پاکستان او هند په سیمه کې د یو بل دوه سرسخته مخالف ګاونډیان دي. دواړه هڅه کوي په سیمه کې د یو بل د نفوذ مخه ډب کړي. د دې دواړو هېوادونو رقابتونه او نیابتي جګړې د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز لري. هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې د یو بل له نفوذ نه وېره لري. له همدې کبله د هند له ازادۍ او پاکستان له رامنځته کېدو وروسته، افغانستان ته د دې دواړو هېوادونو په بهرني سیاست کې یو ځانګړی او مهم ځای ورکړل شوی. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی د خوښې یا هم لږ تر لږه داسې یو حکومت رامنځته شي چې د دوی پلوی وي.
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د پاکستان ـ هند د اړیکو تر څنګ د پاکستان او هند په هغو موخو او ګټو خبرې وشي چې دغه دواړه هېوادونه یې په افغانستان کې لري، همدارنګه پر دې هم بحث شوی چې د دواړو هېوادونو رقابتونو پر افغان جګړه څه اغېزې لرلې دي.
پاکستان ـ هند اړیکې
په ۱۹۴۷م کال کې د لوی هندوستان تر تقسیم او پاکستان تر جوړېدو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو ۷۳ کلونو کې درې خونړۍ جګړې او څو شخړې رامنځته شوې دي. دغه جګړې او شخړې تر ډېره د کشمیر پر سر وې؛ خو د کشمیر قضیه لا هم یوه ناحل او لانجمنه قضیه پاتې ده، د کشمېر په لانجمنه سیمه کې خلک د پاکستان او هند د سختدریځو ډلو سره په لوی سرخوږي او جنجال اخته دي.
پاکستان او هند د سیمې دوه ستر او د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه دي، د دې دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلې اړیکې او تاوتریخوالی په مستقیم ډول د سیمې د نورو هېوادو پر وضعیت اغېز لري. د تاریخ په اوږد کې د دغو هېوادو ترمنځ هر رامنځته شوي تاوتریخوالي د سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت سیوری غوړلی دی.
د بېلګې په توګه کله چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۴۵ هندي پوځیان په یوه موټربم برید کې ووژل شول . هند یې پړه پر پاکستاني پوځ او استخاراتو واچوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځه شو. په دغه لړ کې د پاکستان د هوایي چلند ادارې له خپل فضایي حریم څخه د ټولو تېرېدونکو الوتکو پر تګ بندیز ولګاوه. دغه چارې له یوې خوا هوایي شرکتونو او سوداګرو ته لوړ مالي زیانونه واړول او له بلې خوا د سلګونه کسانو په سفر کې ځنډ رامنځته کړ او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې.
له افغانستان سره د هند او پاکستان اړیکې
افغانستان او هند لرغوني اړیکې لري. دغه اړیکې د لوی هندوستان له تقسیم وړاندې د غوري او غزنوي حکومتونو دوران ته رسېږي. یعنې دواړه هېوادونه له پخوا په اړیکه کې پاتې شوي دي، هغه که د یرغل په بڼه و، یا مذهبي اړیکې وې او یا هم که پر یو بل حکومت کولو.
په ۱۹۴۷م کال کې د هند له ازادۍ وروسته افغانستان او هند د نهرو ـ داوود ـ ناصر د ناپېیلي غورځنګ له امله، یو بل ته نږدې شول. دواړو هېوادونو تر ۱۹۷۹م کال پورې له یو بل سره ډېرې ښې اړیکې درلودې. د ډیورنډ کرښې او پښتونستان د قضیې پر سر د کابل او اسلام آباد مخالفت او له بله اړخه د کشمیر پر سر جګړې او تربګنۍ، همدارنګه د ناپېیلتیا غورځنګ هغه لوی موارد ګڼل کېږي، چې د افغانستان او هند اړیکې یې ډېرې ښې ساتلې وې.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره هند ورو ورو په افغانستان کې خپل ځای له لاسه ورکاوه. خپله د هندي شنونکو په اند چې د جهاد په دوران کې (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م ) هند په افغانستان کې د خپل بهرني سیاست په برخه کې سخته ماته وخوړله او بالمقابل پاکستان په لومړي ځل چانس ترلاسه کړ چې د افغانستان اړوند د ځان په ګټه بهرنی سیاست ولري.
