کله چې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړی یو زیات شمیر هیوادونه د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوی او د کوید-۱۹ ناروغانو په ژغورلو بوخت وو، چین د ماسک ډیپلوماسۍ په مټ په نړۍ کې د نویو ملګرو د موندلو هڅې پیل کړې.
بیجینګ د ۱۱،۷ ټنه درملو او روغتیایي وسایلو په مرستې سره غوښتل چې په کوید-۱۹ ناروغۍ اخته افغان ناروغان وژغورۍ، خو په سوداګریز- ټرانزیتي ډګر کې یې د سیمې او افغانستان د کلابندۍ هڅې له دې لا ګړندۍ وې.
چین له ۲۰۰۱ کال راهیسې هڅه کړې چې د فعال رول له درلودو پرته، د افغانستان د مسالې په تړاو په ترهګری ضد جګړه کې د امریکا کړنو ته د هو سر وخوځوي او دغه دریځ د بیجینګ ضد اورپکو او ترهګرو په ځپلو کې د چین له ملي امنیت سره خورا مرسته کړې خو د چین دا همغږی دریځ په سیمه کې د امریکا له اوږدمهاله حضور څخه د ملاتړ په مانا نه دی او بیجینګ له واشنګټن نه غواړي چې باید "په مسوولانه توګه" له افغانستان نه ووځي او دا چې بیجینګ نه غواړي په افغانستان کې د امریکا ځای ناستی شي. مګر د افغانستان په تړاو د چین دریځ او په سیمه کې د چین سوداګریزې او ټرانزیټي پروژې په داسې یوه محور راڅرخي چې په پایله کې یې افغانستان په چین پورې تړلی پاتې کیږي.
د نړیوال امنیت د برخې تیوریسن جان میرشایمر په دې باور دی چې لوی قدرتونه تل په دې هڅه کې دي چې په خپله سیمه کې هژمونیک قدرت شي او د خپلی هژمونۍ له سیمې سیال قدرتونه وباسي. پر لویدیځ د امریکا د ولکې ټینګولو په څیر، چین هم پر اسیا د ولکې ټینګولو په هڅه کې دی نو له همدې امله غواړي امریکا له سیمې وباسي. د میرشایمر په باور، د امریکایي سیاستوالو د تمې خلاف، چینایان په سیاست کې تر دوی اصولي نه دي او نه یې د ملتپالنې احساس تر امریکایانو کم دی، څو له خپلو سیمه ییزو ګټو تیر شي او امریکا د تل لپاره په دې سیمه کې وزغمي. په داسې حال کې چې امریکا په دې هڅه کې ده چې له خپل نړیوال نفوذ او سیمه ییزو متحدینو څخه په استفادې چین تر دې حده وځپي چې د نړیوال قدرت کیدو خیال له سره بهر کړي، خو چین د اقتصادي او سوداګریزو ستراتیژیو له لارې د امریکا سیمه ییز متحدین داسې محدود کړي چې د چین په وړاندې د متحد کیدو توان نه لري.
په ۲۰۱۳م کال کې د چین له خوا د یوه کمربند یو سړک نوښت (BRI)اعلان وشو، چې له ۴۰ تر ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په مالي لګښت په ۶۵ اسیایي هېوادونو، منځني ختیځ او افریقایي هیوادونو کې پلی کیږي. ددې پروژې په تطبیق سره به د چین د اوسپنې پټلۍ، انرژۍ نل لیکې، لویې لارې او په دغه نوښت کې د شاملو هیوادونو ترمنځ د سرحدي همغږۍ شبکې رامنځته شي. په پیل کې چین افغانستان له دغه نوښته مستثنا کړ، خو وروسته په پاکستان کې د (BRI) په چوکاټ کې د پاکستان – چین اقتصادي دهلیز (CPEC) د کار له پیل سره بیجینګ دې ته لیواله شو چې افغانستان هم د یوه کمربند یو سړک د نوښت برخه شي. افغان دولت په دې برخه کې د کابل – بیجینګ – اسلام اباد ترمنځ د همغږۍ درې اړخیزوناستو په چوکاټ کې له چین سره بحثونو ته دوام ورکوي، خو د افغانستان په خاوره کې د دغه دهلیز کومه پروژه عملآ نه ده پیل شوې.
امریکا متحده ایالاتو هغه مهال (۲۰۱۵) د یوه کمربند یو سړک نوښت په نړۍ کې د چین د نفوذ پراختیا لپاره د بیجینګ هڅه وبلله او په دغه نوښت کې خپلو شاملو متحدو دولتونو ته یې سپارښتنه دا وه چې په دغه پروژه کې د ګډون په صورت کې دې له شته ګواښونو او عواقبو خبر وي.
