له اوږده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرې اترې رسما پیل شوې. د دوشنبې په ماښام د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلې په خپلو کې سره جرګه شوې او د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش یې خبرې وکړې. اټکل کیږي د تماس دغه ډلې به د مذاکراتو د لومړۍ ناستې لپاره، چې د افغان دولت او طالبانو دواړو پلاوي به پکې برخه اخلي، اجنډا هم ټاکي.
افغان دولت د اجنډا په سر کې پر اوربند او یا لږ تر لږه اورکم ټینګار لري، چې ښايي پر اورکم توافق تر اوربند اسانه وي.
مذاکراتو کې د بحث مهم ټکي
له متحده ایالاتو سره د طالبانو خبرې ۱۸ میاشتې اوږدې شوې، چې د یوې توافقنامې له لارې یې بین الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانېسته. د افغان دولت او طالبانو ترمنځ یو شمېر پېچلو بحث وړ مسایلو ته په پام داسې اټکل دی، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات به زمانګیره وي. په دغو پیچلو مسایلو کې د سیاسي نظام شکل، د قدرت د ویش میکانیزم، اساسي قانون، د طالبانو د جنګیالیو برخلیک، د ښځو حقوق او د بیان ازادي شامل دي.
د بین الافغاني مذاکراتو د پیل د مراسمو یو پرمختګ په مذاکراتو کې د طالبانو له خوا د افغان حکومت د پلاوي منل دي. ملا برادر په خپلو پرانستونکو خبرو کې د کابل ادارې د پلاوي اصطلاح وکاروله، چې معمولا یې دوی افغان دولت ته کاروي.
متحده ایالاتود افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د شکل په تړاو پرانېستی انتخاب پرییښی، خو د امارت له رامنځته کېدو سره هم واشنګټن او هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخالفت ښودلی. طالبان ښايي د امارت د احیاء په لټه کې ونه اوسي، خو ددې لپاره، چې جمهوریت وننګوي، ممکن د امارت له داعیې زر لاس پرسر نه شي.
طالبان په څه ډول دریځ کې دي؟
طالبان خپل نسبتا ثابت دریځ تر دې مهاله په لوړ موقف کې ساتلي دي. د دوی له دریځ سره د سولې حاکم ذهنیت او د متحده ایالاتو واردمخه اعلان شوي سیاست ډېره مرسته کړې ده.
امریکايي پلاوي د سولې خبرې په داسې فضا کې پرمخ یووړې، چې هممهاله یې په کوردننه او بهر د سوله ییز حل لپاره د عامه ذهنیت جوړولو کوښښ کاوه. متحده ایالاتو د خبرو اترو په پیل کې له طالبانو سره یوې نتیجې ( حل لارې) ته رسیدل، ډانګ پییلې او په خورا لوړه کچه مطرح کړل. دې مسالې یوخوا د طالبانو لیکې متحدې وساتلې، په طالبانو کې یې د بري روحیه لوړه کړه او بل خوا یې وهڅول، چې د خبرو اترو په بهیر کې د خپلو غوښتنو، دریځونو او توقعاتو په تړاو مقاومت وکړي. له افغانستان نه د وتلو او له طالبانو سره توافق ته د رسیدو په تړاو د متحده ایالاتو سیاستونو د سیمې ستر قدرتونه نور هم زړور کړل، چې له طالبانو سره مستقلې اړیکې ولري. طالبانو ته یې ګټه دا شوه، چې له منزوي حالته راووتل او سیاسي او ډپلوماتیک مشروعیت یې وموند.
طالبانو ته دغه تجربې دا ور زده کوي، چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې هم، چې د نظام شکل، د واک وېش، د اساسي قانون تعدیل او د ښځو حقونو او بیان د ازادۍ په څېر مسایل پکې شاملیږي، زر انعطاف پذیري ته زر ړه ښه نه کړي. افغان حکومت، چې د متحده ایالاتو د سولې یو اړخیزو سیاستونو له امله د سولې په بهیر کې حاشیې ته تللی و، بیرته د خبرو متن ته داخل شوی. حکومت د قطر په هوکړه لیک کې د منزوي کېدو په غبرګون کې، د زندانیانو خوشي کول، چې د بین الافغاني خبرو اترو مهم شرط ګڼل کېده، وځنډول او خبرې اترې د واشنګتن او طالبانو د توقع خلاف وځنډېدې. افغان دولت ښايي دې نتیجې ته رسیدلی وي، چې زر انعطاف ښودل دوی مطلوبې نتیجې ته نه شي رسولای.
خو په دواړو خواوو کې د انعطاف نه منلو روحیې رامنځته کېدل د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.
دوه اړخیز نفی کول
د سولې هره پروسه لومړی ښکیل او د حل لارې اساسي اړخونه تشخیصوي، خو په یوه اړخ کې د مشخص ادرس تر پوښتنې لاندې راوستل یا منزوي کول، د سولې بهیر زیانمنولای شي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ تر ټولو مهم مخشرط باید د قضیې د اړخونو په حیثت د یوه او بل منل وي. سره له دې، چې د بین الافغاني خبرو اترو په لومړنیو مراسمو کې ظاهرا دواړو خواوو یو بل د قضیې د اړخونو په توګه ومنل، خو لا هم ښکیلې خواوې په ځانګړې توګه طالبان په جدیت سره افغان حکومت نفی کوي.