له افغانستانه د شوروي یرغلګرو ځواکونو له وتلو وروسته بیا تر ۲۰۰۱م کال پورې، هغه پړاو بلل شوی دی، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د یو بل نفوذ کمولو په موخه ګرمه سیالي پیلوي. په دغه پړاو کې پاکستان هغه څه په پوره توګه نشي ساتلی چې د جهاد په دوران (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م)کې یې ترلاسه کړي وو. په دغه کلونو کې هند د شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه . له ۲۰۰۱م کال را وروسته بیا تر اوسه په تېرو دوو لسیزو کې هند د خپل نرم ځواک له لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته پوره کار کړی، هند توانېدلی چې د خپلو پراخو مرستو پر مټ د زیاتره افغانانو زړونه وګټي.
په افغانستان کې د هند ګټې او اندېښنې
افغانستان د ځمکې د کرې په یوه ډېره ستراتېژیکه برخه کې موقعیت لري، له همدې امله ده چې خلک یې کله د سوېلي آسیا له هېوادونو څخه بولي، کله یې د منځني ختیځ برخه ګڼې او کله یې بیا د منځنۍ آسیا یوه منل شوې برخه بولي. د افغانستان دغه ستراتیژیک موقعیت دومره ارزښتناک دی، چې په سیمه کې د ځواک محوري نکته ګرځېدلی شي. همدارنګه په افغانستان کې د درې تریلیونو ډالرو په ارزښت د کانونو موجودیت، د نړۍ د سترو قدرتونو لپاره د افغانستان ارزښت نور هم زیات کړی.
هند په سیمه کې یو مهم او ستر هېواد دی، په وروستیو لسیزو کې هند په منځنی اسیا کې د خپلو ګټو د خوندي کولو او همدارنګه د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو په کتار کې درېدلو لپاره هڅې کوي. د هند لپاره د همدې ګټو د خوندي کولو په موخه پر افغانستان نفوذ درلودل او له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا ارزښت لري.
له ۱۹۷۹م کال مخکې افغانستان او هند ښه ملګرتیا درلوده ځکه تر همدې کال پورې په افغانستان کې هر رامنځته شوی حکومت د پاکستان خلاف و، ډېری وخت یې د پښتونستان د مسلې او د پښتنو د حقونو پر سر له پاکستاني حکومتونو سره شخړې او لانجې کړې دي؛ خو د شورویانو له یرغل او افغان جهاد له پیلېدو سره، پاکستان د افغان جهادي ډلو ترشا ودرېد او جهادي ډلې یې د خپل ستراتېژیک عمق د ترلاسه کولو په موخه وکارولې.
هند په افغانستان کې د پاکستان له ستراتېژیک عمق څخه اندېښنه لري او غواړي په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق خنثی او کله هم پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې په پښو ودرېدلی شي. له همدې کبله په افغانستان کې د هند تګلاره اصلاً د پاکستان خلاف د پالیسۍ یوه مهمه برخه ده.
هند په افغانستان کې د بنسټ پاله او جهادي ډلو له واک ته رسېدو وېره لري، نه غواړي چې په افغانستان کې د مجاهدینو او یا هم د طالبانو په شان حکومتونه رامنځته شي. زیاتره هندي شنونکي په دې اند چې یو داسې افغانستان چې د مذهبي بنسټ پالو واکمني/ خپرېدا پکې وي؛ یوازې د پاکستان لپاره اړین دی، چې کولای شي له دې لارې بیا په کشمیر کې پر هند فشار راوړي.
هندوستان د تېرو شلو کلونو په جریان کې له افغانستان سره تر دوه میلیارده ډالرو پورې مرسته کړې. ددې مرستو زیاته برخه د ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلي بورسونو، د سړکونو پخولو، د خوراکي توکو، ژمنیو مرستو او نورو برخو کې ترسره شوې دي. د هند له دې ټولو مرستو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان کې د موجوده نظام کلک ملاتړی دی.د هند له مهمو هیلو یوه دا وه چې د افغانستان له خاورې پاکستان وڅارلی شي، ظاهرا داسې ښکاري چې په کندهار او ننګرهار کې د افغان حکومت له لوري هند ته د کونسلګریو په ورکړې سره، د هند دا هیله هم پوره شوې ده. په وروستیو څو کلونو کې هند د خپل نرم ځواک له لارې د خپل بهرني سیاست د بریا په اوج کې دی. هند وکولای شول چې د ډېری افغانانو زړونه لاسته راوړي. اوس مهال هند د افغانانو لپاره تر ټولو ښه ملګری او خواخوږی هېواد دی.
