د مئ پر ړومبۍ په سیاستوال، فعال او د پښتون تحفظ مومنټ پر یو مشر عارف وزیر باندې « نامعلومو کسانو» د جنوبي وزیرستان په واڼه کې خپل کور ته څېرمه ګولۍ وورولې. هغه زر یوه محلي روغتون ته یوړل شو او بیا په اسلام اباد کې یوه سترروغتون ته ولیږدول شو، چې ژوند یې وژغول شي، خو زخمونه یې مرګوني وو او د مئ ددویمې په اوایلو کې ومړ.
د عارف مرګ زموږ د غورځنګ خلاف، چې په قبایلي سیمو کې د ناقانونه وسله والو ډلو د خاتمې او د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه کې د پاکستان د فوج له خوا د پښتنو خلاف د بشري حقونو خلاف ورزیو، جرایمو د احتساب غوښتنه کوي، د ګڼو بریدونو نه وروستنی برید و.
د عارف وژنې موږ کاواکه کړو، خو دا د خپلو خلکو دپاره د عدالت غوښتلو برخه کې زموږ عزم ته تاوان نه رسوي. ددې برعکس، دې مسالې د خپلو حقونو، برابرۍ او احتساب لپاره زموږ جدوجهد یوځل بیا پیاوړی کړ. د کورونا وبا په حقله د اندېښنو باوجود، د مې پر درییمه په لسګونو زرو کسانو د هغه په پلرني ټاټوبي واڼه کې د هغه په جنازه کې ګډون وکړو. دغه پراخ ګډون یو روڼ او بنیادي پیغام درلود: مونږ د هرې هغې هڅې مقابله کوو، چې زمونږ شورغږ غلی کول غواړي.
د هغه د دفن کولو له مراسمو راوروسته روځو کې، د پي ټي ایم ملاتړ کوونکو په پاکستان، افغانستان او ټوله نړۍ کښې د هغه د قتل خلاف احتجاج او مذمت وکړو.هغوی د پاکستان د حکومت نه وغوښتل چې عاملان یې ونیسي او عدالت ته یې وړاندې کړي. ډېر مهم دا، چې هغوی یوځل بیا د سیکیورټي فورسز (امنیتي ځواکونو) د خوا نه په زوره د خلکو د اوچتولو، ناقانونه وژنو، د ځمکنیو ماینونو د لرې کولو او په خپل تاریخي وطن کې د سوله ییز او با وقاره ژوند په تړا زموږ مطالبې اعاده کړې. خو جواب ښودله ، تر ننه پورې هیڅ ملکي او فوجي چارواکي په ډاګه د عارف وزیر قتل نه دی غندلی. هیچا غمرازي نه ده ښودلې او نه یې هم موږ ته دا ډاډ او یقین دهاني راکړې، چې دغه جرم به دوی څیړي.
ددې پرځای، په هغه له ډزو څو ګینټې روسته انلاین ټرول چې زیاتره پوځ ته په سوشل میډیا کې پټ فعالیتونه کوي، د عارف وزیر او زموږ غورځنګ خلاف یوه شیطاني پراپیګنډه شروع کړه. د نورو بې بنسټه تورونو او سراسر دروغو ترڅنګ، هغوی د عارف د تره زوی او فیلو قانونساز علي وزیر د هغه د قتل ذمه دار وباله. تر دې چې د پاکستان د ترټولو سترې صوبې پنجاب چې د وزیراعظم عمران خان پارټۍ پکې حکومت کوي، د والي دپاره د کارکوکونکي میډیا ټیم ویریفای شوي ټویټر اکاونټ دغسې درواغو ته زور ورکړی و.
کله چې بله ورځ دا ټویټونه واپس واخستلی شول، هیڅ بښنه ونه غوښتل شوه او نه هم چاته ددې تور له امله سزا ور کړل شوه. له څو انګریزي ژبو ورځپاڼو علاوه، سرکاري او پرائیوټ میډیا ادارو دغه وژنه په لوی لاس سنسر کړله.
عارف چې څه ډول ووژل شو، دا په حیرانوونکي شکل په تیرو شلو کلونو کې په وزیرستان او د فاټا په نورو سیمو کې د سلګونو پښتنو قومي مشرانو او سیاستوالو د وژنو په څېر دي.
د وژنو دغه کمپین د ۹/۱۱ پېښو نه روسته هغه وخت پیل شو چې طالب جنګیالي او د هغوی ملګري افغانستان نه په تېښتې مجور شوي وو او پاکستان پریښودل چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې استوګن شي.
