په تېرو څو لسیزو کې د هند او چین ترمنځ په جنوبي آسیا کې د ستراتیژیکو سیالیو په ډګر کې افغانستان استثنا ګڼل شوی و او د دې سیالیو برخه نه بلل کېده. نوي ډیلي په خپل ګاونډ کې د سریلانکا او نیپال برعکس، هیڅکله دا فکر نه و کړی چې په افغانستان کې دې برلاسی ځواک وي. په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان د امریکا متحده ایالاتو له برید وروسته، هند دې ته لیواله و چې د واشنګټن تر امنیتي چتر لاندې په کابل کې ځان ښکیل کړي او له دې ډیر خوښ و چې چین نه غوښتل په افغانستان کې ډیر ښکیل شي. ان داسې بریښیده چې د یوه سوله ییز او با ثباته افغانستان په تړاو د چین او هند ګډې هیلې دا امکان برابر کړی چې دواړه سیالان دې د افغانستان په باب په خپلو کې سره همکار شي.
خو اوس چې هند په همالیا کې د دواړو هیوادونو ترمنځ له وروستي پوځی تقابل راوروسته د چین په وړاندې خپل سیاست بیا ارزوي، په نږدېوخت کې د افغانستان په باب د دوی ترمنځ همکاري ممکنه نه بریښي. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات له افغانستان نه خپل عسکر باسي او سیمه ییز قدرتونه په افغانستان کې د پراخ نفوذ لپاره ځان تیاروي، هند د هر بل وخت په پرتله په افغانستان کې د چین د رول په تړاو اندیښمن دی.
بیجینګ د تیرو کلونو په خلاف د افغانستان د داخلي لوبغاړو په تړاو په خپل چلند کې تغییر راوستی او دلته ډیر ښکیل شوی. ددغه تغییر لوی لامل دا اندیښنې دي چې ګني له افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل کیدای شي د چین پر سرکښه سینکیانګ ایالت چې د واخان دالان په سیمه کې له افغانستان سره لنډ شانتي ګډ سرحد لري، اغیز وکړي. داسې بریښي چې چین اوس غواړي له افغانستان سره هغه پخوانی لرې والی ته شا کړي او دلته لا ډیر ښکیل شي.
لومړی دا چې، چین له طالبانو سره د دوامداره ډیپلوماتیکې راشه درشې په هدف له دې ډلې سره د اړیکو مهمې لارې پرانیستېاو ژمنه یې ورسره کړې چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې به سرمایه ګذاري کوي. د دېمحاصره کوونکې ډیپلوماسۍ معنا داده چې چین غواړيد کابل له راتلونکي حکومت سره د ګډ کار لپاره د کارنده اړیکو بنسټ جوړ کړي، داسې یو حکومت چې که ټول د طالبانو په لاس کې هم نه وي، خو دوی به یې یوه برخه وي.
چین هیله مند دی چې د دغه نوښت په مرسته به له طالبانو څخه امنیتی ژمنې ترلاسه کړي، په خاصه توګه د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې به د ځورول شویو آیغور لږه کیو د ځای په ځای کیدو مخه ونیسي. چین کولی شول چې په ۲۰۰۰م کال کې هم له طالبانو څخه د سیاسي ملاتړ په بدل کې له هغوی څخه ورته ژمنه ترلاسه کړي، که څه هم دوی هغه مهال هم په خپلو کې څه ناڅه دوه اړخیزې ژمنېکړې وې. د دوی ترمنځ دغه راز یوې تاریخی اړیکې ته په کتو، بیجینګ طالبانو ته د ګواښ په سترګه نه ګوري او باور لري چې که طالبان بیرته واک ته هم رسیږي نو چین کولی شي له دوی سره معامله وکړي.
