په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا د سپتمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته متحده ایالاتو راتلونکي لس کاله د "تروریزم عصر" په نوم یاد کړل، خو پر عراق د امریکا له برید او په منځني ختیځ کې د لویو امنیتي پیښو او په دغو پیښو کې د امریکا له ښکیلیدو سره، ظاهرا دا عصر تر ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰مو کلونو هم واوښت. واشنګټن په منځني ختیځ کې ټولې پوځي – امنیتي معادلې سره تړلې بولي او ددغو معادلاتو د حل لپاره یې د لوی منځني ختیځ (Great Middle East) په نوم یوه سیمه بیله کړې چې افغانستان هم په دغه پوځي – امنیتي جغرافیې کې شامل دی او متحده ایالات هر پنځه کاله دې سیمې ته یوه ځانګړی پوځي ستراتیژی جوړوي.
که څه هم افغانستان له جیوپولتیک او جیو اکونومیک اړخه کله په منځنۍ آسیا او کله هم په جنوبي آسیا پورې تړل کیږي او ډیر کله بیا پخپله افغانان افغانستان یوه بیله جغرافیا او د آسیا زړه په نوم یادوي، خو د منځني ختیځ له امنیتي وضعیت څخه د افغانستان متاثره کیدو ته په کتو، د امریکا متحده ایالاتو دا کرښې ایستل تر ډیره بریده د قناعت وړ دي چې افغانستان په لوی منځني ختیځ کې ور شامل کړي.
د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴مو کلونو ترمنځ چې کله د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) ډلې په منځني ختیځ کې سر راپورته کړ، په افغانستان کې هم ورته جریانونه رامنځته شول، خو د دغو جریانونو په اړه د افغان دولت او نړیوالو متحدینو استخباراتي ادارو دریځ دا و چې د منځني ختیځ داعشیانو او افغانستان کې تور پرچمو جریانونو ترمنځ هیڅ راز اړیکه او ورته والی نشته خو په هند کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۲۹مه د اسراییلو سفارت مخته چاودنه، چې اسراییلو په ایران پوری تړلې او جیش الهند ډله پکې په لاس لرلو تورنه شوې، په پاکستان کې د زینبیون جنګیالیو مشکوک فعالیتونه او د پنځو زینبیون جنګیالیو نیول کېدل او د افغانستان په مرکزی سیمو کې د ځینو مشخصو ډلو له لوري د افغان دولت د وسله وال ځواک پر وړاندې د تیرو دوو اونیو تحرکات ښیي چې حتی په منځني ختیځ کې د داعش ضد جبهې جریانونه په سیمه کې پراخ شوي او د یوې مذهبي ایډیالوژۍ د بقا او ګټو لپاره سر راپورته کوي.
فاطمیون، له سوریې تر افغانستانه
فاطمیون لوا چې ریښې یې ۱۹۸۰مو کلونو ته ورګرځي او په لومړیو کې د محمد قواوو او ابوزر کنډک په نومونو یې فعالیت درلود، په تیرو څلویښتو کلونو کې هیڅکله په بشپړه توګه د ایران اسلامي انقلاب له پوځي تشکیلاتو نه ده ایستل شوې او د عراق ایران جګړې، د افغان شوروي جګړې، د طالبانو او متحدې جبهې ترمنځ کورنۍ جګړې او د بشارالاسد رژیم د بقاء په څیر لویو اهدافو کې کارول شوې او ساتل شوې.
په ۲۰۱۹ کال کې کله چې د سوریې د جګړې اور په کمیدو و، په فاطمیون لوا کې د جنګیدونکو افغانانو شمیر له ۱۵۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ جنګیالیو ته رسیده. کله چې د جمهور رییس ټرمپ ادارې (۲۰۲۰ – ۲۰۱۶) په ۲۰۱۹ کال کې له سوریې څخه د امریکایي عسکرو د وتلو امر وکړ، نو ایران هم په سوریه کې خپل پوځي – استخباراتي حضور راکم کړ خو تهران له ۱۹۸۰یمو کلونو راهیسې هیڅکله له یوه بهرني پوځي ماموریت وروسته خپل بهرني نیابتي جنګیالي خپلې خاورې ته نه دي ستانه کړي، بلکې یا یې د هغوی تشکیلات راکم کړي او یا یې هم کوم بل ماموریت ته استولي دي. ځکه د ایران سیاسي نظام په کافي اندازه بې ثباته او د بهرني عامل له نفوذه متاثره دی.