د کلونو په اوږدو کې، دې ډلو په منظم طریقې هغه قومي مشران ووژل چې ددوی خلاف یې اواز اوچت کړی و. تر اوسه پاکستاني ریاست د هیڅ یوې وژنې حل نه دی را ایستلی، ښايي ددې دپاره چې دغه ناقانونه ډلې په افغانستان کې د عدم استحکام جوړولو او په خطه کې د خپل اثر او رسوخ د مضوبوطولو دپاره استعمالوي.
عارف وزیر او زه ددغې شیطاني جګړې په عروج کې راغلي وو. مونږ د خپل طرز ژوند تباهي او په ترهګریزو بریدونو او پوځي کارواییو کې د عامو ښاریانو ګڼې وژنې لیدلې دي. مونږ د نامعلومو ډلو د خوا نه چې یوازې زمونږه ریاست ته «نامعلوم» دي، د خپلو مشرانو ټارګټ کیلنګ ( هدفي وژنې) لیدلی. دغو مشرانو کلونه کلونه د حکومت په خوله د جنګیالیو خلاف شخې شولانګې کړې وې خو ریاست په ځلونو ځلونو هغوی ته د انصاف په ورکولو کې پاتې راغلی.
په ۲۰۱۸ کې ریاست فاټا په خیبر پښتونخوا کې ضم کړه او دې چارې هغه بې رحمانه مستعمراتي قواعد چې په دې اضلاعو (ولسولیو) کې له ډیرو کلونو راهیسې چلیدل په موثر ډول ختم کړل او پنځه میلیونه وګړي یې د پاکستان د فډریشن وګړي وګرځول.
دې اقدام په ابتدايي طور پښتنو ته یوڅه امید ورکړی و، چې بالاخره به د وګړتوب مکمل حقوق او تحفظات ترلاسه کړای شي. ددې تاریخي تبدیلۍ باوجود، زمونږ ستونزې نه دي ختمې شوې. له بده مرغه نن پاکستانی ریاست یوځل بیا غواړي چې زمونږ سیمه د کړکیچ او انتشار پر لور لاړه شي. داسې مهال چې امریکا د افغانستان نه د وتلو دپاره تیاری نیسي، د پاکستان په فوج کې شامل یو شمېر بااثره شخصیات یوځل بیا هلته د طالبانو د زور ټینګولو او په سیمه کې د پاکستان د اثر او رسوخ ډیرولو په خاطر په ملک کې د شخړو د یوه بل دور په خوځنده کولو کې منحرفانه لګیا دي. دې هدف ته د رسیدو دپاره، به هغوی یوځل بیا دې ته ضرورت لري چې وسله والو ډلو ته اجازه ورکړي چې د خپلو غیر آئیني سرګرمیو دپاره وزیرستان او افغان پولې ته څیرمه پښتنې سیمې د ټوپ اچونې ددړې په توګه وکاروي.
د څو میاشتو راپدیخوا زه د پي ټي ایم د نورو مشرانو په ګډون، په وزیرستان کې د طالبانو د بحالي یا بیا راپورته کولو په حقله خبرداري ورکوم. تر دې چې علي او ما دا مسئله د پاکستان د پارلمنټ د لاندې ایوان قومي اسامبلې په غونډه کې راپورته کړه. خو اپوټه زموږ خبرداریو ته د غوږنیولو پرځای، ریاستي مشینرۍ دا غوره کړه چې مونږ د ریاست ضد او غیروطنپرست وګڼي.
زمونږ د نظره، عارف وزیر له ده نه وړاندې زموږ د نورو وژل شویو سلګونو قبایلي مشرانو، سیاستوالو او فعالانو په شان د یوه ستر سازش لاندې زموږ د پرامنه مزاحمت او د طالبانو د کنټرول د بحاله کولو دپاره ووژل شو.
خو مونږ پرعزمه یو چې خپل وطن به د طالبانو له خونریزۍ او د پاکستاني پوځ د وژونکو سټراتيجیکو لوبو نه ژغورو. د هېواد دننه او په سیمه کې امن د پاکستان په ګټه دی خو د امن د بیرته راتګ او ودې دپاره د پاکستاني جنرالانو د بې معنا لوبو ختمول ضروري دي. حکومت مونږ د غیر وطنپرست په څېر رنګولو سره نه شي غلي کولی. مونږ به غیر قانوني بندي کولو، د خلکو جبري اوچتولو، وهلو او ډبولو، ګواښونو او د نامعلومو بریدګرو له خوا قتلونو ته اجازه ورنه کړو، چې زمونږ غږ جوپ کړي. مونږ به ترهغه پورې خپل جدوجهد جاري ساتو ترڅو چې زمونږ وطن له پوځي جبر او غیر قانوني وسله والو ډلو نه پاک شوی او د عارف د قتل عاملان د تورو تمبو شاته اچول شوي نه وي.
------
د لیکوال پیژندګلوي:
محسن داوړ پښتون قانونپوه او د پي ټي ایم جګپوړی مشر دی. د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی دی.