په مقابل کې، هند له طالبانو سره رسمي چینل نه دی پرانیستی. د راپورونو په اساس، دغه هیواد له طالبانو سره د اړیکو ځینې نا مستقیم چینلونه کارولي، خو په دې نه دی توانیدلی چې په افغانستان کې د هند د پانګونې او ملکیتونو د امنیت خوندي کولو په باب له دې ډلې څخه اطمینان ترلاسه کړي او نه یې هم په دوی کې دا ظرفیت لیدلی. په حقیقت کې، لکه څنګه چې له کابل سره د پراخو پوځي مرستو په باب د هند له لویې ژمنې او دغه راز افغانستان ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال له سفره بریښي، نوی ډهلی د چین د محاصره کوونکې ستراتیژۍ بر عکس، دې ته لیواله دی چې په ښکاره له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي. مودي د فبروري میاشتې په لومړیو کې د افغانستان له جمهور رییس اشرف غني سره په ویډیو خبرې وکړی، او ژمنه یې وکړه چې د کابل په یوه څنډه کې به د ۲۳۶ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتوت د اوبو بند جوړوي.
د هند هره هغه هڅه چې وغواړي له طالبانو سره اړیکه جوړه کړي، پر دې ډلې د پاکستان د دوامداره نفوذ له امله له پیچلي وضعیت سره مخ کیږي. اسلام آباد چې په افغانستان کې د هند له پراخیدونکي حضوره په ویره کې دی، ډیر کله یې د حقاني شبکی په ګډون، له خپلو نیابتي ډلو څخه په افغانستان کې د هند پر اهدافو د بریدونو لپاره استفاده کړې. دا هغه ګواښونه دي چې هند ورسره مخامخ دی او په راتلونکي کې به لا پسې ډیر شي، خو چین له ورته یوه ګواښ سره نه دی مخ.
هند په افغانستان کې د چین په وړاندې د لوبې کولو لپاره څو محدود امتیازونه لري، دغو امتیازونو له هند سره مرسته کړې چې په ښه موقعیت کې پاتې شي او د خپلو ګټو د ساتلو ترڅنګ، په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.
دغه راز کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شي، نو چین کولی شي په پاکستان له خپل شته نفوذ څخه د یوه با نفوذه ډیپلوماتیک منځګړي په توګه استفاده وکړي. بیجینګ لا له پخوا د کابل او اسلام آباد په ګډون د درې اړخیز ستراتیژیک ډیالوګ لړۍ پیل کړې. د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د چین ښکیلتیا ته په کتو، دا هڅې څه نوې خبره نه ده: چینایي چارواکو په ۲۰۱۵م کال کې افغان حکومت او طالبان د خبرو په میز سره کینولاو په ۲۰۱۹م کال کې یې د ورته بین الافغاني خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ، خو وروسته بیا د امریکا د هغه مهال جمهور رییس، دونالد ترمپ په موقته توګه د سولې خبرې ودرولې. پخپله کابل هم په تېر کې بیجینګ ته مراجعه کړېڅو په اسلام اباد فشار راوړي چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.
په ورته مهال، هند د سولې له پروسې څخه په څڼډه کې پاتې شوی. په کابل کې د هند په اړه لوی حسن نیت نه دی توانیدلی چې د افغانستان په سیاسي ډګر کې د دغه هیواد لپاره متناسب موقعیت یقیني کړي. د یوه منځګړي رول له لوبولو د بې برخه کیدو ورهاخوا، حتی دا امکان هم شته چې د چین او پاکستان د ګډ فشار له امله هند لا ډیر ګوښې ته ټیل وهل شي. د نوي ډهلي د چارواکو به ۲۰۱۵ کال په زړه وي، کله چې غني هڅه وکړه څو له هند سره د افغانستان د راشه درشې کچه راټیټه کړي، ان د هند له لوريد اوږد مهاله پوځي مرستو لړۍ یې وځنډوله. د غني دې هڅو ته په هند کې په دې سترګه وکتل شول چې ګوندې غواړي پر طالبانو د فشار په هدف ځان چین او پاکستان ته نږدې کړي.
