لنډيز:
روسیه نن پنجشنبه د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه ده، چې د امریکا او چین پر استازو سربیره د پاکستان استازی او د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاوي هم پکې ګډون لري. د مسکو له ناستې وروسته به متحده ایالات له ملګرو ملتونو وغواړي چې د روسیې، چین، پاکستان، هند، ایران او امریکا په ګډون یوه غونډه را وغواړي چې د افغانستان د سولې په تړاو یوه نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي او ورپسې په ترکیه کې د بین الافغاني غونډې له لارې افغان اړخونه یوه نوي توافق ته سره ورسیږي. د مسکو کنفرانس ځکه مهم ګڼل کیږي، چې دا ددې درې پړاوه پروسې لومړی پړاو دی، چې پر راتلونکو پړاوونو به یې تاثیر حتمي وي. ظاهرا د مسکو په کنفرانس کې د حکومت استازولي کمزورې ګڼل کیږي، خو د مسکو او ترکیې کنفرانس په اړه د حکومت شین څراغ ښودل له دې امله مهم دي، چې ددغه جریان یوه برخه ګرځي .
په دې مقاله کې غواړم د افغانستان په قضایاوو کې د سترو قدرتونو او سیمه ییزو قدرتونو او ځینو نورو عوامل پر دخالت تمرکز وکړم او مشخص د روسیې پر تېر او اوسني رول وغږیږم.
د افغانستان څلوېښت کلن بحران د ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هېوادونو د ګټو له ټکر سرچینه اخلي. په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل او ورپسې د دې هېواد بې ثباتي هم د شوروي د ګټو خوندیتوب له امله وو. کله چې شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل، په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکا متحده ایالاتو د ناټو په ملتیا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته لاس رااوږد کړ. امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر ۹/۱۱ له ترورېستي بریدونو وروسته د خپل دوست او دښمن د تعریف لپاره له روښانه تګلارې " یا له موږ سره یا هم زموږ په وړاندې" کار واخېست. دې تګلارې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو له جګړې سره د مخالفت جرئت له ټولو هېوادونو واخېست او دې جګړې ته یې لبیک وویل. کله چې د پاکستان، ایران، روسیې، چین او هند په ګډون مطلق اکثریت هېوادونو د ترورېزم په وړاندې له نړیوالې اعلان شوې جګړې ملاتړ وکړ، هر یو یې د خپلو لنډمهاله او اوږدمهاله ملي ګټو د خوندیتوب په لټه کې راووتل.
کلیدي اصطلاحات: مسکو ناسته، روسیه، نشه یي توکي، القاعده او طالبان، داعش.
سریزه:
هېوادونه د خپلو ملي ګټو په اډانه کې د بهرني سیاست موخې تعریفوي. د بهرني سیاست موخې معمولاً په بهرني او نړیوال چاپېریال کې د خپلو ګټو خوندیتوب دی. دا ګټې ښایي اقتصادي یا هم ستراتیژیک اړخ ولري. د هووف له نظره په ستراتیژیکو ګټو کې یو هېواد ته متوجه ګواښونه او په نړیوال ډګر کې شته فرصتونه شامل دي. د دغو ګټو د خوندیتوب او بالقوه ګواښونو یا خطرونو د دفع کولو لپاره هر هېواد له بېلا بېلو تګلارو او ستراتیژیو ګټه اخلي. په نننۍ نړۍ کې د ګټو خوندیتوب او ګواښونو یا خطراتو دفع کولو لپاره مروجې تګلارې مکافات، د متقابلو ګټو خوندیتوب، فشار( د بې ثباتۍ رامنځ ته کول)، اقناع او د هېوادونو په چارو کې لاس وهل دي.
د افغانستان څلوېښت کلن بحران د ګاونډیانو دغه راز د سیمې او نړۍ هېوادونو د ګټو له ټکر سرچینه اخلي. په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل او ورپسې د دې هېواد بې ثباتي هم د شوروي د ګټو خوندیتوب له امله وو. کله چې شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل، په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکا د ناټو په ملتیا افغانستان ته لاسونه را اوږده کړل. امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر ۱۱مې له ترورېستي بریدونو وروسته د خپل دوست او دښمن د تعریف لپاره له روښانه تګلارې " یا له موږ سره یا هم زموږ په وړاندې" کار واخېست. دې تګلارې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو له جګړې سره د مخالفت جرئت له ټولو هېوادونو واخېست او د مجبوریت له مخې یې دې جګړې ته لبیک وویل. کله چې د پاکستان، ایران، روسیې، چین او هند په ګډون مطلق اکثریت هېوادونو د ترورېزم په وړاندې له نړیوالې اعلان شوې جګړې ملاتړ وکړ، هر یو یې د خپلو لنډمهاله او اوږدمهاله ملي ګټو د خوندیتوب په لټه کې راووتل. روسیه چې دغه وخت افغانستان ورته د ګټو خوندیتوب د سرچینې پرځای د ګواښونو په ځاله بدل شوی و او په افغانستان کې یې اوږدمهاله نظامي جګړې له هر اړخه ملا ورماته کړې وه او هم له دې جغرافیې د ترورېزم له ګواښ سره مخ وه، له ترورېزم سره د نړیوالې جګړې اعلان د خپل ځان په ګټه غوره فرصت وګاڼه او د خپل ځان بیاراژوندي کولو لپاره یې څو اړخیزو سیاستونو ته مخه کړه. پر افغانستان یې د امریکا برید ته نه یوازې دا چې لبیک وویل، بلکې له هېڅ راز همکارۍ یې درېغ ونه کړ آن تر دې، چې په لومړي ځل یې په مرکزي آسیا هېوادونو کې خپلو متحدینو ته اجازه ورکړه، چې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره خپلې اډې د امریکا او ناټو په واک کې ورکړي.