د افغانستان د ملی امنیت ادارې پخواني رییس رحمت الله نبیل په دې باور دی چې له دغو ۲۰ زرو فاطمیون جنګیالیو، دوه نیم تر درې زرو هغه له ۲۰۱۹ کال وروسته افغانستان ته ستانه شول، خو د افغانستان د مسایلو په باب پیژندل شوی غربي محقق، انتونیو ګیستوزي دا شمیر ۴۰۰۰ یادوي او د څیړنو په پایله کې یې موندلې چې ډیری دغه جنګیالي د افغانستان په مرکزي سیمو، بلخ او هرات ولایتونو کې ځای په ځای شوي او د راتلونکي ماموریت د پیل لپاره د ستراتیژیک سکوت دوره تیروي.
د فاطمیون له قوماندانانو سربیره چې کلونه کیږي د ایران په کردستان ولایت کې په پوځي اډو کې پراته دي، د دغې لوا تازه دمي جنګیالي په ۲۰۱۳ کال کې سملاسي د افغان کارګرو له منځه د ایران له ښارونو جلب و جذب او یا هم د حبس د بښلو په بدل کې د ایران له زندانونو آزاد او سوریې ته واستول شول. دغه جنګیالي په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د پوځ په کمپونو کې د وسلې د استعمال په برخه کې له دوه اونۍ روزنې وروسته، ظاهرا په سوریه کې د مذهبي ځایونو د امنیت ساتنې په هدف دغو سیمو ته واستول شول. د پوځي روزنې په دغو کمپونو کې تر ډیره روسي روزونکي، په ځانګړې توګه د روسیې ځانګړي ځواکونه او د واګنر روسي امنیتي کمپنۍ قراردادي روزونکي د جنګیالیو په روزنه بوخت وو. د ایران پوځي – استخباراتي قوماندانانو د فاطمیون جنګیالیو ته ځکه د باور وړ او راز ساتونکي ځواک په سترګه نه کتل، چې دوی د مادي مزد او یا د جبر له مخې د حبس د بښلو په بدل کې جګړې ته غاړه ایښې وه. له ځانګړو قوماندانانو پرته، فاطمیون جنګیالیو اجازه نه درلوده چې په حلب، هما، لاذقیه، دمشق او حُمس ښارونو کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) لویو کمپونو ته ورشي، بلکی د دغو ښارونو مذهبي ځایونو ته نژدې په وړو کمپونو کې ځای په ځای وو. د فاطمیون لوا غړي ډیر کله ان د ایران انقلاب ساتونکي ځواک له سترګو پناه د روسي ځواکونو له لوري د پیسو په بدل کې د روسیې په ګټه په ځینو پوځي فعالیتونو کې کارول کیدل، خو دا د فاطمیون لپاره له تلفاتو ډک ماموریت و، ځکه روسانو له دغو جنګیالیو نه د امریکایي اهدافو پر وړاندې استفاده کوله. خو دې پټو اړیکو د فاطمیون ټیټ پوړو جنګیالیو او مسکو ترمنځ نوي اتحاد ته هم لاره پرانیسته، او هغه د افغانستان د جګړې جبهه وه.