د سولې عملي پړاو ته له تګ وړاندې د یوه او بل پر وجود توافق لازم دی. طالبانو د ځان لپاره تر اوسه پورې د اسلامي امارت حق محفوظ ساتلی او د افغانستان دولت د جمهوریت تر چتر لاندې فعالیت لري. حکومت طالبان د امارت په حیث نفی کوي او طالبان جمهوریت. طالبان په رسمي ډول تر اوسه په خپل دې دریځ ټینګار لري چې دوی له حکومت سره خبرې اترې نه کوي، یا دوی د حکومت پرځای له سیاسي احزابو او ډلو ټپلو سره خبرې کوي. دا ډول دریځ مذاکراتو ته تعهد او ژمنتیا زیانمنوي.
د افغانستان اوسنی حکومت دلته د موجود سیاسي نظام برخه ده او کوم پلاوی، چې له طالبانو سره په دوحه کې په خبرو اترو بوخت دی، له سیاسي، قومي او مذهبي تنوع سره سره، ددغه نظام استازولي کوي. هیڅ سیاسي رهبر، ګوند او مجموعه له طالبانو سره د هغوی مخینې ته په پام، پرمخ تلو ته زړه نه شي ښه کولای. دوی د همدې نظام او جمهوریت په چوکاټ کې خپل حقوق او ځانونه خوندي ګڼي.
خلا باید رامنځته نه شي
جګړه هغه وخت پای ته رسیږي، یا سوله هغه وخت بشپړیږي، چې ټول اړخونه ترې مستفید شي.
د سولې له جریان نه د کوم اړخ پاتې کېدل او یا منزوي کول او نفی کول، د جګړې اور بل ساتي.
تیرو تجربو ته په پام باید په دواړو مذاکراتي پلاویو کې ټولې ډلې، قشرونه او د مختلفو سیاسي، مذهبي ، قومي او قبیلوي تمایلاتو لرونکي اړخونه خپله استازولي وویني.
دمګړۍ د طالبانو او حکومت دواړو پلاویو له ترکیب نه داسې ښکاري، چې تر یوه حده دا تنوع په پام کې نیول شوې ده. د دولت په پلاوي کې له سیاسي اختلافاتو سره سره، د سیاسي احزابو، قومونو، ځوانانو او ښځو استازي شته دي. د طالبانو د پلاوي ترکیب هم د هغوی د مختلفو ډلو او مشرانو د کورنیو له غړو جوړ دی.
د بن د لومړي کنفرانس یوه ستره نیمګړتیا همدا وه، چې د قدرت په وېش کې یې عادلانه قضاوت نه درلود او د قضیې یوه مهمه برخه (طالبان او حزب اسلامي) له واک او نوي سیاسي نظام نه بهر وساتل شول. دغې تیروتنې او محرومیت وروسته یوې اوږدې جګړې ته لاره پرانېسته.
خوشبینۍ او اندېښې
له طالبانو سره سوله له اندېښنو او خوشبینیو دواړو سره مل ده. اندېښنې په دې چې دې ډلې تر اوسه د سولې او خبرو اترو ټربیون د ځان په ګټه کارولی، یا داسې فکر کیږي، چې هرڅه په ځان تمامول غواړي او خوشبیني له دې امله ښودل کیږي، چې ظاهرا دې ډلې د پخوا په پرتله تغییر کړی او په کوردننه، سیمې او نړیوالو سره یې د تفاهم ژبه پیدا کړې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې ورځې په مراسمو کې وویل، چې دوی پر افغانانو د خپلې خوښې نظام تپل نه غواړي، خو زیاته یې کړه، چې د مېرمنو د سیاسي فعالیت په شمول د افغانستان د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي وي. پامپیو له افغانستان سره د واشنګټن د مرستو څرنګتیا د راتلونکي سیاسي سیسټم له څرنګتیا سره وتړله.
طالبان که په قدرت کې شاملیږي، یا د واک او قدرت مهمه برخه ګرځي، په ملي او نړیواله دواړو کچو مشروعیت ته ضرورت لري. سیاسي پلورالیزم، مذهبي او قومي تنوع، ولسي مشارکت، د ښځو او ځوانانو حقوق، د بیان ازادي، بشري حقونو ته درناوی او د نوي نسل او نوي عصر ایجابات نړیوال په افغانستان کې د خپل حضور ثمره بولي. خلک د طالبانو په ګډون د راتلونکي نظام له څرنګتیا له دې امله اندېښمن دي، چې نوی نسل په اوسني نظام کې له نویو ارزښتونو، نوي ژونددود او سیاسي او اجتماعي لیدلوریو سره یوځای رالوی شوی.
ښځې، چې د ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او له پخواني غیر منفعل حالت نه راوتلې او د ټولنې په یوې محرکې قوې بدلې شوې، د سولې په خبرو کې، چې د افغانستان په څېر نرواکې ټولنه کې په طبیعي شکل د نارینه وو تر مسلط واک او نظارت لاندې پرمخ ځي، د خپل راتلونکي په اړه تر هرچا ډيرې اندېښمنې دي.
دغو مسایلو ته که د سولې په خبرو او راتلونکې حکومتداري او نظام چلونه کې ځای ورنه کړل شي، افغانستان د نظام او حکومت له درلودو سره سره، یوځل بیا د ۲۰۰۱ کال وړاندې په څېر له نړیوالې انزوا سره مخ کېدای شي.
له دې ټولو اندېښنو، ستونزو او ننګونو سره سره، چې د دواړو خواوو د مرکچي پلویو پر وړاندې پرتې دي، د سولې لپاره په خلکو کې هیله مندي او لیوالتیا تر هر بل وخت ډېره ده.