په دې تحلیلي او څېړنیزه مقاله کې موږ د شوروي اتحاد له ړنګېدو په تېره بیا د ۹/۱۱ پېښې وروسته د لوېدیځې نړۍ په وړاندې د روسیې سیاستونه څېړو، ورپسې په افغانستان کې د روسیې ګټې راسپړو او له افغانستان څخه روسیې ته پر متوجې ګواښونو رڼا اچوو. د دې ترڅنګ په دې وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې اړیکو پر پیداکېدو غږېږو او په پایله کې دا په ډاګه کوو، چې روسیه د افغانستان په بحران کې کومې ګټې لري؟ د بحران په پای ته رسولو او ثبات رامنځ ته کولو کې یې رول څه دی او د افغانستان په وړاندې د روسیې د اوسنیو سیاستونو تېروتنې کومې دي.
له ۱۹۹۰ زېږدیز کال راوروسته د لوېدیځ په وړاندې د روسیې سیاستونه
د انګلستان لومړي وزیر چرچیل په ۱۹۳۹ زېږدیز کال کې ویلي وو، چې: " د روسیې اقدامات نه شي اټکل کېدای، ځکه روسیه یوه داسې معما ده چې په ډېره پېچلې بڼه په یوه راز کې نغښتې ده. " همدې وینا ته په پام د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته روسیه په دې هڅه کې وه، څو خپل ځان د شوروي ځای ناستي زبرځواک په توګه معرفي کړي. له یوې خوا دا کار ځکه ممکن و، چې یو وخت روسیې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولو سیاسي، اقتصادي، نظامي او ایډیولوژیکي ډګرونو کې له امریکا متحده ایالاتو سره سیالي کوله، خو له بلې خوا ناممکن ځکه و چې د شوري اتحاد له ړنګېدو وروسته د شاتګ ترخو واقعیتونو دې کار ته اجازه نه ورکوله. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته امریکا ته د پام وړ فرصت په لاس ورغلی و، څو په منځني ختیځ ، ختیځه اروپا، جنوبي آسیا او لاتین امریکا کې خپل نفوذ پراخ او د شوروي اتحاد نفوذ محدود کړي.
د دې ترڅنګ د شوروي ځایناستي (روسیې) د زبرځواکۍ سرچینې خورا کمې شوې وې او نه یوازې دا چې یاد هېواد له جغرافیاوي لحاظه کوچنی شوی و، بلکې له یو داسې وضعیت سره مخ و، چې باید د(Eurasia) له ادعاء نه، چې یو وخت د لوېدیځ او ختیځ د توازن قدرت و، هم لاس په سر شوی وای. د روسانو له لوري د دې موقعیت له لاسه ورکول نه یوازې دا چې د باور وړ نه وو، بلکې ډېر دردناک هم و او د ملي تحقیر په توګه ورته کتل کېدل. له دې کبله د ټولو داخلي ډلو پام د روسیې پر بیا راژوندي کولو و او د دې کار لپاره یې له مختلفو لارو چارو کار واخېست. دا لارې چارې د لوېدیځ په وړاندې له تقابل څخه له ډډې کولو نیولې بیا تر همکارۍ پورې مختلفې دورې تر پوښښ لاندې راولي. دلته موږ د لوېدیځ په تېره بیا امریکا متحده ایالاتو په وړاندې د روسیې سیاستونو ته اشاره کوو.
۱. د فلج دوره ( د منفعل سیاست دوره)
په دې دوره (له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۹ زېږدیز کلونو پورې) کې روسیه له داخلي ګډوډیو او د هویت له بحران سره مخ وه. ترڅنګ یې لوېدیځ په تېره بیا امریکا متحده ایالاتو له روسیې سره د یو مات هېواد په څېر چلند کاوه. پردې سربېره، لوېدیځ په ځانګړي ډول واشنګټن په نظامي، اقتصادي، ستراتیژیکو، جیوپولټیکو او جیو ستراتیژیکو ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې د هغوی له ډلې د ختیځ پر لور د ناټو پراختیا، د یوګوسلاویا جګړه او د پخواني شوروي اتحاد په جغرافیه کې د لوېدیځ د نفوذ پراختیا او پیاوړتیا ته اشاره کولای شو.