په ټوله کې په افغانستان کې د هند تګلاره په دوو سترو برخو را څرخېږې: لومړی یې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق خنثی کول او د یوه داسې رژيم د راتلو مخه نیول چې اساسا د هند دښمني غواړي او دویم پړاو کې د اوږد مهالو دېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په مرسته له یوه باثباته، نومیالي او هند پلوي رژیم سره اړیکې ټینګې کړي.
د پاکستان افغان تګلاره
د پاکستان له جوړېدو سره سم پاکستان له دوو هېوادونو څخه وېره درلوده: افغانستان او هندوستان. دا ځکه چې پاکستان له هند سره د کشمیر پر لانجمنه سیمه او له افغانستان سره د پښتونستان پر سر تربګنۍ او جنجالونه درلودل او لا یې هم لري.
د پاکستان له جوړېدو را وروسته دې هېواد هڅه کړې چې پر افغانستان د ډیورند کرښه ومني، همدارنګه دوی هڅه کوي چې هند په افغانستان کې فعال حضور او نفوذ ونه لري؛ ځکه که داسې وشي نو پاکستان له دوو محاذونو سره مخ کېږي. په همدې موخه لکه څنګه چې هند په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق خنثی کېدل غواړي، بالمقابل پاکستان هم په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه وېره لري. د پاکستان په اند هند نه یوازې په منځنۍ اسیا کې د پاکستان مخه ډب کول غواړي، بلکې په جلال آباد او کندهار کې د هند کونسلګرۍ، د هندي استخباراتو اډې بولي او داسې انګېري چې له هغه ځایه په پاکستان کې د ورانکارۍ عملیات ترسره کوي.
لکه څنګه چې هند په افغانستان کې د یوه بنسټ پاله او جهادي حکومت له راتلو نا خوښ دی، داسې پاکستان په افغانستان کې د یوه ولسواک او دیموکراتیک نظام له رامنځته کېدو اندېښنه لري. د هندي شنونکو په اند هند په دې فکر دی چې که د طالبانو یا مجاهدینو په شان نظامونه رامنځته شي، نو په افغانستان کې به د هغو مذهبي او جهادي ډلو لپاره پټنځایونه او د روزنې مرکزونه برابر شي چې د کشمیر د ازادۍ په خاطر د هند خلاف جګړه کوي. بل خوا پاکستان بیا د یوه ولسواک او دیموکراتیک نظام له راتلو څخه ځکه ناخوښ دی چې د ډیورنډ او پښتونستان قضیه به را پورته کړي.
له هند سره د پاکستان شخړې او دښمني او د افغانستان ـ هند نږدې اړیکو له امله پاکستان وېره لري چې هسې نه پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ راګیر شي. په همدې دلیل پاکستان تل هڅه کړې د افغانستان بهرنۍ چارې په تېره بیا د هند په اړه کنټرول کړي.
البته په افغانستان کې د دغو دوو هېوادونو د نفوذ کولو د هڅو ترمنځ یو توپیر شته، هند د سیاسي، اقتصادي او تجارتي مناسباتو له لارې د نفوذ په لټه کې دی او پاکستان د نیابتي ډلو ( جګړې او ورانکاریو) له لارې.
پایله
په افغانستان کې د هند ـ پاکستان د یو بل خلاف هلې ځلې او پالیسي، تر ټولو زیات افغانان اغېزمن کوي. موږ د خپل تاریخي رول له مخې تل په داسې قضیو کې ناپېیلي پاتې شوي یو؛ خو په وروستیو دوو لسیزو کې د یوه نا متوازن بهرني سیاست خپلولو له کبله نه یو توانېدلي چې د هند او پاکستان په شان مخالفو هېوادونو اړوند د خپل بهرني سیاست توازن وساتلی شو.
