول، دا کار اسانه نه دی. خو دلته یی یوه بیلګه موجوده ده او هغه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې دي چې ویې ښوده دواړه لورو دا ضروري وګڼله څو د افغانستان د راتلونکې په باب سره د خبرو میز ته کښیني. په یوه بریالي افغانستان کې د هند د تلپاتې ګټو لټول او د افغانانو لپاره د سوکاله ژوند غوښتنه هغه څه دي چې هند ته یې دا مزل اسانه کړی.
پر دې ټولو سربیره، د هند حکومت باید د پخوا په څیر د افغانستان په چارو کې د یوه ځانګړي استازی پر ګمارنه غور وکړي، څو د افغانستان پر مسایلو کار وکړي او دا استازی باید هم ډیپلوماتیک مهارتونه ولري او هم په دې حساسو شرایطو کې د دغه هیواد پر تاریخ پوه وي.


رسانه های اجتماعی

© 2020 کوبها. ټول حقوق محفوظ دي.

Search