په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د وخت ولسمشر بوریس یلتسین په " متمدنه نړۍ کې د روسیې نوي مقام پر پیاوړتیا" او " د اقتصادي اصلاحاتو لپاره د لوېدیځ د مرستو پر راجلبولو" د خپل بهرني سیاست د دوو اصلونو په توګه ټینګار دلود. حتی تر دې چې د روسیې بهرني سیاست دستګاه له امریکا متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو سره د اتحاد او په ناټو سازمان کې د غړیتوب غوښتونکې وه، ځکه له دې اړخه مسکو او واشنګټن دوه همکاران ګڼل کېدل. په دې دوره کې د روسیې بهرني سیاست واکمنان چې د لېبرالانو یا اتلانتیک پالانو په نوم هم مشهور دي، د لوېدیځ په وړاندې د نرم او تطابق سیاست غوره کړ او د وخت بهرنیو چارو وزیر کوزیروف په دې باور و، چې " له شتمنو او ډموکراټیکو هېوادونو سره دوستي بېوزله او استبدادي رژیمونو ته د ورورلۍ غېږې له پرانېستلو ډېره غوره ده". د نوموړي له نظره لوېدیځ ډموکراټیک هېوادونه د روسیې طبیعي متحدین ګڼل کېدل او روسیې باید د متمدنو دولتونو په نړۍ کې د یو نورمال او باور وړ شریک مقام ترلاسه کړی وای. په دې دوره کې د روسیې د بهرني سیاست محوري لومړیتوب په لوېدیځو سازمانونو او ادارو کې د غړیتوب ترلاسه کول وو او ټوله هڅه یې دا وه څو د سوداګرۍ په سازمان، پیسو نړیوال صندوق او نورو معتبرو نړیوالو ادارو کې غړیتوب ترلاسه کړي؛ ځکه یاد هېواد د خپلو اصلاحاتو لپاره د پورته سازمانونو او ادارو ملاتړ ته اړتیا لرله. دوی دا هیله لرله، چې له نړیوالو سازمانونو سره د روسیې په یوځای کېدو به یاد هېواد ته ډموکراټیک ارزښتونه ولېږدول شي او د څو اړخیزو همکاریو په ټینګښت کې به پوره مرسته وکړي. له امنیتي اړخه دا هیله موجوده وه چې د سړې جګړې له ختمېدو وروسته د ناټو رول کمزوری شوی او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان به له لوېدیځ سره د روسیې په یوځای کولو د یو غوره امنیتي سازمان رول ترلاسه کړي. لوېدیځ ته د روسيې پام اوړېدل د آسیا او اسلامي نړۍ له پامه غورځېدو لامل شو.
په دې دوره کې له لوېدیځ سره د روسیې همکاري تر بې سارې کچې ورسېده او روسان په دې هڅه کې وو، چې خپل ځانونه د نړیوالو سازمانونو په تېره بیا د ملګرو ملتونو سازمان او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د نورمونو او قواعدو په وړاندې ژمن کړي. پردې سربېره یې د پانګوالۍ په نړۍ کې اقتصادي ادغام ته مخه کړه او د نړۍ په اووه ګونې صنعتي ډله (G-7) کې یې د غړیتوب غوښتنه وکړه. ترڅنګ یې د پیسو په نړیوال صندوق (IMF)، نړیوال بانک، د اروپا د بیارغونې او ودې بانک دغه راز اروپایي شورا کې هم حضور پیداکړ.
۲. د مثبت مقاومت دوره (Persistence Period)
د شلمې پېړۍ وروستۍ لسیزې په وروستي (۱۹۹۹) کال کې واک ته د ولاديمیر پوتین په رسېدو سره روسیې له منفعل سیاست نه د مثبت مقاومت(له۱۹۹۹تر ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ زېږدیز کلونو پورې) پر لوري مخه کړه. له مثبت مقاومت موخه دا وه چې باید د عملي خو محافظه کاره (موجوده وضعیت منلو) لیدلوري له مخې له لوېدیځ سره له بې ګټې تقابل ډډه وشي او په وړاندې یې له مسامحې او جوړجاړي ګټه پورته شي، ترڅنګ یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له ډېرو کوچنیو فرصتونو هم باید ګټه واخستل شي.
په دې دوره کې د روسیې ټول تمرکز پر خپلو داخلي مسایلو و څو له اقتصادي، نظامي او جیوپولټیکي اړخه پر ځان بسیا شي. ښې بېلګې یې پر افغانستان او عراق د امریکا متحده ایالاتو د تېري په مقابل کې د روسیې سکوت او حتی په ځینو مواردو کې همکاري یادولای شو.
