غورچاڼ: د سولې ژورنالیزم له ۱۹۹۰یمو کلونو راهیسې د سولې د فعالانو، رسنوالو او خبریالانو ترمنځ د بحث مهمه موضوع ده. د ګالتونګ د سولې ژورنالیزم له اصطلاح نه شاوخوا درې لسیزې اوړي، خو ایا په رسنیز ډګر کې دې خبریالۍ ته کافي پام شوی؟ د تېرو ۳۰ کلونو په بهیر کې، چې د سولې خبریالۍ پر دود کولو تمرکز شوی، په نړۍ کې د جګړو او شخړو کچه لوړه شوې او رسنیو ددغو شخړو په پوښښ او ګرمښت کې ټاکونکی رول لرلی. د سولې خبریالۍ د موډل اصلي هدف د پېښو سوله محوره پوښښ دی. د جګړې خبرونه لاهم د مخاطبانو پام ور اړوي او لاهم د خبرخونو د ورساتو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري. د سولې د کارپوهانو په باور، د سولې خبرې ډېر وخت پیچلې، بې نتیجې، تکراري، ستومانوونکې او د بندو دروازو ترشا وي، خو خبریالان د خبرونو لپاره په ساده ټکو کې نوي او چټک معلومات غواړي. د سولې ژورنالیزم دغو اړتیاوو ته څه ځواب وايي؟ په دې مقاله کې د نړۍ او افغانستان اوسمهالي وضعیت ته په پام د سولې خبریالۍ پر ارزښت خبرې شوې او په دې تمرکز شوی، چې د سولې انساني اړتیا او ارزښت ته په کتو ولې له ساړه هرکلي سره مخ ده. دغه راز د جګړې له خبریالۍ سره یې هم یوه لنډه پرتلنه شوې ده. دلته مو دا هم څیړلې، چې څنګه د سولې او خبرو اترو په اوسمهالي چاپیریال کې رسنۍ د سوله ییز ذهنیت په رامنځته کولو کې مرستندویه رول لوبولی شي.
کلیدي ویونه: سولې ژورنالیزم، سولې خبریالي، جګړه، شخړه، افغانستان، ګالتونګ
د سولې خبريالۍ مفهوم
د سولې ژورنالیزم په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې د ژورنالیزم د یوې نوې برخې په توګه په پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو کې د پام وړ وګرځېد. په دې خبریالۍ کې د جګړې د انتقادي او تحلیلي رپورټنګ لپاره خبریالانو او ایډیټرانو ته عملي پلانونه او انتخابونه او د تحلیل معیارونه ورکول کیږي. ګالتونګ چې په ۱۹۵۰ کال کې یې د لومړي ځل لپاره په اوسلو کې د سولې مرکز (PRIO) بنسټ کېښود، د سولې خبریالۍ بنسټګر بلل کیږي. ګالتونګ د سولې ژورنالیزم په اړه په دې نظر دی، چې رسنۍ د جګړو د پوښښ پرمهال ګڼې تیروتنې کوي، چې د مخاطبانو پر درک، عامه افکارو او د جګړې او تاوتریخوالي پر غځېدو ژور اغیز لري. د هغه په باور، «رسنۍ د سیمې د جګړو او کړکیچونو په اړه اطلاعات ور کوي، خو د هغو تاریخچې/شاغالي ته هیڅ اشاره نه کوي؛ ډیری جګړې داسې ښودل کیږي، چې د دوو اړخونو ترمنځ دي، خو د بهرنیو پېچلو عواملو په اړه یې هیڅ نه ویل کیږي».
د ګالتونګ موډل له خبریالانو غواړي چې د تاوتریخوالي او جګړې شاوخوا وڅیړي؛ د شخړې اې بي سي وګوري، چلندونه، لیدلوري، ټکرونه او د خشونت عوامل وڅیړي. د سولې خبریالي له خبریالانو غواړي چې د پېښو ټولې خواوې بوختې کړي او د هغوی ترمنځ د اړیکو او رغوونکي ډیالوګ سبب وګرځي، نه د نزاع او شخړې؛ هغه غږونه ومومي، چې د ستونزې اساسي او اصلي حل لارې ته کار کوي. د سیاسي او تحلیلي خپرونو په کرکټرونو کې تنوع راولي، یوازې په څو کسانو اتکاء ونه کړي یا داسې کسان او موضوعات د بحث کرکټر او محور ونه ګرځوي، چې د شخړې له تودیدو سره مرسته کوي. د پېښو او مسایلو د پوښښ پر ابعادو فکر وکړي، چې ټولنې ته یې څومره ګټه او څومره زیان دی.
د سولې او جګړې خبریالۍ تیورۍ
تاوتریخوالی معمولا په داسې چلند اطلاق کیږي، چې نورو ته پکې فزیکي، یا رواني زیان رسیږي.
ګالتونګ وايي، هر شی، چې د بالقوه ( حالاتو) او بالفعل ( انسان) ترمنځ فاصله ډېروي او ددې فاصلې د کمولو مانع ګرځي، خشونت دی. ګالتونګ درې ډوله تاوتریخوالی را پيژني. یو مستقیم تاوتریخوالی دی، چې د تشدد مستقیمې پېښې(وژنې، ورانکارۍ، اختطاف او دې ته ورته نور )پکې شاملیږي. دویم جوړښتي یا سټرکچرل تاوتریخوالی او درېیم، فرهنګي تاوتریخوالی دی. په جوړښتي تاوتریخوالي(Structural violence) کې ښايي خلکو ته غیر مستقیم زیان ورسیږي او هغوی خپلو اساسي اړتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ کړي. دا ټولنیز مخالفت، تبعیض، حاشیه کول، توکم پالنه او اقتصادي بې عدالتي کیدای شي. د ګالتونګ په باور، سټرکچرل تاوتریخوالی د انسان اساسي اړتیاوې اغیزمنوي. درېیم ډول تاوتریخوالی فرهنګي (cultural violence)بولي، چې په هغه کې فرهنګي او کلتوري اړخونه، هویت، مذهبي ارزښتونه، ایډیالوژي، ژبه، هنر، تجربوي او رسمي علوم شاملیږي، چې د مستقیم او سټرکچرل تاوتریخوالي لپاره ترې ګټه پورته کیږي. د فرهنګي تاوتریخوالي مطالعات ښيي، چې جوړښتي تشدد ته د مستقیم تاوتریخوالي لارې چارې مشروعیت وربښي او په پایله کې دا ډول خشونت په ټولنه کې منل کیږي. سټرکچرل تاوتریخوالی د هغو ټولنیزو شرایطو را سپړل دي، چې د افرادو او یا ډلو د زیان سبب ګرځي. د ګالتونګ په باور، محرومیت او جوړښتي تشدد په یوه ناانډوله قدرت او چاپیریال کې را ټوکیږي. مثلا، په سریالونو او ډرامو کې په پګړۍ او واسکټ کې د ځانمرګي بریدګر تمثیل، یا د یوه منفي کرکټر لپاره د یوې مشخصې قبیلې او قوم د فرهنګي ارزښتونو، دود، دستور او لباس انتخاب په ټولنه کې جوړښتي یا سټرکچرل او فرهنګي تاوتریخوالي ته زمینه برابروي. دا مسایل مستقیما له جګړې سره تړاو لري، ځکه په جګړه کې ځانمرګی کیږي، جنګیالي په یوه مشخصه ژبه غږیږي، په خت او پرتوګ ملبس ږیرور ټوپک پرغاړه ګرځي او په پګړیو کې بم او بارود انتقالیږي. په رسنیو کې د جګړې د کرکټر دغسې ننداره له فرهنګي او سټرکچرل تاوتریخوالي سره لویه مرسته کوي. په پایله کې خلک په ادارو کې ترټل کیږي، عدالت او خپلو حقونو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ وي او د محرومیت کچې په لوړېدو سره د عقدو او شخړو سبب کیږي.
