متحده ایالات له طالبانو سره د فبروري پر ۱۹مه د سولې لاسلیک شوی هوکړه لیک په خپل بهرني سیاست کې د یوې مهمې لاسته راوړنې په توګه ستايي او اټکل دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به یې په انتخاباتي کمپاین کې د ځان په ګټه وکاروي خو کیدای شي دا یوه ګډه مساله وي.
بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې وه، د مارچ پر لسمه پیل شي، ټکنۍ شوې، یوڅه د ولسمشرۍ ټاکنو پر سر د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ناندریو له امله، چې اوس حل شوې، خو تر دې جدي د طالبانو د بندیانو د خلاصون پر سر د نظر اختلاف دی.
دا به پریږدو، چې ایا امریکايي مرکچي پلاوي د طالب زندانیانو د خوشي کولو واقعي واک درلود، افغان دولت د امریکا- طالبانو د هوکړه لیک له مخې په دوو اونیو کې د پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کول له تخنیکي اړخه تر پوښتنې لاندې راوستل. د افغان دولت له لیدلوري، د زندانیانو هرډول احتمالي تبادله باید له بین الافغاني خبرو اترو مخکې - که اوربند نه وي، د تاوتریخوالي له پاموړ کموالي سره مل وي.
په بدل کې یې ولسمشر غني د امریکا تر فشار لاندې د طالبانو د پړاویز خلاصون حکم لاسلیک کړ، چې له بین الافغاني خبرو اترو سره تړلی و خو طالبانو دغه حکم ونه مانه؛ پر دولت یې تور ولګاوه، چې سولې ته ژمن نه دی او غوښتنه یې وکړه، چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدو وړاندې باید ددوی ټول بندیان خوشي شي.
په وروستیو اونیو کې افغان دولت او امریکا نیوکې وکړې، چې د طالبانو تاوتریخوالی ډېر شوی او دا د طالبانو د ژبې او کاغذ له ژمنو او د سولې بهیر له روحیې سره په ټکر کې دی. که دا پاموړ خنډونه لرې او بین الافغاني خبرې اترې پیل شي، شونې ده، چې له طالبانو سره د واک پر ویش هوکړه وشي. خو لاهم پوښتنه داده، چې ایا دغسې سوله خوندي کیدای شي؟
تیرې سیاسي حل لارې- د ۱۹۸۹ کال د راولپنډۍ شورا، د ۱۹۹۲ پېښور او د ۱۹۹۳ اسلام اباد تړونونه ښيي، چې د افغان مجاهدینو تنظیمونه ( سیاسي او نظامي ډلې) په هوکړې بریالي شول، خو هوکړې ته په ژمنتیا کې پاتې راغلل، ځکه د بهرني پوځي او مالي ملاتړ او په بهر کې د پټنځایونو په څېر د شخړو اصلي سرچینې په پام کې ونه نیول شوې. د بیلګې په ډول پاکستان د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سختدریځي تنظیم ملاتړ، چې له مسلط موقعیت پرته، په کم څه نه قانع کېده، جاري وساته.
که د امریکا هدف په افغانستان کې د واقعي سولې ټینګښت وي، په پاکستان کې د طالبانو پر پټنځایونو باید نورې سترګې پټې نه شي. اوس وخت را رسیدلی، چې د طالبانو په راپورته کولو کې د پاکستان د رول له تاییدولو نه لوړ مسایل وڅیړو او پر دې کار وکړو، چې څنګه پاکستان له سولې وروسته جوړجاړي دوره کې یو رغنده رول ولري.
ګڼې علمي څیړنې او پالیسۍ ښيي، چې د پټنځایونو ور کولو په څېر بهرنی ملاتړ د یاغیګیریو په لاسته راوړنو کې ټاکونکی اغیز لري. د بهرنيانو له ملاتړه برخمنې یاغیګرۍ د اوږده وخت لپاره د ژوندي پاتې کېدو تمایل لري او ان د سولې له هوکړه لیکونو وروسته هم د تاوتریخوالي وړتیا لري.
که پاکستان په روښانه ډول د طالبانو د پټنځایونو تړلو ته ژمن نه شي، دا ډله به جګړې ته د ستنېدو انتخاب له ځان سره خوندي وساتي. لکه څنګه چې د پاکستان نوموتې څیړونکې قندیل صدیق وايي، پاکستان په افغانستان کې خپله لیوالتیا په دوو موخو تعقیبوي: په افغانستان کې ستراتیژیک عُمق ته رسیدل او د هند له خوا د ستراتیژیکې محاصرې مخنیوی.