۳. د تقابل دوره
دا دوره (له ۲۰۰۸ بیا تر ۲۰۲۱ پورې) چې اصلاً په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د یوکراین له بحران او په یاد بحران کې د لوېدیځ په ځانګړې ډول امریکا متحده ایالاتو په وړاندې د روسیې له تقابل راپیلیږي، رسمي پیل یې په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د روسیې بهرني سیاست دکتورینو د سند په خپرېدو سره پیلیږي، چې د یاد کال په جولای میاشت کې د دوما (پارلمان) له لوري تصویب شو. په دې سند کې د نوموړي هېواد د بهرني سیاست اصلي لومړیتوبونو له ډلې د امریکا متحده ایالاتو یو اړخیز والي او مطلقیت په وړاندې مقابله وه. په دې دوره کې د روسیې بهرني سیاست لومړیتوبونه په لاندې ډول رالنډولای شو:
۱. د نړیوالو مسایلو په هواري کې د روسیې د رول زیاتول.
۲. له لوېدیځ (امریکا او اروپا) د ختیځ ( آسیا، افریقا او لاتینې امریکا) پر لور د روسیې بهرني سیاست بدلون.
۳. په بهرني او امنیتي سیاست کې د دښمن له مفهوم ډډه کول، پرځای یې د لوېدیځ په وړاندې د سیالۍ او له لوېدیځ سره د همکارۍ له مفاهیمو ګټه پورته کول.
۴. یو قطبي والي ته د پای ټکی اېښودل او نړیوال څو اړخیز والي ته د اصلیت وربښل.
۵. په نوي نړیوال نظم کې د روسیې فعال مشارکت.
پورته مواردو ته په پام داسې لیدل کېږي، چې واک ته د پوتین په بیاځل رسېدو سره نوموړي ته دا فرصت په لاس ورغی څو په ورته وخت کې هم له لوېدیځ سره واټن پیداکړي، په خپلواکه توګه له کوم اغېز پرته د نړیوالو مسائلو په هواري کې ګام اوچت کړي او هم د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په برخه کې له خپل موقعیت ki په ګټې اخېستنې ډېره ګټه ترلاسه کړي.
۲. په افغانستان کې د روسیې ګټې
۲۱ مه میلادي پېړۍ په نړیوالو سیاستونو کې د جیوپولټیکي بدلونونو له کبله د اسیایي پېړۍ په نوم مشهوره ده. هر هېواد په دې هڅه کې دی چې د منځنۍ یا مرکزي اسیا غني طبیعي زېرمو لکه هایدرو کاربن، ګازو، تېلو او نورو کاني موادو ته لاسرسی پیداکړي. ویلیام اورهلټ په خپل کتاب " اسیا، امریکا او جیوپولټیک بدلون" کې وایي، چې د امریکا متحده ایالاتو امنیت او نېکمرغي په ۲۱مه پېړۍ کې له اسیا سره تړلې دي. په ورته ډول ادعاء کولای شو، چې د روسیې امنیت او اقتصادي وده دواړه له اسیا سره تړلي دي، ځکه له یوې خوا خپله یاد هېواد په اسیا او د اسیا – اروپا ترمنځ د نښلېدونکې ټکي په توګه ځای لري او بله خوا تر ټولو زیات ګواښونه لکه ترورېزم او د نشه یي توکو قاچاق په څېر موارد هم د اسیا په تېره بیا د افغانستان له لوري ورته متوجه دي. په داسې حال کې، چې مسکو په دې ورځو کې د افغانستان د سولې غونډې کوربه دی، موږ لومړی په سیمه او افغانستان کې د روسیې پر اقتصادي ګټو رڼا اچوو، په بله برخه کې بیا د افغانستان له اړخه روسیې ته پر متوجه ګواښونو بحث کوو.
۱.۲ په سیمه او افغانستان کې د روسیې اقتصادي ګټې
۱.۱.۲ د روسیې لپاره د سیمه ییزې انرژۍ په پالیسي کې د افغانستان اهمیت
روی الیسون وایي، چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته روسیه تېلو او ګازو ته په کاسپین بحیره او مرکزي آسیا کې هم د ستراتیژیکې پانګې او هم د ستراتیژیکې وسیلې په سترګه ګوري، ځکه دا وړتیا لري چې د اوپېک بدیل سرچینې په توګه ترې ګټه پورته شي. د دې ترڅنګ روسیه غواړي له خپل جیوپولټیک او جیوستراتیژیک موقعیت نه د سویل – شمال او اروپا – آسیا ترمنځ د نښلوونکي دهلېز په توګه هم ګټه واخلي. په سیمه کې د روسیې له ښکېلېدو تر ټولو عمده موخه دا ده، څو له مرکزي آسیا څخه اروپا ته د انرژۍ لېږد عمده لېږدوونکې لارې په توګه خپل اوسنی موقعیت وساتي. پردې سربېره دا هڅه هم کوي چې په سیمه کې د نورو سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو نفوذ هم تر حداقل کچې راټیټ کړي.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له ترکمنستان څخه سویلي اسیا ته دټاپي (TAPI) په نوم د ګازو لېږد د مشهورې پروژې تړون د یونیکال په نوم له یوې امریکایي کمپنۍ سره لاسلیک شو، خو په افغانستان کې د بې ثباتۍ له کبله یادې پروژې تراوسه عملي بڼه نه ده خپله کړې. هغه ګواښ چې له دې اړخه روسیې ته متوجه شو، د مرکزي اسیا پر انرژیکي زېربناوو د روسیې هژمونیک او انحصاري واک او ځواک له لاسه ورکول یا کمزورې کېدل و. نو بناء روسیه هېڅکله نه غواړي دا پروژه بریالۍ شي او په افغانستان کې بې ثباتي د انرژۍ لېږد د مخنیوي په برخه کې د روسیې په ګټه ده.