په جوړښتي یا سټرکچرل تاوتریخوالي کې جوړښتونه د تاوتریخوالي لامل ګرځي. سټرکچرل تاوتریخوالی پټ تاوتریخوالی دی، مستقیم فاعل او عامل نه لري، نو له همدې امله ډېر وخت د پام وړ نه ګرځي، خو ورو ورو فزیکي تاوتریخوالي ته نږدې کیږي. د افغانستان په ټولنه کې سټرکچرل تاوتریخوالی خورا پراخ دی. ددغو تیوریو او سولې ژونالیزم ترمنځ روښانه اړیکه ده. د سولې ژورنالیزم باید یوازې د مستقیم تاوتریخوالي پرځای، چې ددغو شرایطو زیږند دی، پر توکمي تبعیض، ژبني تبعیض، اقتصادي او نورو اړوندو مسایلو باندې بحث وکړي. اوس دا د سولې خبریالۍ مسوولیت دی، چې د فرهنګي تاوتریخوالي په تړاو په ټولنه کې بحث را پورته کړي او مخه یې ونیسي.
د چوکاټ بندۍ (framing) نظریه
لینچ او مک ګولډریک په دې باور دي، چې د جګړې/ سولې خبریالي په تیوریکي لحاظ د چوکاټ بندي تیوري (framing theory) له خوا حمایه کیږي. دوی، فریمنګ د اړیکو له جوړښت، ژبې، تصویر، ویډیو، پیغام رسوونکو وسایلو او د معلوماتو له تفسیر او ډلبندۍ سره تړي. د چوکاټ بندۍ مفهوم په ۱۹۷۲ کال کې ګریګوري بټسن مطرح کړ. فریمنګ د ټولنپوهنې او او ارتباطاتو د نظریې په توګه په دې تمرکز لري، چې څنګه د رسنیو یوه خاصه برخه محتوا په یوه بېل قالب او کڅوړه(Package) کې وړاندې کیږي؛ داسې، چې د مطلوبو، مشخصو او ټاکلو تعبیرونو، تفسیرونو امکان رامنځته کوي او نور تعبیرونه له منځه وړي. چوکاټ بندي یا اوډون د متن او اطلاعاتو ترمنځ هغې رابطې ته اشاره کوي، چې په اذهانو کې یوه خاصه معنا را وټوکوي، یا د خلکو پر انتخابونو اغیز پریباسي. په حقیقت کې رسنۍ پېښو او موضوعاتو ته بڼه او چوکاټ ور کوي. داسې لکه یو عکاس چې عکسونو ته فریمونه او چوکاټونه جوړوي. د چوکاټ بندۍ(framing) اصطلاح په لویه کې د خبریالانو له خوا د خبرونو د وړاندې کولو تګلارو ته اشاره کوي او په دې ټینګار کوي، چې خبرونه باید په مخاطبانو کې له شته تعبیرونو سره سم هغوی ته وړاندې شي. معمولا دولتونه، ډلې او د واک او قدرت محورونه لومړی د بشري حقونو په سرغړونه، دیکتاتورۍ او ترهګرۍ تورنیږي او عامه افکار د جګړه ییزو تګلارو د ملاتړ لپاره هڅول کیږي. پر رسنیو سیاست، پوځ او جګړه ییز اقتصاد ته د نږدې مخکښانو د اغیز له امله ډېر کم دا فُرصت موندل کیږي، چې په نړیواله کچه د دغو هېوادونو پوځي سیاستونه نقد شي او خبري اطلاعات د عمودي پرځای افقي جریان ومومي. د ارتباط حق (The Right to Communicate) تیوري بنسټګر او فرانسوی ټولنپوه ژان د.ارسي وايي، چې پر مخاطبانو د خبر عمودي ماهیت یا د باران په څېر ورېدل ښه نه دي، ځکه د خبرونو او اطلاعاتو دغه جریان د اختلافاتو اصلي محور جوړوي. د هغه په باور، د ارتباط حق افقي دی. عمودي جریان معمولا د ځواک د څښتنانو پر ګټو راڅرخي. سیو(Seow) او مسلګ (Maslog) وايي، چې د سولې او جګړې دواړو خبریالۍ په فریمینګ اتکاء کوي.