له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان د امریکا د «ترهګرۍ ضد جګړې» له امله افغان دولت هم د «ترهګرۍ» پر ضد جګړه پیل او دا یې د خپل بهرني سیاست یوه برخه وګڼله. په دې برخه کې د افغان دولت یوه لویه ستونزه دا وه چې په سیمهییزو قضایاوو کې یې توازن ونه شو ساتلای، په تېره بیا د هند او پاکستان ترمنځ. د بېلګې په توګه د حامد کرزي په دوره کې د افغان حکومت اړیکې له هندي لوري سره د پاکستان په پرتله ډېرې نږدې وې؛ خو دغه چاره د پاکستان د ناخوښۍ سبب و. د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف په یوه مرکه کې وایي :« موږ له ۲۰۰۱م کال وروسته له افغان طالبانو څخه له دې کبله ملاتړ وکړ، چې افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره مرسته کړې وه چې له شا پر پاکستان ګوزار وکړي.»
همدارنگه د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره، په لومړیو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې ډېرې نږدې شوې. ولسمشر غني په لومړیو شپږو میاشتو کې هند ته هېڅ سفر ونه کړ او برعکس دغه مهال د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د چارواکو سفرونه زیات شول؛ خو کله چې پاکستان دخپلو ژمنو په عملي کېدو کې پاتې راغی او طالبان یې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د سولې د خبرو میز ته حاضر نه شو کړای، نو د دواړو هېوادونو ګرمې اړیکې بېرته ورو ورو په سړېدو شوې.
هند او پاکستان د سیمې دوه مهم هېوادونه دي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او شخړې په مستقیم ډول د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز کوي. همدارنګه دواړه هېوادونه په سیمه کې ستراتېژیک ملګري هېوادونه لري او د دوی د اړیکو ترینګلتیا د سیمې په کچه د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او رقابتونو د را ولاړېدو وېره زیاتوي، چې دغه وضعیت د افغانستان قضیه تر خپل سیوري لاندې راولي.
په افغانستان کې روانه جګړه داخلي، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري. له همدې امله ده چې په پای ته رسېدو کې یې د سولې هڅې ټکنۍ ښکاري. افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ننګوونکې دا ده، چې څرنګه د ښکیلو خواوو، سیمهییزو قدرتونو او په قضیه کې د دخیلو اړخونو مشروع ګټې په یوه چوکاټ کې په نظر کې ونیول شي، څو دا پروسه بریالۍ شي.
د سیمې په کچه د هند او پاکستان د اړیکو څرنګوالی د افغانستان د جګړې او سولې یو مهم اړخ ګڼل کيږي. پاکستان د افغان سولې په روانه پروسه کې د امریکا د سختو فشارونو له امله همکارۍ ته اماده ښکاري، پاکستان د ملا عبدالغني برادر په خلاصون، د امریکا ـ طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک او تازه د بین الافغاني خبرو په برخه کې په هلو ځلو سره ځان د افغان سولې د تامین په برخه کې یو ژمن ګاونډی ښيي؛ خو لاهم د پاکستان پر نیت شک او شبهات په خپل ځای دي. پاکستان ظاهرا د تېر برعکس، له افغان حکومت، طالبانو او متحده ایالاتو دریواړو خواوو سره د ښو روابطو ساتلو په هڅه کې دی، خو هند د قضیې له دوو اړخونو ( افغان حکومت او متحده ایالاتو سره) په ارتباط کې دی.
هند په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د سولې له بهیر سره محتاطانه چلند کوي او د افغانستان د حکومت له دریځ نه ملاتړ کوي. هندي شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان له سولې وروسته پر امریکا د فشار وسیلې له لاسه ور کوي او نوی ډیلی کولای شي د طالبانو له مختلفو ډلو سره خپلې اړیکې ورغوي او په افغانستان کې د نوي سیاسي دور له رامنځته کېدو سره هممهاله د ځان پر وړاندې د راټوکېدونکي حساسیت او د افراطي ډلو له متوجه خطراتو مخه ونیسي.