د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې امریکایي رسنیو د ځینو استخباراتي سرچینو په حواله وویل چې د طالبانو د نفوذ په سیمه کې ځینو جنګیالیو له روسیې څخه د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې امریکایي پوځيان وژلي او پر امریکایي اهدافو یې بریدونه کړي. دا بریدونه تر ډیره د افغانستان په شمال کې د بلخ په ګاونډیو ولایتونو کې شوي وو، چیرته چې د ګیستوزي د څیړنو په اساس زیات شمیر فاطمیون جنګیالي ځای په ځای شوي. له ۲۰۱۴ کال وروسته د روسیې استخباراتو هم په دغو سیمو کې خپل نفوذ پراخ کړ، ځکه د مسکو ادعا دا وه چې داعش جنګیالي د افغانستان له ختیځه شمال ته د تګ په حال کې دي او د روسیې د بی ثباته کولو اجنډا پر مخ وړي.
په سیمه کې د ایران نفوذي ډلې، له دوو ادرسونو د دریو اهدافو لپاره
د افغانستان د استخباراتي ادارو له سترګو پټ په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان مرکزي سیمو ته د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د اوسني مشر، اسماعیل قآني سفر په افغانستان کې د ایران نفوذ او ښکیلیدو ژورتیا ښیي. خو په سوریه کې د ایران په ګټه د پاکستاني جنګیالیو ذینبیون او افغان جنګیالیو فاطمیون اتحاد د سیمې لپاره نوی سرخوږ پیدا کړی. اوس مهال ذینبیون جنګیالي د پاکستان په کراچۍ ښار، کورمې اجنسۍ، کوټې او ګلګت بلتیستان کې میشت دي او د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو سلفي ډلو سره یې مذهبي مخالفت پیل او فزیکي نښتې یې هم ترمنځ شوې دي. د مذهبي اورپکو دا کرښه په کراچۍ کې نه ختمیږي، بلکې ان د هند تر ښارونو رسیدلې، چیرته چې د جیش الهند شیعه ډلې په هند کې سرراپورته کړی او لومړنی ګزار یی هم د اسراییلو پر سفارت و.
روسیه او ایران له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل غواړي، خو توپیر یې دا دی چې روسیه د مشروط او تدریجي وتلو غوښتنه لري. ایران چې په وروستیو میاشتو کې د اسراییلو او ځینو عربي هیوادونو ترمنځ د ابراهیمي تړون له عواقبو په ویره کې دی او د منځني ختیځ په هیوادونو کې د اسراییلو د استخباراتي جال غوړیدو یې ګټې او نفوذ له خطر سره مخ کړی، غواړي د هند له آدرسه د اسراییلو، د پاکستان له آدرسه د سعودي عربستان او د افغانستان له آدرسه د امریکا له ګواښه ځان وژغوري او ددې کار لپاره د جیش الهند، فاطمیون او ذینبیون ډلې مناسبې نیابتي وسیلې دي.
جوبایډن لا دمخه روسیې ته ګوت څنډنه کړې چې د مسکو په وړاندې د ټرمپ ادارې بې غوري نشي هیرولی او جبران به یې کړي. په دې بې غوریو کې د امریکا استخباراتي ادارو هغه راپور هم شامل دی چې ویلي و "د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې جنګیالیو د روسیې د نغدو پیسو په بدل کې امریکایي عسکر وژل". بل دا چې د بایډن دفاع وزیر لویید استن له افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل له وخته دمخه او په شرایطو پورې تړلي بولي او ناټو سازمان چې ځواکونه یې د روسیې سنتي سرحد ته نژدې، د افغانستان په شمال کې میشت دي، تر راتلونکو دریو اوونیو په افغانستان کې د خپل اوږدمهالي حضور په تړاو پریکړه کوي. مسکو چې په سوریه کې یې فاطمیون جنګیالیو ته د روسي وسلو او پوځي تجهیزاتو د کارولو روزنه ورکړې او د فاطمیون د انشعابي جنګیالیو ترمنځ د پام وړ نفوذ لري، د افغانستان د جګړې په دې ګرم بازار کې مناسبه نیابتي وسیله په لاس کې لري.