د جګړې په اړه د ګالتونګ او نول موډلونه
ګالتونګ د شخړې یو درې اړخیز موډل وړاندې کوي،چې دده په باور د شخړې حل لاره ده. د نوموړي په باور، جګړه د چلند، فرضیو او لیدلوريو ( احساساتو) او تضادترکیب دی، په داسې حال کې، چې چلند عنصر بیانیه او فرضیې- لیدلوري او تضاد پټ اړخونه دي. شخړه د یوه مثلث په شکل رامنځته کیږي او د هغوی (دریواړو زاویو) ترمنځ جریانات او فعل او انفعالات وي، چې د ټولې شخړې ډاینامیک طبیعت را ښيي. د ګالتونګ په وینا، شخړې اورګانیکې بریښي له همدې امله د ژوند خپله دوره (lifecycle) لري. یانې حتما پای ته رسیږي. د جګړې د پیل او شدت په تړاو مختلفو تعریفونو ته چې وګورو، موږله یوه مدیریت وړ پړاو نه غیر کنټرولي یا ناسور حالت ته د شخړې د رسېدو شاهدان یو. په دې پړاو کې به د ښې پایلې هیله دا وي، چې ښکیلې خواوې هرڅه سره ټول کړي او هغې نقطې ته را شي، چې جګړه له هغه ځایه پیل شوې. خو مخکې له دې، چې جګړه خپله د ژوند دوره (lifecycle) طی کړي، ولې مخکې پای ته ونه رسیږي؟
دوګلاس نول د جګړې د شدت پنځه پړاوونه په ګوته کوي، چې هر یو یې خپلې ځانګړنې لري. هغه استدلال کوي، چې د جګړې له شدت سره هممهاله ښکیلې خواوې غواړي داسې چلندونه وښيي، چې د اندېښنو له لارې شاته تګ پکې را برسیره کیږي. د نول له نظره، لومړنی پړاو د عادي ژوند یوه برخه ده چې افراد پکې د عیني حل لارو لپاره د مختلفو همکاریو په لټه کې وي. که په دغه پړاو کې حل لاره ونه موندل شي، په تیره چې یو اړخ پر خپلو باورونو ټینګ ولاړ وي، شخړه لا ډیریږي. په دویم پړاو کې ښکیلې خواوې د همکارۍ او سیالۍ ترمنځ په یوه ګډوډ حالت کې وي او هر اړخ کوښښ کوي، چې د کمزوري نه بریښېدو لپاره هرڅه ته لاس واچوي. د تبلیغ یوه ستره وسیله یې رسنیز تبلیغات دي. په درېیم پړاو کې ښکیل اړخونه په دې فکر کې وي، چې د ګډ حل فرصتونه مخ پر تمامېدو دي. تعامل خورا سختیږي. کله چې شخړه څلورم پړاو ته رسیږي، دواړې خواوې د یوه او بل پر لیدلوریو پوهیږي، خو نور د بل چا د افکارو، احساساتو او حالاتو په نظر کې نیولو توان نه لري. خو که دلته خبره سره راټوله نه شي، جګړه په شدت سره زیاتیږي. په پنځم او نهايي پړاو کې نول وايي، چې جګړه یوه افسانه یي بڼه غوره کوي چې یونیم ځل پکې ښکیلې خواووې د مطلق قدرت وهم اخلي. دا وهم په څه سره کمېدای شي؟ دا مهمه پوښتنه ده، ځکه د جګړې د اړخونو په بریالي او کمزوري ښودلو، یا مطلق قدرت د وهم په رامنځته کولو کې تر ټولو ستر رول د جګړه ییزې خبریالۍ دی. څومره، چې د سولې پر خبریالي، چې د بریالي او ناکام اجنډا او نظریه نه لري، تمرکز کیږي، هومره د شخړې د پنځم پړاو ( د مطلق قدرت وهم) شدت ورسره کمیږي او ورو ورو خبرو اترو او سوله ییز حل ته نږدې کیږي.
د اجنډا برابرولو (Agenda Setting) تیوري
ډېر وخت د خورا مهمو پېښو پرمهال رسنۍ سکوت کوي او په نورو حاشیوي مسایلو بوختې وي. دوی د مخاطبانو د بوختیا لپاره خپل موضوعات ټاکي. دې ته اجنډا جوړول (Agenda Setting) وايي. دغه تیوري د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ کال کې مکسویل مک کومبس او ډونالډ شاو رامنځته کړه. هغوی په شمالي کارولینا کې د امریکا د ۱۹۶۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ومونده، چې خلک هغو مسایلو ته ارزښت او لومړیتوب ور کوي، چې په رسنیو کې پرې تمرکز کیږي. دا تیوري په دوو فرضیو ولاړه ده. لومړی دا، چې موږ څه وینو رسنۍ یې فلټر کوي، بڼې ور کوي او وروسته یې مخاطبانو ته کیسې کوي. د بیلګې په توګه، د سولې خبرو اترو په وخت کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د تلین پر سر شاوخوا دوه اوونۍ جنجالونه او شخړې. دا د عامه اجنډا او ولسي اجنډا سیټنګ دواړو ترکیب دی، چې پر سیاسي اجنډا برابرولو (Policy Agenda setting) هم اغیز پریباسي. دویمه فرضیه داده، چې څومره رسنۍ یوې موضوع ته ډېر ارزښت ور کوي، خلک هم فکر کوي، چې همدا مساله مهمه ده. په بله وینا، رسنۍ موږ ته نه وايي، چې د یوې پېښې یا موضوع په اړه باید څه فکر او انګیرنه ولرو، بلکې موږ ته ځانګړي خبرونه او مسایل را کوي، چې خلک باید په دې اړه ډیر فکر وکړي. لویدیزو رسنیو د ترهګرۍ ضد جګړې پرمهال تر ټولو ډیر تمرکز پر جګړې درلود، خلک هم له دغه بهیر سره یوځای پرمخ تلل، خو شل کاله وروسته، چې سوله انتخاب دی، همغه رسنۍ سولې ته تبلیغ کوي.
اجنډا سیټنګ درې ډولونه لري. لومړی، عامه اجنډا ده. خلک خپله فکر کوي، چې کومه موضوع دوی ته مهمه ده. دویم، رسنیزه اجنډا سټنګ ده، چې رسنۍ د یوې موضوع پر ارزښت تمرکز کوي او درېیم، سیاسي اجنډا سیټنګ دی چې د عامو خلکو او رسنیو اجنډاوې پکې د سیاستوالو پر سیاستونو او پالیسۍ جوړونې اغیز شیندي. په رسنیو کې داجنډا سیټنګ مساله د نورو وختونو په پرتله په جګړه ییزو حالاتو کې ځانګړی ارزښت پیدا کوي. د سپټمبر له ۱۱مې نېټې وروسته د ترهګرۍ ضد جګړې په چټکتیا، د پېښو او جګړه ییزو کرکټرونو په صعود او نزول او په دې جګړه کې د امریکا له ښکیلتیا نه د ملاتړ په هدف د امریکايي او نړیوال ذهنیت په جوړولو کې د لویدیزو رسنیو رول خورا ټاکونکی و. د ژورنالیزم یو شمېر څیړونکي په دې باور دي، چې رسنۍ یوازې مشاهده نه کوي، بلکې په جګړه کې برخه اخلي. په غربي لیبرال ډیموکراسیو کې رسنۍ تر یوه بریده له سازماني خپلواکۍ نه برخمنې وي خو هغوی واکمنې رسنۍ(Dominance Media) دي او په سیسټماټیک ډول له واکمنو سیاسي او اقتصادي حکامو نه د امتیاز اخستلو په لټه کې وي . دغسې خبري رسنۍ له واکمنو سیاستونو سره همغږې پرمخ ځي.
د ژورنالیزم څیړونکي په دې باور دي، چې هیڅ بې اجنډا خبر (agenda-free) نه جوړیږي. هر خبر د اجنډا پر اساس جوړیږي او تولید کیږي. دا د سولې او جګړې دواړو خبریالۍ په برخه کې کاریږي.
د سولې او جګړې خبریالۍ پرتلنه
د ګالتونګ د سولې موډل د سولې او جګړې ژورنالیزم پر اساس رامنځته شوی. په دې موډل کې څلور اصلي ټکي دي: د جګړې خبریالي په تاوتریخوالي، پروپاګند، مخکښپالنې(elitism) او بري ولاړه ده. دغه تګلاره ډیری د بریالي او ناکام یا غالب او مغلوب په نتیجې منتج کیږي، چې غالب او بریالی کس هرڅه له ځان سره وړي. په دې توګه د جګړې خبریالي د جنګ له دود کولو، د شخړې له سختېدو او پراخېدو سره مرسته کوي. د سولې خبریالۍ د پلویانو په باور، دا ډېر انساني حالت دی، چې خبریالان د سولې په تبلیغ کې بوخت شي، نه د جګړې. دا یو اګاهانه انتخاب دی: مخاطبانو ته د نورو انتخابونو ورکول، د حل لارې وړاندې کول، پر حقایقو تمرکز د سولې خبریالۍ بنسټ جوړوي. په حقیقت کې پر هغو مسایلو تمرکز کوي، چې ښايي د جګړې اړخونه یې د پټولو هڅه کوي.