پردې سربېره، په سیمه کې امریکا د خپل نظامي حضور له لارې د دوو موخو په لټه کې ده. لومړی د مرکزي اسیا انرژۍ ته لاسرسی او په سیمه کې د سیمه ییزو لوبغاړو لکه چین او روسیې د نفوذ مخنیوی. طبیعي ده، چې روسیه او چین هم د امریکا متحده ایالاتو نظامي حضور نه شي زغملی، ځکه له یو اړخه یې خپل ملي امنیت ته ګواښ ګڼي او بلې خوا یې د اقتصادي ودې په لاره کې تر ټولو عمده خنډ دی. د دې پروژې په ځواب کې چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه (One belt and one road project) پیل کړه، چې په ترڅ کې به یې چین له ختیځې، مرکزي او لوېدیځې اروپا سره ونښلول شي او د چین په سیمه ییز ټرانزېټي انحصار کې به د پام وړ رول ولري. ترڅنګ به یې روسیې ته هم د ټرانزېټ له اړخه په کلني ډول میلیاردونه ډالر عواید په لاس ورشي.
۳. له افغانستان څخه روسیې ته متوجه ګواښونه
نږدې یوه پېړۍ افغانستان د روسیې او په ټوله کې د شوروي اتحاد لپاره د ګټو د خوندیتوب ځای ګڼل کېده او په همدې مهال کې د افغانستان تر ټولو نږدې متحد شوروي اتحاد و، چې له افغانستان سره یې نه یوازې په نظامي برخه کې بلکې په اقتصادي اوفرهنګي ډګرونو کې هم مرستې کړې دي. البته پر شوروي اتحاد او له دې وړاندې تزاري او بلشویکي روسیې باندې بشپړ اعتماد افغانستان ته سخت و. له ۱۹۹۰ لسیزې راوروسته افغانستان د ګټو سرچینې پرځای د مسکو لپاره د ګواښونو پر ځاله بدل شو، دا ګوښونه په دوو اړخونو کې د پام وړ دي، لومړی یې جیوپولټیکي اړخ او دویم یې امنیتي اړخ ته اشاره کولای شو.
۱.۳. له جیوپولټیک اړخه روسیې ته له افغانستان نه متوجه ګواښونه
له افغانستان څخه روسیې ته له جیپولټیک اړخ متوجه ګواښونه عمدتاً د افغانستان پر سر د سیمه ییزو او نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ له سیالۍ سرچینه اخلي. روسیې ته د خپل تاریخ په اوږدو کې د برېتانیا له اړخه او بیا په دې وروستیو کې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال وروسته د امریکا او ناټو د نفوذ او حضور له اړخه ګواښ متوجه دی. مسکو د واشنګټن او بروکسل له لوري له افغانستان نه د ناوړه ګټې اخستنې او دلته له بې ثباتۍ څخه د سیمې جیوپولټیکي قبضې په تړاو اندېښنه لري.
څرنګه چې په پورتنیو برخو کې مو هم اشاره وکړه، د ۲۰۰۱ زېږدیز کال له ۹/۱۱ پېښې وروسته مسکو له لوېدیځ سره پراخې همکارۍ ته مخه کړه، ځکه په کرملېن کې موجود باور دا و، چې د امریکا متحده ایالاتو او په ټوله کې د ناټو اقدامات به د ترورېزم په ځپلو کې مرسته وکړي او نه یوازې دا چې د امریکا بلکې د سیمې او نړۍ له امنیت او ثبات سره به هم مرسته وکړي. خو دې باور وروسته بدلون وموند او باور دا شو چې د امریکا او ناټو د عملیاتو موخه نه یوازې په افغانستان کې له ترورېزم سره مقابله نه ده، بلکې د تروېزم له تحریک او ملاتړ نه په ګټې اخېستنې غواړي د افغانستان پر ګاونډیانو د هغوی له ډلې چین، هند، ایران، مرکزي اسیا او روسیه د خپلو نظامي او سیاسي ګټو خوندیتوب لپاره مستقیم او غیر مستقیم فشار هم راوړي.
