د شلمې پېړۍ له پیل راپدیخوا د فلسطین له کړکیچ وروسته د جنګونو په تاریخ کې په افغانستان تپل شوې جګړه له ټولو اوږد او تباه کوونکې جګړه ده. لومړۍ نړیوالی جګړې څلور کاله، دویمې تقریبا شپږ کاله، د ایریتریا د ازادۍ جګړې ۳۰ کاله، د نامیبیا د ازادۍ جنګ ۲۹ کاله ، د ویتنام جګړې۱۸ کاله او د الجزایر د ازادۍ جګړې ۸ کاله دوام وکړ، خو افغانستان له شاوخوا۴۰ کلنې جګړې وروسته، لاهم د شخړو او ناکراریو شاهد دی.
له۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره ډیرې هلې ځلې شوې خو تر اوسه یې کومه پاموړ نتیجه نه ده ورکړې.
سره له دې، چې افغانان له جګړې ستړي شوي او سوله یې تر ټولو ستره هیله او اړتیا ده او دا ورته ثابته شوې هم ده، چې دا تپل شوې پردۍ جګړه ده او هیڅ ډول ملي، دیني او سیاسي مشروعیت نه لري خو د سولې لپاره روانو هلوځلو ته د خپلو پخوانیو تجربو پر اساس د شک په سترګه ګوري.
کمزورې حکومتولي، په ملي چارو کې د افغانستان د نخبه ګانو ترمنځ د تفاهم نشتوالی، په سیاسي او ټولنییز لحاظ نامنظم ملت، د جګړې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو متضادې ګټې او د سیمه ییزو قوتونو رقابت د جګړې د اوږدیدو او سولې پروسې د ټکني کیدو عوامل دي.
د جګړې پیل او وده
د نړۍ په هره برخه کې د اوسنیو جګړو علتونه ملي ګټې دي. دین، ایډیالوژۍ، بشري حقوق، دیموکراسي، اسلامي ورورولي او داسې نورو شعارونه د جګړې د مشروعیت لپاره کارول کیږي چې مصرفوونکي یې اکثریت وروسته پاتې ولسونه دي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سم یوه داسې جګړه وتپل شوه چې هم ملي او هم نړیواله وه. دغه جګړه لومړی، په کونړ، نورستان او خوست کې په محدودو وطني وسایلو پیل او د منابعو په زیاتیدو او لوبې ته د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو په داخلیدو سره پراخه شوه. جګړه په پیل کې ملي ځکه وه چې د افغانانو په ملي حاکمیت تیری شوی و او سرچینې یې هم ملي وې. نړیواله ځکه شوه چې د جګړې بهرني ابعاد ډیر پراخ شول او د نړۍ اکثره لوی او واړه قوتونه په یو نه یو ډول ددغې جګړې لوبغاړي دي.
د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي خو عمده اهداف، پلان، منابع او د اهدافو ټاکونکي یې غیرافغاني دي چې په افغانستان او سیمه کې د متضادو اهدافو لپاره کارول کیږي. نو ځکه ویلی شو چې جګړه ملي بڼه نه لري او بهرنی اړخ یې غښتلی دی. دا چې جګړه ولې دومره اوږده شوه او ولې پای ته نه رسیږي کورني او بهرني دواړه علتونه لري.
سیاسي ټیکاو او ملي تفاهم
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، د لوبغاړو شمېر، د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو متضادې ګټې او اهداف د جګړې د دوام باعث کیږي. کورنۍ ستونزې لکه په بیلو بیلو وختونو کې د سیاسي او اقتصادي قدرت د انحصار هڅه، پر ملي مسایلو د ټولنې د نخبه پوړ عدم تفاهم، کمزوری اقتصاد، بې عدالتي، اداري فساد، ټوپکواکي، د مخدره توکو مافیا او کمزورې حکومتولي هغه عوامل دي چې بهرنیو لاسوهنو ته زمینه مساعدوي او د طالب، حقاني او په محلي سطح د جنګسالارانو په بڼه تبارز کوي.
طالبان بیرته قدرت ته رسیدل او یا په قدرت کې داسې لویه ونډه غواړي چې ټاکونکی ځواک دوی وي او نور پکې صرف حضور ولري. جنګسالاران نه یوازې د خپل سیاسي قدرت او امتیازاتو ساتل غواړي، بلکې د میراثي کولو په هڅه کې یی هم دي. د مخدره توکو کاروباریان او د قراردادونو مافیا په کمزوري حکومت، ناامنۍ، اداري فساد او جګړه کې خپلی ګټي ویني نو ځکه د سولې راتګ ته زړه نه ښه کوي او مخه یې نیسي.
بل څه چې دولت کمزوری او بی ثباته کوي د هیواد ناکاره سیاسي جوړښتونه په تیره د حکومت، پارلمان، سیاسي ګوندونو، ملکي خدماتو د مؤسساتو جوړښت او د خپل کار په پایښت د کارمندانو بی باوري ده.