د سولې ژورنالیزم د پلویانو په باور، د سولې ژورنالیزم یوه اصولي تیوري ده او خبري رسنۍ د شخړو د سوله ییز حل توان او وړتیا لري. ګرینسلیډ د. لینچ او مک ګلدریک په خپل کتاب «د سولې خبریالي»کې لیکي، چې که رسنۍ د جګړې پارولومرکز وي، له منطقي نظره دوی د سولې رامنځته کولو برخه کې د کتالیست رول هم لوبولی شي. د جګړې خبریالي پاروونکې، راښکونکې، او د ورځپاڼې د تیراژ لوړولو او ټلویزیون او راډیو د مخاطبانو ډیرولو وسیله ده. له همدې امله ګالتونګ د سولې او جګړې خبریالۍ ترمنځ د انډول په هدف، د سولې ژورنالیزم د ټولنې اړتیا ګڼي. د ګالتونګ نظریه د سولې خبریالي له روغتیا سره پرتله کوي. روغتيايي خبریال د ناروغ پر وضعیت غږیږي؛ د ناروغۍ پر عواملو تمرکز کوي او د ناروغ د رغیدو هیله کوي، نه د مرګ. جګړه هم ناروغي ده، چې انسانان وژني. ولسفلډ د سولې بهیر او خبریالۍ ترمنځ جوړښتي یا سټرکچرل ناهمغږۍ ته اشاره کوي. د سولې خبرې ډیری د تړلو دروازو ترشا وي او دا هغه ژورنالیستان مستثنی کوي، چې د سولې په اړه معلومات غواړي. هغه وايي، « د سولې خبرې پیچلې دي، خو خبریالان د خبرونو لپاره په ساده ټکو کې معلومات غواړي. پر دې سربیره ، ډیر مذاکرات په مکررو او بې نتیجې ناستو ستومانوونکي کیږي، خو خبریالان د خپلو خبرونو لپاره نويو پاروونکو څیزونو او شخړو ته ضرورت لري».
د سولې خبریالۍ هدف د پېښې د اصلي حقیقت روښانه کول دي او د پېښې یا کیسې په ښو او بدو کرکټرونو پسې نه ګرځي. خبریالان د سولې په راپور ورکولو کې د شخړو عوامل څیړي او پر حل لارو بحثونو ته لاره پرانیزي. له پېښو متفاوت نریټیف لري، د پېښې اړخونه سره یوکول غواړي، په مینځ کې یې اختلاف نه اچوي، «موږ او دوی» نه را پیدا کوي، یا یوه ته پر بل تفوق نه ور کوي. د سولې خبریالان رسمي پروپاګند ردوي او پرځای یې له ټولو سرچینو حقایق را غونډوي؛ د مخکښو خلکو او چارواکو پرځای د هغو خلکو غږ ته انعکاس ور کوي، چې غږ یې نه اوریدل کیږي؛ د شخړې د سطحي پوښښ او دومره او دومره ټپیانو، یا هغه داسې او دغه داسې وویل پرځای د مسایلو عُمق ته ځي، د خپلو کلماتو، الفاظو، ویډیو او تصویر په انتخاب کې خورا غور کوي او د خپلو رپوټونو عواقب په نظر کې نیسي.
په دې لاندې دوو بېلګو کې تاسې د دودیزې(جګړې) خبریالۍ او سولې خبریالۍ یوه پرتلنه لیدلی شئ.
«د زرغون ګوند نوماند موسیس اکینه پرون وویل، د آبي ګوند نوماند سټیون اوګوتي کلونه کیږي چې له ملي خزانې نه پیسې غلا کوي او دا غلا د هغه د قبیلې د خلکو لپاره معمول ده. دا روښانه ده، چې اوګوتي او د هغه په څېر نور کسان ښه خلک نه دي».
اکینه زیاته کړه، چې د اوګوتي فساد به راتلونکو ټاکنو ته هم وغځیږي. «موږ پوهیږو، چې که هغه یې ګټي، نو درغلي به کوي. اوس پوښتنه داده، چې په دې اړه موږ څه کوو؟ همداسې به غلي وو، چې له موږ غلا وکړي؟». وروسته اکینه خپله تګلاره بیان کړه او ویې ویل، چې که زرغون ګوند یې وګټي، دی ژمنه کوي، چې هرکال به زر کیلومټره سړکونه جوړوي. هغه دغه راز وویل، چې که واک ته ورسیږي دلومړنیو ښوونځیو لپاره به ۲۰۰ زره نور ښوونکي په دندو وګوماري.
په دې خبري کیسه کې انډول نه دی مراعات شوی، پر یوې سرچینې اکتفا شوې او یو اړخ غږول شوی. قبیلویت او قومي شخړې هڅول شوې، چې تاوتریخوالی لاډیرولی شي. خبریال د سیاسي تبلیغ او شایعاتو خپراوي کوښښ کړی، ادعاوې د واقعیت په بڼه وړاندې شوې او د تورونو د اثبات لپاره هیڅ سند نه دی وړاندې شوی. کیسه غیر عادلانه ده، تورن ته د ځان سپیناوي هیڅ راز فرصت نه دی ورکړل شوی. اکینه هم د هغه د وینا په تړاو مسوول نه ګڼل کیږي. دی به د نویو سړکونو او ښوونکو ګومارنې لپاره پیسې له کومه کوي؟ په دې چارو څومره لګښت راځي؟
دغه خبر د سولې خبریالۍکې څه ډول اوډل کېدای شي؟ راځئ دلته یې وګورو.
د یوګاندا د ګاتو ښار د ولسمشرۍ دوه نوماندان په خپل انتخاباتي کمپاین کې بوخت دي.
دواړو نوماندانو پرون ژمنې وکړې، چې خپلو تعهداتو ته به ژمن وي. د زرغون ګوند نوماند موسېس اکینه پرون په یوه خبري ناسته کې پر خپل سیال او د ابي ګوند پر نوماند سټیون اوګوتي یو لړ تورونه ولګول، خو د هغو په اړه یې اسناد له خبریالانو سره شریک نه کړل.
اکینه پر خپلو راتلونکو فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې که ټاکنې وګټي هرکال زر کیلومټره سړکونه جوړوي او ۲۰۰ زره نویو ښوونکو ته به دندې ومومي، خو دا یې ونه ویل، چې دا پروژې له مالي اړخه څنګه تمویلوي.