۲.۳ امنیتي ګواښونه
د امنیتي ګواښونو په برخه کې ترورېزم او له دې ډلې د القاعدې، طالبانو او داعش فعالیتونو، دغه راز په افغانستان کې د تولیدېدونکو نشه یي موادو قاچاق ته اشاره کولای شو. د ترورېستي فعالیتونو له زیاتېدو سره سم د نشه یي توکو قاچاق او وسلو هم زیاتوالی موندلی او دا د روسیې لپاره یوه حساسه مسئله ده. دا حساسیت آن تر دې بریده دی چې کولای شي په مرکزي اسیا او روسیه کې د بې ثباتۍ لامل شي. له همدې کبله روسیه نه غواړي د افغانستان په مسئله کې بې تفاوته پاتې شي. د امنیتي تهدیداتو له ډلې دلته په ټوله کې ترورېزم په تېره بیا داعش او القاعدې، دغه راز د نشه یي موادو قاچاق ته په لاندې ډول اشاره کوو.
۱.۲.۳ ترورېزم او بنسټ پالنه
د روسیې لپاره د افغانستان د ارزښت بل دلیل دا دی، چې افغانستان د ټولې مرکزي اسیا د بې ثباته کولو ظرفیت لري. په تېره بیا روسیه له افغانستان څخه مرکزي اسیا ته د بنسټ پالنې، ترورېزم او افغان ډوله جنګسالارۍ له خورېدو نه ډېره وېره لري. د افغان حکومت د اټکلونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې بېلا بېلې ترورېستي ډلې فعالیت لري، چې د ختیځ ترکمنستان له تحریک نیولې، بیا تر ازبکستان اسلامي تحریک، د (امو) ازبک جنګیالیو، قفقاز امارت (چیچنیا جنگیالیو) پورې اکثریت هغه ډلې چې د مرکزي اسیا او روسیې لپاره بالقوه او مستقیم ګواښ ګڼل کېږي، ټولې یې په افغانستان او شاوخوا پولو کې فعالیتونه پرمخ وړي.
پردې سربېره، په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په راپیداکېدو، په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو له لوري د کندز سقوط او په ۲۰۱۹ کال کې د تاجکستان پر سرحدي پوله ساتونکو د ۱۵ داعشیانو برید له روسانو سره دا اندېښنه پیداکړه، چې امریکا متحده ایالات د مرکزي آسیا د بې ثباته کولو او له دې لارې په سیمه کې د نفوذ لپاره چمتووالی نیسي. هماغه وو، چې روسیې له بدیل لارو (په سوریه کې د مداخلې له لارې) پر امریکا فشار راوړ، څو معاملې ته یې مجبوره کړي. روسیې له سوریې او عراق څخه د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو په بدل کې د داعش په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د چټک اقدام تضمین ترلاسه کړ.
۲.۲.۳ د نشه یي توکو قاچاق/ ناقانونه نشه یي توکي
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د څېړنو له مخې افغانستان په نړۍ کې له کولمبیا وروسته د نشه یي توکو دویم لوی تولیدوونکی هېواد ګڼل کېږي، چې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه کوکنار او په ټوله کې نشه یي توکي دلته تولیدیږي او روسیه په نړۍ کې د افغانستان د نشه یي توکو د کارونې او مصرف تر ټولو لویه کچه لري. د روسیې نشه یي توکو د کنټرول فدرالي ادارې د راپورونو له مخې هرکال شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ روسان او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو وګړي د نشه یي توکو لکه هیروئینو، میتافیتامینو، اپیمو او خشخاشو د کارونې له کبله مړه کېږي.
اوسمهال د نشه یي توکو استعمال او یاد هېواد ته یې قاچاق یوازې روغتیایي موضوع نه، بلکې د ملي امنیت په موضوع بدله شوې، چې د روسیې په امنیتي سیاست کې پام وړ ونډه لري. له دې کبله افغانستان د روسیې په امنیتي او بهرني سیاست کې د پام وړ ځای لري.
پردې سربېره، له نشه یي توکو د ترلاسه کېدونکو عوایدو غوښنه برخه د ختیځ ترکستان غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او ورته نورو ډلو لاس ته ورځي، چې هغوی ترې په خپلو جګړه ییزو فعالیتونو کې ګټه اخلي او دا په ورته وخت کې د روسیې او په ټوله کې د مرکزي اسیا لپاره یو بل ګواښ دی. له همدې امله د مرکزي اسیا ثبات په افغانستان پورې تړلی ګڼل کېږي.
۳.۲.۳ طالبان
طالبان د افغانستان کورنۍ جګړې زېږنده ګڼل کېږي. د دوی له لوري د سختو قوانینو پلې کولو او له اسلام افراطي قرائت سیمه او نړۍ په تېره بیا مرکزي آسیا او روسان په وېره کې کړل. همدا وېره د دې لامل شوه، چې طالبان د روسیې لپاره په یوه بالقوه ګواښ بدل شي او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته بیا هم روسان خپل پام پر افغانستان متمرکز کړي. کله چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، روسانو ته ښه فرصت په لاس ورغی څو په خپل ګاونډ کې د بالقوه ګواښ له منځه وړلو لپاره هم مهاله اقدام وکړي. له دې کبله یې له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره همکارۍ ته مخه کړه، آن تر دې چې په لومړي ځل یې په اذربایجان کې ناټو او امریکا متحده ایالاتو ته د نظامي او اکمالاتي اډې له ورکړې سره هم هوکړه وکړه.