له ۲۰۱۲م کال راهیسې د افغانستان هڅه دا وه چې د پاکستان د ټرانزیټي لارې له احتیاجه د ځان خلاصولو لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونه او په وروستیو کې د چابهار بندر یې یوڅه بریالۍ بیلګې وې. واشنګټن د پاکستان په مټ په افغانستان کې د چین د اقتصادي – سوداګریز نفوذ د مخنیوي په هدف، د افغانستان له یادو پروګرامونو سره موافق و. پر ایران له لګیدلو بندیزونو نه د چابهار بندر مستثنا کول او په چابهار کې د هند د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره د واشنګټن ښکاره مخالفت نه کول یی ښکاره مثال دی.
چین په افغانستان کې فُرصتونه ګوري
چین د نړۍ له ګڼو هیوادونو سره خپل هغه سیاسي مخالفتونه پیکه کړي چې د بیجینګ په ګمان په لنډ مهال کې یې حل ناشونی دی او راپورته کول یې شته وضعیت د چین په زیان تماموي. له دې جملې یو هم په پاکستان کې د ایغور جنګیالیو روزل او په افغانستان کې یې میشت کیدل دي. په ورته مهال چین په سیمه کې د امریکا له متحدو هیوادونو لکه جاپان، جنوبي کوریا، استرالیا ... سره د اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو په پراخولو سره د واشنګټن په مشرۍ د بیجینګ پر ضد د دولتونو سیمه ییز ایتلاف د رامنځته کیدو امکان راکم کړی او د ورته یوه ایتلاف د رامنځته کیدو په صورت کې به یې دغه هیوادونه اقتصادي بیه پرې کوي.
د پاکستان ګوادر بندر په نړۍ کې د چین د یوه کمربند او یو سړک نوښت د پیل ټکی و او اسلام اباد دې پروژې ته د پاکستان د اقتصادي غوړیدا په سترګه ګوري. ګوادر بندر بیا د چین لپاره د اوبو له لارې منځني ختیځ ته د ټرانزیټي دهلیز اهمیت لري ځکه چين له ۲۰۱۳م کال راهیسې په منځنی ختیځ او سعودي عربستان کې پر ځینو سوداګریزو بندرونو پانګونه کړې او ګوادر بندر له دغو بندرونو سره د وصل ټکی دی. دا پروژې په متحده عرب اماراتو کې د خلیفه بندر او د کیزاد لوجستیکی پارک، په مصر کې د پورت سعید بندر او سیوز سوداګریز میدان، د عمان دُوقوم بندر او صنعتي پارک او د سعودي عربستان جیزان بندر او اقتصادي ښارګوټی دی. خو د بیجینګ لویه ویره دا وه چې د چابهار په پروژه کې د هند ښکیلیدل به د ګوادر اهمیت راکم کړي او په منځني ختیځ او سعودي عربستان کې به له شته بندرونو سره د بیجینګ د نښلیدلو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.
کابل، ډهلي او تهران په ۲۰۱۶ کال کې د چابهار په اړه درې اړخیز توافق لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې هند په دغه بندر کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې ژمنه وکړه او له هغه مهال راهیسې د چابهار له لارې افغانستان ته د صادراتو سربیره، افغانستان هر کال له دې لارې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي هند ته صادروي. په چابهار کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې په اړه د هند له ژمنې څلور کاله تیر شول، خو تر اوسه د دغې پانګونی څرک نه تر سترګو کیږي او دې تشې چین وهڅوه چې له فرصته ګټه پورته کړي.
چین په افغانستان کې له حکومتونو سره د اړیکو د پایښت له اړخه ډېر اندېښمن نه دی، له طالبانو او افغان حکومت دواړو سره اړیکې پالي، خو هند له دې اړخه ډاډمن نه دی.
بیجینګ او تهران په وروستیو میاشتو کې په خپلو کې د ۲۵ کلونو لپاره د سیاسي – اقتصادي همکاریو پر تړون کار کوي چې له مخې یې چین د ایران د ټرانسپورت او انرژۍ د تولید په برخه کې ۴۰۰ میلیارده ډالره سرمایه ګذاري کوي. که څه هم چې تر دې دمه د یاد تړون په تړاو په خپرو شویو جزئیاتو کې د چابهار بندر په پروژه کې د چین د ورګډیدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د منځني ختیځ ځینو څیړنیزو مرکزونو لیکلي چې په یوه کمربند یو سړک پروژه کې د ایران ستراتیژیک اهمیت ته په کتو، بیجینګ غواړي ګوادر او چابهار د "خویندو بندرونو"(sister ports) په څیر سره ونښلوي، چې په دې توګه به له چابهاره د هند لاس لڼډ کړل شي.