خو کله، چې له اوګوتي نه په یوه خبري ناسته کې وپوښتل شول، هغه هم پر اکینه ورته شخصي تورونه ولګول، مګر کله چې هغه د سړکونو او نویو ښوونکو د ګومارنې په تړاو وپوښتل شو، ویې ویل، چې په دې اړه به سبا ته اعلامیه خپره کړي.
رایه ورکوونکي له دغسې توري او سپیناوي ستومانه شوي دي.
د ګاتو ښار اوسیدونکی سټیفن مولومبا وايي، چې کاشکې هغوی د مهمو مسایلو په اړه وغږیږي؛ څنګه کولای شم خپل زوی ښوونځی ته ولیږم؟ دا داسې څه دي، چې زما لپاره مهم دي.
د اوګوتي له خبري کنفرانس وروسته د ارغواني ګوند نوماند الیکس بوزیګا او د نارنجي ګوند نوماند بیتي اکریو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د ټاکنو اړوند مسایلو باندې خبرې وکړې. اکریو وویل، چې «خلک غواړي د سړکونو او روغتونونو په اړه وپوهیږي او زه غواړم په همدې اړه خبرې وکړم». خو سره له دې هم هیڅ نوماند حاضر نه و، چې د خپلو تعهداتو په اړه په جزئیاتو وغږیږي.
په دویم خبر کې بیلانس په نظر کې نیول شوی او شخصي بریدونو ته ځای نه دی ورکړل شوی. دلته د هیڅ قبیلې یادونه نه ده شوې، چې غلا پکې معمول ده او نه هم ادعاوې د حقایقو په توګه وړاندې شوې دي. البته په شخړو متکي خبرونو باندې د روږدو کسانو لپاره ښايي تلوسه ونه لري.
د سولې خبریالي څه کوي؟
د سولې ژورنالیزم بنسټګران وايي، د سولې په خبریالي کې ایډیټران او خبریالان داسې څه غوره کوي، چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي. په خبري ژانرونو کې د سولې او جګړې ترمنځ په تفاوتونو قایل کېدل، د جګړې او سولې د اغیزو او ښیګړو بیان او تصویرکشي د سولې په ترویج کې کافي رول لوبولی شي. مخاطبان له دې تصویرونو غوره انتخاب کولای شي. هیڅ خبر او ګزارش ټول واقعیتونه نه شي رپوټ کولای، یوازې یوه محدوده برخه یې مخاطبانو ته رسیږي، په دې اساس، ددې برخې انتخاب د خبریال او رسنۍ کار دی. که انتخاب تاوتریخوالی او د پېښې بوږنوونکي او پاروونکي اړخونه وي، خبریالي تشدد او جګړه ییز ذهنیت پراخوي. ممکن د یوې پېښې یا مسالې نرم او مثبت اړخونه هم وي، چې ښايي د تاوتریخوالي په کمولو کې اغیزناک تمام شي. د سولې په خبریالۍ کې تر ټولو مهم څیز حقیقت دی. د حقایقو پیدا کول له سولې او د معضلې له عادلانه حل سره مرسته کوي. په هیڅ مساله کې یو اړخ بشپړ په حقه نه وي، د پېښو روایت یو نه وي، یوازې د شخړې د دوو خواوو نه بلکې د ټولو اړخونو نظرونه اوریدل کیږي او پر علتونو یې خبرې کیږي. سولې ژورنالیزم کې د شخړې ترڅنګ، د هغې پر عواملو او مخنیوي تمرکز په کار دی. خبریالان په دې برخه کې متخصصان او د سولې فعالان غږولی شي. څنګه چې په جګړه ییزو اړخونو تولیدي رپوټونه جوړوي، دغسې پر سوله ییز اړخ هم کار کولی شي. پر ځانګړو سوژو نرمه خبریالي او فیچرونه د سولې اړوند رپورټنګ کې جذابیت زیاتولی شي. د جګړې د قربانیانو د وضعیت رپوټ کول، یا د قرباني د کورنۍ وضعیت ترسیمول له سولې سره کافي مرسته کوي. دا چاره په خلکو کې د جګړې پر وړاندې کرکه را ټوکوي.
دا سمه ده، چې د خبریال کار د سولې راوستل نه دي، دا کار یې له توانه بهر هم دی، خو د سولې لپاره د فضاء په برابرولو او سوله ییز ذهنیت جوړولو کې مرستندوی تمامیږي. اوسمهالې اکثریت رسنۍ په شخړو، جنجالونو، تورونو او داسې خبرو پسې ګرځي، چې غبرګون، کینې او شخړې را وټوکوي؛ فضا متشنجه کړي او له خبر نه خبرې جوړې شي. دا ډول خبریالي د سولې خبریالي او د سولې فضا کمزورې کوي. د دوحې په بین الافغاني خبرو اترو کې د یو شمېر خبریالانو نامرتبطو او غیر ضروري پوښتنو په خلکو کې غبرګونونه را وپارول. د خبریالانو دا ډول چلند د خبرو اترو او سولې فضا تخریبولی شي. د جګړې د خبریالۍ برعکس، چې د یوه اړخ د تفوق، اې او بي پلان درلودو، بریالي او ناکام، ماتې او فتحې، نیولو، پرمختګ... روایتونه لري، د سولې په ژورنالیزم کې خبریالان پر دې تمرکز کوي، چې جګړه هیڅ بریالی اړخ نه لري او ټول بایلونکي دي. اصولا د خبریال کار دا نه دی، چې د خبر لپاره مرګونو، وژنو، جګړې او غلا او تالان ته په دوو پښو ناست وي. دی باید د ټولنې د یوه مسوول وګړي په توګه ددغسې پېښو په واردمخه مخنیوي کې برخه واخلي.