وروسته د وخت په تېرېدو او د امریکایانو د نیت په راڅرګندېدو سره د سیاست هغه مشهورې مقولې له مخې، چې" په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نه بلکې ګټې دایمې دي" طالبان د روسیې لپاره په ملګرو بدل شول. د طالبانو او روسانو ترمنځ لومړنۍ اړیکه د ۱۹۹۵ زېږدیز کال په ترڅ کې هغه مهال ټینګه شوه، چې طالبانو د ۷ تنو روسي وګړو لېږدوونکی هلیکوپټر کېناستو ته مجبور کړ او ضبط یې کړ، له دې پېښې وروسته ضمیر کابلوف قندهار ته سفر وکړ او د طالبانو له مشر ملامحمدعمر سره یې وکتل. خو خبرو کومه پایله ورنه کړه او روسي پیلوټانو الوتکه د عربي متحده اماراتو پر لور وتښتوله. له دې وروسته بیا د طالبانو او روسانو ترمنځ کومه اړیکه نه وه موجوده، خو د داعش له پیداکېدو وروسته د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې داسې ناتایید شوي رپوټونه ورکړل شول، چې د تاجکستان په یوه نظامي اډه کې د روسي چارواکو او طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ترمنځ لومړنۍ لیدنه شوې ده، خو طالبانو دا راپورونه رد کړل او وروسته ملا اختر محمد منصور هم ووژل شو.
له طالبانو سره د روسانو له لوري د اړیکو له دې نوي باب پرانېستلو مسکو څلور عمده موخې ترلاسه کول غوښتل:
لومړی: له طالبانو سره د اړیکو په ساتلو، روسیې غوښتل، لوېدیځ په تېره بیا امریکا متحده ایالاتو ته په ډاګه کړي چې د افغانستان چارو په اړوند بحثونو کې نه شي کولای مسکو له نظره وغورځوي. د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې له طالبانو سره د سولې پروسې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو، چین، پاکستان او افغانستان څخه یوه مشترکه ډله رامنځ ته شوه. پورته څلورو هېوادونو له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ناستې وکړې او دا هغه وخت و، چې روسیې احساس کاوه، چې څنډې ته شوې ده.
روسیې هم په یو بالمثل اقدام کې د روسیې، چین او پاکستان په ګډون، چې وروسته ایران هم ترې ملاتړ وکړ؛ یوه درې اړخیزه ناسته وکړه. اوس تازه مسکو د درې +څلور غونډې کوربه دی، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو پلاويو هم پکې ګډون کړی. په دې توګه مسکو، امریکا متحده ایالات دې ته متوجه کړل چې د سیمه ییز ائتلاف په رامنځ ته کولو سره کولای شي د افغانستان په قضیه کې نقش ولوبوي او حتی د لوېدیځ لپاره یو سرخوږ هم پیداکړي.
دویم: له طالبانو په ملاتړ، روسیه غواړي د امریکا او ناټو د ګټو په وړاندې خنډونه راپورته کړي. له ۲۰۰۱ زېږدیز کال تر نن پورې له طالبانو او القاعده سره په جګړه کې له ۲۳۰۰ زیات امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي او په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز د راپورونو له مخې روسیې او چین حتی د امریکایي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پیسې هم ورکولې، چې ولسمشر ټرمپ هم په دې اړه د معلوماتو لرل تایید کړل.
درېیم: له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ بل دلیل په افغانستان کې د داعش ډلې راپیداکېدل او نفوذ دی. دا چې داعش له افغانستان ورهاخوا د مرکزي اسیا د تصرف داعیه لري، نو د روسانو لپاره یو عمده خطر دی او طالبان د دوو دلایلو له مخې په دې برخه کې د روسانو لپاره مرستندویه ډله ګڼل کېږي. لومړی، طالبان د نړیوال جهاد داعیه نه لري، یوازې د افغانستان تر جغرافیې محدوده ادعاء لري او دویم، داعش د روسیې او طالبانو لپاره ګډ ګواښ دی.
څلورم: څرنګه چې د نشه یي توکو د قاچاق په برخه کې هم ورته اشاره وشوه، نشه یي توکي د روسیې لپاره بل ګواښ دی او عموماً په هغو سیمو کې تولیدیږي، چې د طالبانو تر نفوذ او کنټرول لاندې دي. له طالبانو سره د اړیکو ټینګښت له لارې روسان غواړي په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید مخه ونیسي یا یې تولید او قاچاق تر اکثر کچې راټیټ کړي.