لومړي هدف ته د رسېدو لپاره پاکستان له طالبانو او د پښتنو ستر نفوس [افغان مذهبي ډلو] نه په کابل کې د یوه نسبتا دوست او باور وړ ملاتړي حکومت په برخه کې ګټنه کړې ده. دویم، په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د هند د پراخ ډپلوماتیک او سوداګریز حضور له ویرې پاکستان په سیمه کې د نوي ډیلي د شنډولو لپاره دوامداره جګړه تعقیبوي. د پاکستان د استخباراتي- پوځي ادارو له نظره، هند په پاکستان کې د بلوڅ او وزیرو [تحریک طالبان پاکستان] جنګیالیو ملاتړ کوي او د افغانستان په شمال او جنوب کې یې جګپوړي کسان ننګه کوي.
له شخړو نه د سولې پر لور د حرکت په خاطر، د افغانستان د سولې په هوکړه لیک کې باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ روښانه او بشپړه تعریف شوې اړیکه په ډاګه شي. تر اوسه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ظاهرا روغنده دی، خو تر ډېره په نارسمي مشورو، له دې ډلې د امریکا په غوښتنه د طالبانو د مشر د مرستیال ملا برادر په خلاصون او بهر ته د طالبانو په سفرونو پورې محدود دی.
که د پټنځایونو ستونزو او له طالبانو نه د پاکستان ملاتړ ته پام ونه شي، سیاسي هوکړه به تلپاتې نه وي. په ۱۹۸۸ کال کې د ژنیو هوکړه لیک او د شوروي اتحاد- امریکا تعهدات پر خپلو مشتریانو [ نیابتي ډلې او هېوادونو) د ملاتړ بندولو برخه کې بریالي نه وو، ځکه دواړو ضمانت کوونکو ( شوروي اتحاد او امریکا) همغسې خپلو مشتریانو ته مرستې او وسلې ور کولې. افغان چارواکي په ډاګه اندېښنه ښيي، چې پاکستان نه له ضمانت اخستلو او د طالبانو د پټنځایونو له تړلو پرته به دا ډله د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، بیرته جګړې ته د ستنېدو توان ولري.
افغان دولت او یو شمېر کارپوهان وايي، چې هغوی عملا د افغانستان په تړاو د پاکستان په سیاستونو کې څه بدلون نه ویني او ټینګار کوي، چې پاکستان یوځل بیا خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د واشنګټن د غولولو په لټه کې دی. د امریکا د دفاعي اطلاعاتو اژانس په وروستي رپوټ کې، چې د مې پر ۱۹مه خپور شو، راغلي، چې « پاکستان لاهم طالبانو او نورو اړوند جنګیالیو ډلو ته پناه ور کوي، لکه د حقاني شبکه چې د افغانستان د ګټو خلاف د بریدونو وړتیا لري».
پاکستاني جنرالانو واردمخه په ډاګه په کابل کې د رژیم د تغییر په تړاو څرګندونې کړې دي او په دې باور دي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د افغان ځواکونو د بودجې په کمېدو سره به افغان دولت دوام ونه کړي.
ټول هغه اړخونه، چې په یوه شخړه کې مستقیمه یا غیر مستقیمه ونډه لري باید د هوکړې لاسلیک کوونکي وي. د طالبانو د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو د خطر کمولو په هدف د پټنځایونو تړل او نړیوالو تعهداتو ته درناوی باید د افغانستان د ټولشموله سولې د هرډول هوکړه لیک د یوې برخې په توګه په پام کې ونیول شي. دغه راز په کار ده، چې د افغانستان په مسایلو کې ښکیل سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي هوکړه لیک لاسلیک کړي. په افغانستان کې د پاکستان امنیتي اندېښنې کیدای شي په یوه بېله سیمه ییزه هوکړه کې، چې هند یې د ایران، چین او روسیې په ګډون یو لاسلیک کوونکی وي، لرې شي.
البته د نړیوالو هوکړه لیکونو په پلیتابه کې ستونزې شته، خو د سولې د یوه هوکړه لیک حدود او قانوني نیمګړتیاوې په متن کې د تعهداتو په تدوین او ددغو تعهداتو د قانوني کولو لپاره په سیاسي ارادې پورې اړه لري. که حیاتي مسایل له پامه وغورځول شي، نو د ستونزو د حل په هدف په پام کې نیول شوي اجراات به توافقات لا پسې له ګواښ سره مخ کړي.