ولې د سولې ژورنالیزم سوړ هرکلی کیږي؟
د ګالتونګ نظریه د سولې فعالانو لپاره ښه وړاندیز و، خو د خبریالانو لپاره ښه په دې نه و، چې دوی فکر کاوه د سولې ژورنالیزم د خبریالۍ له بنسټیزو تګلارو او مسلکي اخلاقو سره په ټکر کې دی. یانې خبریالانو ته محدودیتونه وضع کوي، چې دا وکړي او دا نه. ددوی په باور، د خبریالانو کار د حقیقت خپرول دي، څو د ټولنې ټول غړي خپل انتخاب وکړي. له همدې امله د رسنوالو په منځ کې د سولې ژورنالیزم د ایډیا چندان هرکلی نه کیږي. ډیر خبریالان له جګړو نه په لوړ کیفیت رپوټونه ورکوي، د سولې ژورنالیزم یوه اخلاقي مساله ور بریښي او داسې انګیري، چې دا اخلاقي کڅوړه اضافي ده. ددوی په باور، دا په خبریالانو کې د سولې د پلویانو د پیدا کولو هڅه ده، چې نه د خبریالۍ له کلچر سره سر خوري او نه له مفهوم سره. دې ته په پام ډیرو خبریالانو د سولې ژورنالیزم د خپل مسلک د یرغمل کېدو او د سولې لپاره د تبلیغ او پروپاګند په حیث کارول وګڼل. لینچ ، چې خبریال و او د ګالتونګ په څېر د سولې محقق نه و، د هغه طرح وننګوله. هغه په دې باور دی، چې د سولې تبلیغ په تړاو له خبریالانو نه د ګالتونګ غوښتنه د ژورنالیستانو له عینيت او بې طرفۍ ایډیال سره سرنه خوري. هغه دا طرح وغځوله، خو په همدې حال کې یې د عینیت ایډیال هم وننګاوه او ویې ویل، چې دا غیر واقعي غوښتنه ده. خو د سولې فعالانو او څیړونکو دا پوښتنه مطرح کړه، چې که خبریالان عینیت پاله دي، ولې د جګړې د شدت سبب ګرځي؟ د ګڼو جګړو د عواملو د څیړلو نتایج ښيي، چې رسنیو پکې ټاکونکی رول لرلی دی. له همدې امله خبریالان باید دا ومني چې دوی عیني څارونکي نه دي؛ دوی باید تصمیم ونیسي چې په کوم اړخ کې واوسي؛ د جګړې تبلیغولو په اړخ کې او که د سولې د تبلیغ په اړخ کې؟. دې پوښتنې خبریالان له یوه پیچلي حالت سرخ مخ کړي، چې څنګه د ژورنالیزم روح ژوندی وساتي او هم ددوی خبري پوښښ د جګړې اورته لمن ونه وهي؟ ددغو دوو ایډیاوو ترمنځ د جوړجاړي په هدف دوی د حساسې خبریالۍ اصطلاح را وایسته.
جورګ بکر وايي، چې ارتباطات په ټوله کې د سولې عامل دي. د ډپلوماسۍ په څېر، چې د لیدنو کتنو او خبرو اترو له لارې د افرادو، ډلو او په نړیوالو اړیکو کې د ملتونو او دولتونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او لارښوونې مسوولیت پرغاړه لري، د سولې خبریالي ولې دا رول ونه لوبولی شي؟ که دولتونه په خپلو کې د ډپلوماسۍ له لارې د شخړو د اواري په لټه کې دي، د سولې رسنیزه ډپلوماسي او د سولې ژورنالیزم ولې د یوه سوله ییز چاپیریال په رامنځته کولو کې رول ونه لوبولی شي؟.
مخ پر ودې نړیوالتوب، سوداګریزتوب او په ملي بهر (Transnational)ټولنه کې د خبرونو تولید د خبریالۍ او ولسواکۍ د مسلکي کېدو چاره ننګولې ده. ددغو ننګونو یوه برخه درسنیزو شرکتونو نړیوال کېدل او د سیاسي او سوداګریزو مخکښانو مخ پر ډیریدو واک او اقتصادي ګټې دي. د نړیوالو رسنیو انحصار رسنیزو کمپنیو ته په نړیواله رسنیزه فضا کې د واک او قدرت ترلاسه کولو فُرصت ورکړی. اطلاعات د هغوی له سیاسي او اقتصادي ګټو سره په همغږۍ وېشل کیږي او خپریږي. په کم رقابت سره هغوی په اسانۍ تصمیم نیولی شي. ددې اغیز دادی، چې مسلکي توب او د ژورنالیزم کیفیت ورسره غورځیدلی. خصوصي رسنۍ دډیرو مخاطبانو او ډیرو ګټو په خاطر غواړي بریالی او ګټور تولید ولري؛ مخاطبانو ته د مشتریانو په سترګه ګوري او رسنیز اطلاعات کنټرولوي. مشتري معمولا یوه سوداګریزه اصطلاح ده او د سوداګریزو توکو په تولید کې د مشتریانو اړتیا او د شرکت ګټې ته کتل کیږي، پر نورو اړخونو یې غور نه کیږي.
په اوسمهالې نړۍ کې د جګړې شکل بدل دی او هیڅ هېواد له بل هېواد سره مخامخ جګړو ته زړه نه ښه کوي. په نورو هېوادونو کې د مداخلې اوزار نیابتي جګړې، کورنۍ شخړې او د بیلتون پالنې غورځنګونه دي، چې د مداخلو لپاره لاره اواروي. د رسنیو خبرخونې او خبریالان په دغو جګړو کې له ټوپک او مرمۍ پرته د قوماندې د مرکزونو، استخباراتي معلوماتو او جنګیالیو رول لوبوي. دا د هغو هېوادونو لپاره ارزانه، اسانه او اغیزناکه وسیله ده، چې د نړۍ غوڅ اکثریت رسنیز شرکتونه په واک کې لري او د اطلاعاتو نړیوال جریان کنټرولوي. دوی د جګړې او تاوتریخوالي د وسایلو ( وسلو او تجهیزاتو) تر ټولو سترې تولیدي کمپنۍ لري او د سولې خبریالي یې ددغه صنعت له ودې سره مرسته نه شي کولای. دا تکنیک د هېوادونو د مستقیم ټکر او فزیکي خطر کچه را کموي، خو د جګړه ییز ذهنیت په عامولو او په ټولنو کې د سټرکچرل او کلتوري تاوتریخوالي کچه ډیروي. په نتیجه کې د مستقیم تاوتریخوالي ( جګړو) لپاره یو وړ چاپیریال رامنځته کیږي.
د کالیفورنیا پوهنتون استاد هربرټ شیلر په دې باور دی، چې د متحده ایالاتو د ډله ییزو اړیکو وسایل د خلکو په مغزو او زړونو کې مداخله یا جعل کوي. د افغانستان، لیبیا، عراق او سوریې په جګړو کې د امریکايي او بریټانیايي رسنیو رول د شخړو د چوکاټ بندۍ د تیوري پر بنسټ ارزول کیږي. په دغو جګړو کې ډیری سیاسي، او مادي ملاتړ د هغو رسنیو کیده، چې جګړه ییزه خبریالي یې پرمخ وړله. ډیری هغه اعلانونه چې په خشونت جوړ وو، هغو رسنیو ته ورکول کیدل، چې د جګړې خبریالۍ ته یې لومړیتوب ورکړی و، برعکس د سولې ژورنالیزم تعقیبوونکې رسنۍ په حاشیه کې ساتل شوې وې.
درېیمه لار
جرمنۍ خبریالې نادین بیلک په ۲۰۰۸ کال کې د ګالتونګ د سولې خبریالۍ چوکاټ د یوه نوي موډل لپاره وکاراوه، چې د شخړو په رپورټنګ کې کیفیت او انډول رامنځته کړي. یا د سولې او جګړې خبریالۍترمنځ درېیمه لار وګرځي. د سولې خبریالي او د شخړو حساسه خبریالي(Conflict Sensitive Journalism) دواړې تقریبا په اساس کې یو مفهوم کاروي، خو تفاوت یې دادی، چې د سولې خبریالي ډیری سولې ته په تبلیغ ټینګار لري او د جګړې حساسه خبریالي سپارښتنه کوي، چې په لوړ کیفیت خبریالي په ټولنه کې د سولې فعالانو فعالیتونه او دریځ خپله پیاوړي کوي. په بله وینا، د جګړې حساسه خبریالي د سولې او جګړې دخبریالۍ ترکیب دی. د پېښو د حساسې خبریالۍ ارزښت په دې کې دی، چې هم د ژورنالیزم اړتیاوې په پام کې نیسي او هم د پېښو پر عواملو او حل لارو تمرکز کوي. یوازې د یوه چارواکي په تور، د مقابل اړخ په ادعا او یا د حادثې رامنځته کېدو پر خبر اکتفا نه کوي، بلکې د هغو نور اړخونه را سپړي. دلته خبري پوښښ ښايي د خلکو د اګاهۍ کچه لوړه کړي، د هغوی له ژوند، امنیت او په ټوله کې د جګړې له کمولو سره مرسته وکړي.