----------------------------------------
ماخذونه:
لومړۍ جګړه: په ۱۹۴۷م کال کې له هند نه د پاکستان له جلا کېدو سره، پاکستان هڅه وکړه، چې له نظامي لارې د «جمو او کشمیر» سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ خو د یادې سیمې مشر «هري سینګ» له هند څخه د مرستې غوښتنه وکړه او هند هم په دې شرط، چې د یادو سیمو د الحاق هوکړه به ورسره لاسلیک کوي، د هري سنګ دغه غوښتنه ومنله او په دې توګه د هند او پاکستان ترمنځ لومړۍ جګړه پیل شوه. دغې جګړې د ۱۹۴۹م کال تر جنورۍ دوام وکړ او په پای کې پاکستان د کشمیر نږدې یو پر درېیمه برخه سیمې د آزاد کشمیر په نوم له هند څخه را جلا کړې.
دویمه جګړه؛ د هند او پاکستان ترمنځ دویمه جګړه په ۱۹۶۵م کال کې وشوه. دغه جګړه هم د کشمیر د هغو سیمو په سر وشوه، چې لومړۍ جګړه پرې شوې وه. د کشمیر دویمه جګړه د ۱۹۶۵م کال په اپریل کې د پاکستان له لوري په جمو او کشمیر کې د جبل الطارق نظامي عملیاتو له اعلان سره پیل شوه او د همدې کال تر سپټمبر میاشتې یې دوام وکړ او بالاخره د ملکرو ملتونو سازمان له لوري د تحمیلي اوربند او تاشکند اعلامیې له اعلان سره پای ته ورسېده.
درېیمه جګړه: کله چې د پاکستان دننه په ختیځ پاکستان (بنګال) کې د تجزیې غوښتنې او د بنګالیانو د خپلواک هېواد ناره پورته شوه. د ۱۹۷۱م کال په مارچ کې په پاکستان کې د وخت ولسمشر یحیی خان د ختیځ پاکستان تحریک ځپلو په موخه پوځي اقدام وکړ. په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو په ملاتړ د هندي ځواکونو حضور دغه جګړه لا ګرمه او پراخه کړه. شاوخوا ۱۴ ورځې هندي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه، چې په پای کې پاکستان ماتې وخوړه او لومړی هند او څه وخت وروسته پاکستان هم بنګلادېش د رسمي هېواد په توګه ومانه.
د ازادۍ راډیو پر پاڼه یې آنلاین وګورئ: https://pa.azadiradio.com/a/29771907.html
د ازادۍ راډیو پر پاڼه یې آنلاین وګورئ: https://pa.azadiradio.com/a/29795571.html
خلیل، احمد بلال.۲۰۱۴. “په افغانستان کې د هند ګټې ۲۰۰۱ – ۲۰۱۳” تحلیل، دویمه ګڼه، کابل: د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز
په ۱۹۹۶ – ۱۹۹۷م کې د هند استخباراتو له تاجکستان سره مذاکرات پیل کړل، تر څو په فرخار کې اډه ترلاسه کړي او له هغه ځایه له شمالي ټلوالې سره د طالبانو په خلاف مرستې وکړي. ویل کېږي چې کله پر احمدشاه مسعود ځانمرګی برید وشو؛ نو له برید وروسته نوموړی همدې هندي اډه کې یوه روغتون ته چې د شمالي ټلوالې لپاره جوړ شوی و، راوستل شو.
د لاډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: ویکیپیدیا: http://en.wikipedia.org/wiki/Farhkor Air Base
یوازې د موسی شفیق او په پای کې د سردار محمد داوود خان د حکومت په وخت کې د دې مسلې د حل لپاره یو څه هلې ځلې وشوې.
هند په ۱۹۹۶ -۹۷ کلونو کې د طالبانو خلاف له شمالي ټلوالې سره مرسته کوله، همدارنګه اوس مهال د سیمې په کچه هند هغه هېواد دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو اندېښنې لري.
خلیل، احمد بلال. ۲۰۱۵. “د پاکستان ستراتیژیک عمق تګلارې ته لنډه کتنه”، تحلیل، درېیمه ګڼه، کابل: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز
د پرویز مشرف مرکه په آنلاین بڼه وګورئ: http://www.dawn.com/news/1163376
د اشرف غني د بهرني سیاست په اړه دا لیکنه وګورئ:
http://csrskabul.com/?p=4601
Afghan peace talks: India must reach out to Taliban factions willing to work with it, Times of India, September 15, 2020