د افغانستان په مساله کې، د چین ډکو جیبونو د هند په وړاندې دغه هیواد ته امتیاز ور په برخه کړی. کلونه کلونه چین لیواله نه و چې د افغانستان په څیر بې ثباته چاپیریال کې د پام وړ سرمایه ګذاري وکړي او دغه شان کابل یې له خپلې خاورې بهر ستر زیربنایي پروګرام، یو کمربند او یو سړک له نوښت څخه ګوښه ساتلی و. وروسته بیا په ۲۰۱۶ کال کې افغان او چینایي چارواکو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ څو په خپلو کې زیربنایي همکاریو ته وده ورکړي او بیا په همدغه کال کې افغانستان په چین کې شته د آسیا له زیربنایي پانګونې بانک (AIIB) سره یوځای شو. له هغې وروسته د پنځو ملتونو ترمنځ د ریل پټلۍ په ګډون چې چین د قیرغزستان، تاجکستان او افغانستان له لارې له ایران سره نښلوي، د څو داسې پروژو شاهدان یو چې افغانستان د یو کمربند او یو سړک له نوښت سره یوځای کوي.
دغه راز بیجینګ د چین – پاکستان له سوداګریز دهلیز (CPEC) سره د افغانستان د نښلولو امکانات څیړي، هغه دهلیز چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زیربنایي پروژې پکې شاملې دي او د یو کمربند او یو سړک زرینه برخه بلل کیږي. پاکستان لا له پخوا د اګست میاشت کې له افغانستان سره پنځه سوداګریز بندرونه پرانیستي او ژمنه یېکړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د ریل پټلۍ رغوي.
د یو کمربند او یو سړک پروګرام په خپل ګاونډ کې د چین د نفوذ پراخیدو په تړاو د هند د اندیښنو په سر کې راځي. هند د چین په کچه د پانګونې وړتیا نه لري، خو دې ته اړ ایستل شوی چې په تیره لسیزه کې د افغانستان په سترو زیربنایي پروژو کې برخه واخلي. د شاتوت بند چې ټاکل شوې د کابل ۲ میلیونو اوسیدونکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي، هغه پروژه ده چې په همدې کلونو کې هند په افغانستان کې پیل کړې. سربیره په دې، د نوي ډهلي دا هڅې چې غواړيد پاکستان پرځای د ایران د چابهار بندر له لارې سمندر ته د افغانستان د لاسرسي لپاره یوه بدیله لار پیدا کړي، هم د تمې خلاف پرمختګ پکې نه دی شوی. تهران د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې نوی ډهلی د چابهار بندر له پروژی وویست او دلیل یې هم د دغې پروژې په مالي ملاتړ کې ځنډ بللی.
په ورته مهال، په افغانستان کې د چین اقتصادي فعالیتونو هند ته اندیښنه نه ده پیدا کړې ځکه د حکومت او طالبانو ترمنځ روانو نښتو ته په کتو، په دې اړه شک موجود دی چې افغانستان دې د چین لپاره یو اقتصادي لومړیتوب وي. حتی په ماضي کې هم د ورته دلایلو له امله د افغانستان د کاني زیرمو د ایستلو په برخه کې چین خپله پانګونه ځنډولې وه. ان داسې نښې نښانې هم شته چې اسلام آباد د چین تر پورونو لاندې له ډوبیدو ویرول شوی او بیجینګ به د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز له پروژې په شا شي.
په افغانستان کې د چین سیاسي ښکیلتیا هم خپل محدودیتونه لري. طالبان به په دې ونه توانیږي چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي، ځکه دوی د سولې اوږدو خبرو اترو په مهال هم د افغان حکومت په اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. دغه راز کابل هم د چین د منځګړیتوب په باب له احتیاطه کار اخلي، ځکه بیجینګ ونه توانید چې په ماضي کې د پام وړ لاسته راوړنه او تغییر رامنځته کړي.
خو لاهم دې محدودیتونو دا واقعیت نه دی تغییر کړی چې هند په افغانستان کې د چین په پرتله د لوبې کولو لپاره لږ وسایل په لاس کې لري او دې امتیازونو بیجینګ ته فرصت ورکړی څو د خپلو ګټو د ساتلو او خپل نفوذ د پراخولو لپاره په یوه ښه موقعیت کې پاتی شي. تر څو چې شخړه روانه وي، تر هغی به طالبانو او پاکستان ته د چین لاسرسی ډیریږيڅو دا ستراتیژیکه سیالي د ځان په ګټه وڅرخوي.