په دا ډول ژورنالیزم کې خبریالانو ته لاندې سپارښتنې کیږي:
- یوازې د شخړې د دوو خواوو په نظریاتو متکي خبریالي مه کوئ. نور اړخونه، د هغوی کیسې، نظرونه او اهداف په نظر کې ونیسئ. په دې توګه شخړه یوازې په دوو اړخونو پورې منحصره نه پاتې کیږي، نور اغیزمن اړخونه هم د خپل غږ اوچتولو حق ترلاسه کوي.
- د هغو مشرانو له نقل قولونو او کلیپونو ډډه وکړئ، چې د پېښو او مسایلو په تړاو مشخصې غوښتنې لري. مخکښې طبقې او عامو خلکو ته ورشئ، چې ښايي د ټولنې د ډیرو خلکو له باورونو سره سم وغږیږي.
- یوازې پر هغو مسایلو تمرکز مه کوئ، چې د شخړې دوه اړخونه سره بیلوي. د دواړو ترمنځ مشترک او ګډ ټکي وپوښتئ. دا چاره د شخړې دشدت له کمولو سره مرسته کوي. دواړې خواوې د یوه او بل پر غوښتنو، نظریاتو او لیدلوریو پوهیږي. حتا خبریالان او رسنۍ د رغوونکو پیغامونو د انتقال سبب ګرځي.
- یوازې د یوه اړخ پر زیانونو، ویر، ډار او نورو مسایلو اتکاء مه کوئ. ټولو اړخونو ته رسیده ګي وکړئ
- له ویروونکو کلماتو ډډه وکړئ، په تیره چې یو اړخ پکې هدف ګرځي. دا چاره د خبریال بې پریتوب زیانمنوي، دا خبرې کیدای شي په بل چا وکړئ، خپلې یې مه کوئ.
- احساساتي کلمې مه کاروئ. د دولت د مشر مرګ د نورو مرګ نه دی. ډلوژنه د بې وسلې ملکي خلکو قصدي وژل دي. پولیسو او سرتیرو یا وسله والو مخالفانو ته دا نه کاریږي. جینوسایډ د پوره یوه نسل وژل دي، په یوې چاودنې ټول قوم او قبیله نه وژل کیږي. له افراطي کلماتو او داسې الفاظو ډډه وکړئ، چې یوڅوک پرې تورن کیږي. مثلا، «حکومت چې د سولې مذاکراتو مخالف دی»، یا « د حکومت مخالفه ترهګره ډله». ددوی لپاره هغه نومونه او ټایټلونه وکاروئ، چې دوی یې ځان ته وايي، یا حساسیت پاروونکي نه دي.
- د واقعیت په اړه خپلې څرګندونې مه کوئ، که څوک ادعا هم کوي، نوم یې ووایئ، چې دا د هغوی نظر دی.
- یوازې یوه اړخ ته مه هیله من کیږئ، چې حل لارې ته ورسیږي، یا یې تر فشار لاندې راولئ، چې ولې خبرو اترو ته نه حاضریږي، یا ولې دا شرایط نه مني؛ یا له جګړې لاس نه اخلي. د سولې ایډیاوې، چې پر هر لور په لاس درځي، خپرې یې کړئ. دا ایډیاوې د ټولو خواوو له اغیزناکو مشرانو سره شریکې کړئ او ددوی نظرونه پرې را واخلئ.
راځئ، دلته د دودیزې او جګړې حساسې خبریالۍ یو دوه بیلګې سره پرتله کړو، چې څه توپیرونه پکې دي:
دودیزه خبریالي:
د مقدونیې د سولې خبرې تیره شپه هغه مهال هدف وګرځېدې، چې البانيايي جنګیالیو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او اته سرتیري یې ووژل او د هغوی د بدن غړي یې پرې کړل.
دغه جنایت د ویسجي په غرني کلي کې د پولیسو پر یوه پوسته د توغندیو او لاسي بمونو له برید وروسته شوی. یوه حکومتي ویاند رسنیو ته وویل، چې د پولیسو د بدن غړي په چړو غوڅ شوي او د یوه سرتیري د سر ماغزه باد شوي. د برید په اړه ویل کیږي، چې ښايي له نږدې «ټیټیو»غرونو نه د ازادۍ ملي پوځ سرتیرو کړی وي.
د ازادۍ ملي پوځ سیاسي مشر علي احمدي وايي، چې د دوی جنګیالیو د ځاني دفاع په هدف ډزې کړې دي....
د جګړې حساسه خبریالي:
د مقدونیې ټولو سیاسي ډلو په ویسجي کې د پولیسو پر یوه پوسته د تیرې شپې برید په کلکو ټکو وغنده.
دواړې سیاسي ډلې، چې د البانیانو د لږه کیو استازولي کوي او له جګړې یې لاس اخستی، وايي، دوی باور لري، چې دا کار به د ازادۍ ملي پوځ ډلې کړی وي.
د ازادۍ ملي پوځ سیاسي مشر علي احمدي وايي، ددوی کسانو د پولیسو پر پوسته برید نه دی کړی او زیاتوي، چې ښايي دا یې د ځاني دفاع په خاطر کړی وي.
خو د مقدونیې حکومت وویل، چې دوی تراوسه دا نه ده ثابته کړې، چې دا د توغندیو او وسلو برید و. د حکومت یو تن ویاند وايي، چې پولیس په چړو وژل شوي او....
ددې دواړو خبرونو له پرتلنې ښکاري، چې لومړنی خبر ډېر یرغلیز او پاروونکی دی. پرته له دې، چې د قضیې اړخونه وڅیړل شي؛ د مختلفو خواوو نظرونه واوریدل شي او خبریالان د پېښې له ځایه نږدې هرڅه وڅاري؛ د برید د هدف په اړه قضاوت شوی. د پېښې څرنګتیا یې په داسې شکل راخستې، چې د سولې خبرو په جریان کې مقابل اړخ پارولی شي، یا عام خلک د سولې بهیر ضد روحیه اخستلی شي. په دویم ډول خبرلیکنه کې خبر د پېښې پر وړاندې د سیاسي ګوندونو، په تېره البانيايي لږه کیو ګوندونو په غبرګونونو پیل شوی. دلته په دواړو نقل قولونو کې کلمات په داسې بڼه اوډل شوي، چې حساسیت کم کړي. د حکومت دریځ هم په ډېر ښه ډول راخستل شوی، چې ښيي تر اوسه د برید ډول معلوم نه دی.