طالبان، فاطمیون او ذینبیون
جواد ظریف لاهم طالبان یوه ترهګره ډله بولي او وجه یې د طالبانو د حکومت په مهال په بلخ کې د ایراني ډیپلوماتانو وژل ښیي، خو دښمن یې نه بولي او په تیرو شپږو میاشتو کې تهران دوه ځلې د طالبانو د پلاوي کوربه و. طالبان د ۱۹۹۵ کال محمد قواوې چې اوس فاطمیون بلل کیږي، ځکه دښمنه ډله بولي چې په ۱۹۹۹ کال کې یې په بلخ کې د ایراني ډیپلوماتانو د وژلوپه غچ کې په بامیانو او هرات کې څه باندې پنځوس طالبان په غلچکي بریدونو کې ووژل. ایران هڅه کوي چې د فاطمیون او طالبانو ترمنځ وحدت رامنځته کړي، او طالبانو ته یې ویلي چې د دوی او فاطمیون هدف یو دی، "امریکا دې له سیمې ووځي" او دا به د طالبانو ایده ال (اسلامي) حکومت رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړي، خو طالبان له فاطمیون سره له ګډ کاره ځکه ویره لري چې سعودي عربستان لا دمخه پر اسلام اباد فشار زیات کړی او ان خبرداری یې ورکړی چې په کراچۍ کې د فاطمیون لوا د خواخوږو، ذینبیون فعالیت کولی شي د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچی کې وضعیت خراب کړي او په بدل کې یې د ایران چابهار بندر غوړیدا ته زمینه برابره کړي. پاکستان هم یواځې په تیره یوه میاشت کې د ذینبیون پنځه مهم غړی نیولي.
پایله
په یوویشتمه پیړۍ کې په نړۍ کې جګړه د خصوصي کیدو پر لور روانه ده. امریکا متحده ایالاتو د بلک واټر په ملاتړ د افغانستان او عراق په جګړو کې هغه تکتیکونه وکارول چې د جګړې د نړیوالو قوانینو نقض بلل کیږي. روسیه له هیڅ راز پوځي – امنیتي توافق پرته په سوریه او لیبیا کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره واګنر امنیتي کمپنۍ د نایب پوځ په توګه کاروي. د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي په ۲۰۱۶ کال کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک قوماندانانو ته په وینا کې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې "د ایران په ښارونو کې د جګړې د اور بلیدو د مخنیوي لپاره باید د ایران له پولو بهر وجنګیږي او دښمن د ایران له پولو بهر په جګړه کې ښکیل وساتي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ۲۰۲۰ کال په دسمبر میاشت کې له طلوع نیوز سره په مرکه کې په ښکاره د فاطمیون له ډلې ملاتړ وکړ او افغان حکومت ته یې وړاندیز وکړ چې د خپلې بقاء لپاره له فاطمیون ډلې ښه استفاده کولی شي. د جواد ظریف اشاره ظاهرا د فاطمیون په څیر نیابتي ډلو په ګډون د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو له لارې د بشارالاسد حکومت ژغورل و.
په سیمه کې وروستیو پیښو او د تازه اورپکو ډلو راټوکیدو ته په کتو، د ایران د تیرو کلونو د ادعا خلاف چې ویلي یې و، نه غواړي مذهب د وسیلې په توګه وکاروي او د اورپکو ډلو په وسیله خپله سیاسي – مذهبي ایډیالوژي نورو هیوادونو ته خپره کړي، اوس تهران له امریکا او اسراییلو سره خپله دودیزه دښمني د منځني ختیځ له پولو بهر، په منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او د اسیا په زړه افغانستان کې پالي، او هغه هم د هغو بومي نیابتي ډلو په وسیله چې په سیستماتیک ډول له منځني ختیځ څخه په مستیقم ډول خپلو متبوعه هیوادونو (افغانستان، پاکستان، هند) ته ستنې شوې؛ چیرته چې د ایران دریواړه سنتي دښمنان، امریکا، اسراییل او سعودي عربستان ستراتیژیکې ګټې لري.