په منځنۍ اسیا کې د چین مخ پر ودې نفوذ
روسیه او چین په تیرو دوو لسیزو کې په منځنۍ اسیا کې د درېیم قدرت د نفوذ د پراختیا د مخنیوي په هدف په یوه تکتیکی تفاهم سره مخ ته تللي او یو بل یې زغملي دي. په دې موده کې چې چین د منځنۍ اسیا جمهوریتونو کې د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو په لټه کې و، د روسیې فرهنګي نفوذ ته یې درناوی کړی او دغو دواړو سیمه ییزو قدرتونو د ناچارۍ له مخې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO)په چوکاټ کې خپلې نسبي ګډې امنیتي ګټې سره پاللې دي. د کرونا ویرس مدیریت د منځنۍ اسیا جمهوریتونو له رهبرانو لاره ورکه کړې. که څه هم د کرونا له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو څخه د وتلو په برخه کې اروپایي هیوادونو د مالي مرستو تر حده د دغو هیوادونو لاسنیوی کړی، خو د منځنۍ اسیا هیوادونه په پخوانیو مالي ستونزو سربیره، له اوسنیو اقتصادي ستونزو نه د وتلو لپاره بنسټیزو پروژو او با ثباته سوداګرۍ ته اړتیا لري. د دې اړتیاوو پوره کول د روسیې له توانه بهر دي او اروپا هم اوږه نشي ورکولای.
د منځنۍ اسیا دې مجبوریت ته په کتو، چین په دې سیمه کې د یوه کمربند یو سړک لړۍ چټکه کړې. د ریل پټلۍ او ځمکنیو دهلیزونو په ګډون ټولې هغه لارې چې افغانستان له منځنۍ اسیا او له دې لارې اروپا ته د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره په پام کې نیولې وې، د چین د یوه کمربند یو سړک نوښت (BRI)کې شاملې شوې دي.
خو امریکا په دغو پروژو کې د سیمې هیوادونو د ورګډیدو په باب د پخواني خبرداري ترڅنګ، یو لړ نوې ستراتیژۍ تر لاس لاندې نیولې. له دې جملی یو یې هم د مالي پراختیا کمپنۍ (DFC) جوړول دي. د افغانستان د سولې پروسی لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد منځنۍ اسیا ته په خپل وروستي سفر کې د دغې کمپنۍ رییس له ځانه سره بوولی و، څو په منځنۍ اسیا کې د امریکا د راتلونکو ټرانزیټي او سوداګریزې ستراتیژۍ په اړه د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته معلومات ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اسد میاشتې په ۱۵ مه د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه په اعلامیه کې په روښانو ټکو وویل چې "امریکا د سیمې هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ته ژمنه ده" او د همدغو ژمنو د پوره کولو لپاره یې د مالي پراختیا کمپنۍ (DFC) رامنځته کړه.
نتیجه:
په افغانستان کې د چین د سترې پانګونی او لویو پروژو په توګه د عینکو د مسو او امو سیند د نفتو حوزې د پروژو د کار په ټپه دریدو سره سره، چین له دغو پروژو نه، نه دی لاس په سر شوی ځکه چې له ۲۰۱۴ کال، په ځانګړې توګه د سولې پروسې له پیل سره له افغانستان نه د امریکا د وتلو په تمه دی. چین د تیرو شلو کلونو په څیر نه غواړي په پوځي څیره کې افغانستان ته دننه شي، خو د یوې طرحې له مخې تیار دی چې د اړتیا په صورت کې د نړیوال سوله ساتي ماموریت په چوکاټ کې د سولې د دریو پړاوونو د بریا تر وخته افغانستان ته عسکر ولیږي. بیجینګ دا مساله له طالبانو سره هم مطرح کړې خو د افغانستان ګردچاپیر د بیجینګ سوداګریزو – اقتصادي مانورو ته په کتو، که امریکا په بشپړه توګه له افغانستان نه وځي، نو بیجینګ د سیمې د هر بل هیواد په څیر د افغانستان د کنټرول لپاره ټولې وسیلې په خپل لاس کې لري. مګر که سناریو بل ډول شي او امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپل حضور ته دوام هم ورکړي، نو د چین د اقتصادي – سوداګریزې کلابندۍ له امله به افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې له ځینو ستونزمنو انتخابونو سره مخ شي.