پورتني دواړه خبرونه دي، خو د خبر په جوړښت، سټایل، لیدلوریو او د کلماتو او منابعو په انتخاب کې سره متفاوت دي. لومړنی پاروونکی دی، چې مخاطبان زر د ځان پر لور جذبوي، خو د شخړې د پراخولو فوق العاده ظرفیت لري. دویم، نرم او غیر پاروونکی دی، چې د شخړې د پراخېدو په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
نچوړ:
پورتنی بحث او د سولې او جګړې په تړاو نظریات که په پام کې ونیول شي، د رسنیو سیاسي او اقتصادي ګټې، پر رسنیو د قدرت، اقتصاد او جګړې د محورونو نفوذ، ښه خبر ته خبر نه ویل، یا بد خبر ته ښه خبر ویل، د شهرت حرص، د رسنیو تجارتي کېدل، مخاطبانو ته د مشتريانو حیثیت ورکول او د توکو په بڼه د خبرونو او معلوماتو وړاندې کېدل، له جګړه ییزو سیاستونو سره د مسلطو رسنیو همغږی حرکت، د اطلاعاتو یو اړخیز جریان او په ټوله کې د جګړې پراختیا دداسې عواملو په توګه یادولی شو، چې د سولې خبریالۍ پرمختګ یې ټکنی کړی. د سولې ژورنالیزم یوازې د سولې د فعالانو د توجه محور ګرځېدلی، سوله محوره رسنۍ او خبریالان د منابعو له اړخه هغسې نه تغذیه کیږي، څومره چې جګړه محوره رسنۍ له جګړه ییزې خبریالۍ تغذیه کیږي. ملي او محلي رسنۍ، چې د سولې په ترویج کې ټاکونکی رول لوبولی شي، د سترو رسنیزو کمپنیو د تولیداتو تر اغیز لاندې دي.
پورتني بحث او د سولې او جګړې پرتلنو ته په پام ویلای شو، چې د شخړو حساسه خبریالي د یوې درېیمې لارې په توګه د رسنیو او خبریالانو لپاره متبادله لار کیدای شي، چې هم د ژورنالیزم معیارونه خوندي کوي او هم د سولې چاپیریال ورسره تقویه کیږي او د جګړه ییزې خبریالۍ له امله د راپورته کېدونکو حساسیتونو مخه نیسي.
په افغانستان کې رسنیو د جګړې په دواړو خواوو کې د جګړې له غالب محیط سره وده کړې او پر رسنیو ډیره پانګونه هم د هغو نړیوالو مرستندویانو ده چې د ترهګرۍ ضد جګړې ائتلاف غړیتوب لري، یا مستقیما د جګړې اړخ دي. دغو پالیسیو او د تمویلوونکو ادارو او ډلو سیاستونو د افغاني رسنیو پر رسنیزو پالیسیو او خبري لومړیتوبونو شدید اغیز کړی. د افغانستان په څېر جګړه ځپلي هېواد کې تر هرځای زیات د سولې ژورنالیزم اړتیا ده، په ځانګړې توګه اوسمهالو شرایطو کې، چې یوه نوي پړاو ته داخلیږي او د سولې فرهنګ او سوله ییز ذهنیت رامنځته کولو ته شدید ضرورت لري. څومره، چې په تیرو شلو کلونو کې د جګړې له فضا سره افغاني رسنیو ( په ټولو خواوو کې) همغږي ګامونه اخستل، په همغه کچه د سولې له فضا سره همغږې پرمخ تلای شي. په واقعیت کې دا له جګړه ییزې خبریالۍ نه د سولې خبریالۍ پر لور د قدم اخستلو تر ټولو غوره فُرصت دی.
----------------
Lynch. Jake, Peace Journalism For Journalists, Transcend International, https://www.transcend.org/tms/about-peace-journalism/2-peace-journalism-for-journalists
De Michelis. Silvia, Peace Journalism in Theory and Practice, E International relations, Dec 23 2018
Youngblood. Steven, Peace Journalism in East Africa: A Manual for Media Practitioners, July, 2019
Maria Teresa Nicolas-Gavilan , Framing the news: from political conflict to peace. How the 'framing theory' and the 'political context model' can enhance the peace journalism model, Universidad Panamerican, November 2011
Oso. Lai, Understanding Framing Theory, School of Communication, Lagos State University, March 2017
Lai Fong. Nicole Yang, Framing Analysis of a Conflict: War / Peace Journalism, The Journal of the South East Asia Research centre, Vol. 1 No. 1, 2009, pp 17-32
Koop. Antonia, Peace Journalism, Conflict Journalism - How we got here, May 2018, thepeacebuildingpractitioner.org
The Agenda-Setting Theory in Mass Communication, February, 2019, https://online.alvernia.edu/articles/agenda-setting-theory/
McCombs. Maxwell, The Agenda-Setting Role of the Mass Media in the Shaping of Public Opinion, University of Texas at Austin, January 2011
Hackett. Robert A, Journalism Versus Peace? Notes On A Problematic Relationship, School of Communication, Simon Fraser University, Global Media Journal - Mediterranean edition: vol. 2, no. 1 (Spring 2007)
Koop. Antonia, Peace Journalism, Conflict Journalism - How we got here, May 2018, thepeacebuildingpractitioner.org
Lynch. Jake, Peace Journalism For Journalists, Transcend International, https://www.transcend.org/tms/about-peace-journalism/2-peace-journalism-for-journalists/
Demet. Ayça, A Discussion on the Methodology of Peace Journalism, , The Turkish Online Journal of Design, Art and Communication - TOJDAC, October 2017, Volume 7 Issue 4.
Ciftcioglu. Vasvi, Peace Journalism: A Practical Handbook for Journalists in Cyprus, Eastern Mediterranean University, December 2017, P, 12.
Yang Lai Fong and Jenny Heng ,The South China Sea Dispute and War/Peace Journalism: A Framing Analysis of a Malaysian Newspaper, KOME, Volume 7 Issue 2, 2019.
Ibid
Ibid
Mostafiz. Meah, Peace Journalism – A Global Debate, Transcend Media Service, Jul 2015
Koop. Antonia, Peace Journalism, Conflict Journalism - How we got here, May 2018, thepeacebuildingpractitioner.org
Ibid
Andersson. Sandra, Putting Peace in the Frame: Alternative US Media Framing of the War in Syria, Södertörn University, Stockholm, 2019
Koop. Antonia, Peace Journalism, Conflict Journalism - How we got here, May 2018, thepeacebuildingpractitioner.org
Howard. Ross, Conflict sensitive journalism, IMS (International Media Support) and IMPACS (Institute for Media, Policy and Civil Society), Published in Denmark by IMS and IMPACS, April 2004
Ibid