امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په هلمند کې خپله مهمه پوځي اډه «انتونیک» د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ۲۱۵ میوند قول اردو ته وسپارله. تمه ده، چې تر راتلونکي سپټمبر پورې د انتقال بهیر بشپړ شي او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور رسما پای ته ورسیږي.
له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له ۲۰۱۴ کال نه پیل شوی او د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن له اعلان سره سم، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې بشپړیږي. دا لا روښانه نه ده، چې متحده ایالات په افغانستان او سیمه کې خپله ترهګرۍ ضد ځانګړې ډله پریږدي او که نه، خو امریکايي چارواکو ددغسې یوې ډلې پر ساتلو په تکرار ټینګار کړی.
له افغانستان نه د امریکا د وتلو په تړاو د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه خوشبینۍ او اندېښنې دواړې موجودې دي. دغه وتل د افغانستان د خودکفایۍ، سولې، ثبات او افغاني حل لپاره یو فُرصت ګڼل کیږي، خو د سولې او افغاني حل د نشتوالي په صورت کې ننګونه او د جګړو د یوې بلې دورې پیلامه هم کیدای شي.
امریکا له افغانستان نه په داسې حال کې پښې سپکوي، چې دلته د خپل شل کلن حضور توجیه کوونکو اهدافو ته نه ده رسیدلې. د ترهګرۍ ضد جګړې په تړاو د امریکا پر تعریفاتو او نیت له پیله شک و او دې شک په وروستیو کې د سیمې ډېر لوبغاړي (لکه چین او روسیه) له واشنګټن سره له همکارۍ را وګرځول.
د اندېښنو یو مهم اړخ د سولې راتلونکی دی، چې تر اوسه پکې پرمختګ نه دی شوی.
ناټو او متحده ایالات په داسې وخت کې وځي، چې افغانستان د بې ثباتۍ او جګړو له یوې نوې څپې سره مخ دی. دواړې خواوې ( افغان دولت او طالبان) د جګړې دیوه نوي پړاو لپاره تیاری نیسي. طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په قوي دریځ کې واقع کیږي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې د خواوو ترمنځ نسبي موازنه رامنځته کیږي، چې د هر اړخ د قطعي بري اټکل خورا محدودوي او جګړه اوږدوي.
د افغانستان تاریخ ثابتوي، چې هیڅ داخلي افغاني جګړه بریالی لوری نه لري.افغانانو ستر قدرتونه وتلو ته اړ ایستي دي، خو په کورني بُعد کې له سیاسي او نظامي صحنې نه د هیڅ اړخ په حذف کولو کې بریالي شوي نه دي. په تیره لنډه ماضي کې یې مثال د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته کورنۍ جګړې دي.
د شوروي اتحاد او اوسني دور ترمنځ یو ستر توپیر د جګړې د بهرنیو عواملو د ګټو په څرنګتیا کې دی. ظاهرا اوسنی وضعیت له تېر هغه سره متفاوت دی، ځکه نه پاکستان هومره وسله او امکانات لري، چې د جهاد په کلونو کې یې ذخیر کړي وو، نه یې اقتصادي وضعیت د یوې بلې سترې جګړې د پیلولو او غځولو ایجاب کوي او نه په سیمه کې د افغان جګړې له غځولو، په تېره د امریکا له وتلو وروسته له طالبانو سره د مرستې علاقمندي ترسترګو کیږي. له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو علاقمندي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې ده، همغسې لکه له مجاهدینو سره چې د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو پورې وه. سره له دې، چې د امریکا په وتلو سره په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو ( ایران، هند، پاکستان) مداخلې او نفوذ کولو ته زمینه مساعده کیږي، خو دغه چاره نیابتي جګړو ته لاره اواروي، چې دریواړو هېوادونو یې له دې وړاندې ناکامې تجربې درلودې.
لویدیځ په سر کې متحده ایالات له افغان حکومت نه ناراضه دي، چې په تیرو شلو کلونو کې یې د فساد مخه ونه نیوله او ویې نه کړای شول، چې افغانستان د یوه باثباته او پیاوړي دولت څښتن کړي، خو ناټو او امریکا ته دا هم سخته ده، چې د میلیاردونو ډالرو په لګښت د تېرو شلو کلونو پرمختګونه له پامه وغورځوي. بهرنۍ مرستې د حکومت په دوام کې ټاکونکی رول لري. د ډاکټر نجیب الله د حکومت د نسکورېدو یو ستر علت د بهرنیو مرستو قطع کېدل ګڼل کیږي خو له اوسني افغان حکومت سره ښايي مالي مرستې دوام وکړي.
د بهرنیو ځواکونو وتل د یوه فرصت په توګه هم ګڼل کیدای شي، ځکه د شخړې بهرنی بُعد چې د طالبانو جګړې ته یې مذهبي مشروعیت ور کړی و، له منځه وځي. هیڅ بهرنی ځواک په یوه هېواد کې دایمي نه شي پاتې کېدلی او نه یې عامه ذهنیت زغملای شي. هیڅ پلمه باید په بهرنیو ځواکونو د اتکاء او دلته د هغوی د حضور د دوام سبب ونه ګرځي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د طالبانو د جنګیالیو لپاره ښايي جګړه د تېر په څېر تقدس او محبوبیت ونه لري او باید یې هم ونه لري. د افغان حکومت لپاره هم ددې جګړې دوام ممکن نه دی، ځکه طالبان اوس د افغانستان واقعیت دی او کولای شي په سیاسي او نظامي دواړو لحاظونو دولت وننګوي. دواړې خواوې په اوسنیو حالاتو کې له یوه ستر تاریخي مسوولیت سره مخ دي. په جګړه اصرار او له تېر نه درس نه اخستل ښايي افغانستان له یوه نوي بحران سره مخامخ کړي. مخکې له دې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي، بین الافغاني حل ته باید سره ورسیږي. نه اوربند د مقابل اړخ د کمزوري کولو وسیله وګرځي او نه جګړه د زیات امتیاز او فشار واردولو وسیله شي. افغان سیاسیون او مخیر کسان ټول مسوولیت لري، چې د شخصي اجنډاوو پرځای پر یوه ملي اجنډا راټول شي؛ په کوردننه یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي او د سولې د رامنځته شوي فُرصت د ضایع کېدو مخه ونیسي.