پایله:
روسیې د یوه سیمه ییز او نړیوال قدرت او دغه راز د ختیځ او لوېدیځ د قواوو ترمنځ د توازن رامنځ ته کوونکي محرک په توګه تل د افغانستان په سیاسي تحولاتو کې (مثبته یا منفي) ونډه لرلې ده. په افغانستان کې هر ډول سوله او ثبات او د معادلې بدلون د روسیې همکاریو ته ضرورت لري ځکه افغانستان په تېرو څو پیړیو کې د سیمه ییزو او نړیوالو زبرځواکونو د ګټو د ټکر له کبله د سیالۍ او نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی. البته د پاکستان په څېر د افغانستان په معادله کې د روسیې اوسني سیاستونه په تېره د جنګیالیو ډلو له لارې د خپلو ګټو خوندیتوب د مسکو ستراتيژیکه تېروتنه ده. تېر حالات او اوسنی درې اړخیز فارمټ ( روسیه، چین او امریکا) ښيي چې افغانستان د تقابل او یوه او بل ته د ضربې رسولو پرځای، د تعامل او همکاریو لپاره وړ ځای دی.
د افغانستان د سولې په تړاو د متحده ایالاتو د نوي حکومت پالیسي هم د افغانستان په اړه پر نړیوالې، سیمه ییزې او د افغانستان پر داخلي اجماع متکي ده. ددې پالیسۍ پر اساس په لومړي قدم کې د مسکو کنفرانس له لارې یوه داخلي همغږي او نړیواله اجماع رامنځته کیږي، په دویم ګام کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د سیمې هېوادونه او متحده ایالات د افغانستان د سولې په اړه یوه سیمه ییزه همغږي رامنځته کوي، چې روسیه، چین، هند او ایران به پکې شامل وي. په درېیم پړاو کې د افغانستان د سولې خبرو د نهايي کېدو او راتلونکي تشکل په تړاو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کیږي، چې یوې نتیجې ته سره ورسیږي. د ترکیې ناسته د افغانستان د حکومت لپاره یو ښه فرصت دی، ځکه د دوحې مذاکرات یې د سولې پر خبرو اترو د قطر انحصار باله او غوښتل یې دغه خبرې اترې په یوه درېیم هېواد کې ترسره شي.
افغان حکومت او طالبانو دواړو په دې غونډو کې خپل ګډون تایید کړی. دا له ملاحظاتو سره سره، له نوي جریان او د متحده ایالاتو له ابتکار سره د دواړو خواوو یوځل کېدل دي. نوي درې اړخیز ابتکار ته په پام، چې په نړیوالې، سیمه ییزې او داخلي افغاني اجماع متمرکز دی، داسې برېښي، چې د سولې دغه پړاو خبرې به د دوحې تر مذاکراتو جدي او له نتایجو سره مل وي. افغان حکومت واردمخه د موقت حکومت رامنځته کېدل، چې ظاهرا مسکو او واشنګټن پرې رضایت لري، مخالفت ښودلی، خو له دې جریان سره په قوت حرکت کابل ته دا توان او فرصت ور کوي، چې په پریکړو، نتایجو او د هغو اندېښنو په رفع کولو کې ټاکونکی رول ولري، چې له حکومت او د افغانانو له یوې سترې برخې سره موجودې دي.
منابع او مأخذونه:
۱. اردستانی، احمد بخشایش؛ رویکرد سیاست خارجی روسیه از سال ۱۹۹۱ تا ۲۰۱۱؛ پژوهشنامه روابط بین الملل؛ پایګاه مرکز اطلاعات علمی جهاد علمی (۱۳۹۲)، دوره ۶، شماره ۲۴.
۲. سجاد پور، سید محمد کاظم و محمد تقی جهانبخش؛ سیاست امنیتی فدراسیون روسیه در قبال افغانستان نوین؛ فصلنامه مطالعات آسیای مرکزی و قفقاز؛ دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی(۱۳۹۲)، دوره ۱۹، شماره ۸۴.
۳. کولایی، الهه و عفیفه عابدی؛ مؤلفه های ژئوپولیتیکی سیاست خارجی روسه؛ فصلنامه ژئوپولتیک، سال چهاردهم (۱۳۹۷)، شماره اول.
۴. نوری، علی رضا؛ سیاست خارجی روسیه در دوره پوتین: " اصول و روند ها"؛ تهران: انتشارات دانشګاه جامع امام حسین، مرکز مطالعات راهبرد بین الملل؛ چاپ اول، ۱۳۸۹.
۵. نوری، علی رضا؛ تحولات مفهوم آمریکاستیزی در سیاست خارجی روسیه با تأکید بر سیاست خارجی پوتین؛ فصلنامه مطالعات راهبردی، سال یازدهم؛ شماره چهارم، زمستان ۱۳۸۷، شماره مسلل ۴۲.
۶. جلال، اجمل؛ آینده صلح در افغانستان: کشمکش های منطقوی و استراتیژی های جهانی؛ تحلیل: فصلنامه مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی افغانستان(CSRS)؛ سنبله ۱۳۹۸، کابل، شماره ۳۳۵.
7. Sangar, Kaneshko. Afghanistan’s significance for Russia in the 21st Century: Interest, Perceptions and Perspectives; De Gruyter Journal, IssNo:1803-3422. Vol.12, No.1