د یوه دیمکوکراتیک جمهوری نظام د بري لپاره یوه داسې پارلمان ته اړتیا ده چې له سیاسي ګوندونو جوړ او په کاري لحاظ په سکتوري ډلو کې تنظیم شوی وي. د کاري موضوعاتو په ټاکنه او د مصوبو په ترتیب او تصویب کې د ملي ګټو په بنسټ مسلکي چلند وکړي، سیاسي او ایډیالوژیک مخالفت په نظر کې و نه نیسي. که په پارلمان کې مسلکي ظرفیت نه وي نو بیا له پارلمان نه د باندې موجود مسلکي ظرفیت وکاروي. خو موږ په تیرو شلو کلونو کې دداسې پارلمان په لرلو بریالی نه شوو. حکومتونو ونه غوښتل چې د وخت له غوښتنو سره سم د ګوندونو یو داسې قانون رامنځ ته کړي چې له یوې خوا په هیواد کې د سیاسي ټیکاو او ملي یووالي هسته وي، د سیاسي بی ثباتۍ مخه ونیسي او له بل پلوه د حکومت لپاره د دولتي مسؤلیتونو په سرته رسولو کې یوه ډاډمنه کاري مرجع او د ملي ګټو مدافع قوه وي. زموږ اوسنی پارلمان تر ډیره حده له داسې افرادو نه جوړ دی چې سیاسي پروګرام او اجنډا یې یوازې شخصي ګټې دي او کوم خاص تخصص نه لري. داسې پارلمان د حکومت او ملت لپاره یوازې له جنجال، مالي منابعو ضایع کولو او د هیواد حیثیت ته له زیان اړولو پرته کومه بله پایله نه لري.
د وخت او زمان له غوښتنو سره سم او د دیموکراسۍ د اړتیاوو پر بنسټ سیاسي ګوندونو ته موقع او مسؤلیت نه ورکول نه یوازې له سیاسي ټیکاو سره مرسته نه کوي، بلکې د دیموکراسۍ د ودې مخه نیسي، انتخابات په بحران بدلوي او د یوه کاري پلان او پروګرام پر اساس د حکومتي چارو د پرمختګ په لار کې خنډ واقع کیږي. که څه هم موږ د دولت مشرتابه د انتخاباتو له لارې ټاکو خویوازې د ۲۰۰۴ کال ټولټاکنې جنجالي نه وې؛ د ولسمشرۍ له تیرو دوو انتخاباتو وروسته بیا هم زموږ حکومتونه د ټاکنو زیږنده نه بلکې د یوه سیاسي تفاهم پایله وه. د دواړو خواوو ترمنځ د جوړجاړي قرارداد په پایله کې حکومتي پستونه د متخاصمو ټیمونو ترمنځ د فیصدۍ او پستونو د اهمیت په اساس ویشل کیږي، نه د یوه پنځه کلن کاري پروګرام او مسؤلیت پر اساس. دغه وضعیت د سولې په څېر هر ملي بهیر کې د حکومت دریځ اغیزمنوي. له یوې خوا په حکومت باندې د ولس باور له منځه وړي، په مدرنو سیاسي مؤسساتو کې د ملت د تنظیمیدو مخه نیسي او له بلې خوا د کورنیو مخالفینو، سیمه ییزو دښمنانو او لاس وهونکو هېوادونو پر وړاندې په مجموعي توګه افغانستان داسې کمزوری کوي چې د خپلو مشروع حقونو او ګټو دفاع نشي کولی.
همدغه شان د هر سیاسي نظام د بري لپاره د سیاسي پرسونل او ملکي خدماتو ترمنځ بیلتون اړین دی.
د سیاسي پرسونل بدلون د دولتي واک د انتقال په پایله کې یو طبعي چلند دی خو د وزارتونو او نورو دولتي مؤسسو پرسونل باید د کښته نه پورته په تدریجي توګه وده وکړي اوهر کارمند باید په خپل کاري مصؤنیت باورمند وي. ایډیالوژي، شخصي او سیاسي ذوق، سلیقه او یا سیاسي رشوت باید د دولتي کارمندانو د ادلون او بدلون، مقررۍ، پرمختګ او منفکۍ معیار نه وي. البته د قانون په چوکاټ کې د زحمت په مقابل کې امتیاز او د تخلف په مقابل کې سزا یو اړین مدیریتي چلند دی. په دې توګه د افرادو پر ځای د دولت په وړاندې د دولتي کارمندانو وفاداري، مسلکي تخصص او غښتلي دولتي او غیر دولتي مؤسسات رامنځ ته کیږي، ولس په دولت باندې باور پیدا کوي، د قانون رعایت ته زمینه برابریږي، د هېوادپالنې حس غښتلی کیږي او دولت په ټوله کې له ځان او ملي ګټو نه د کورني مخالفت او بهرنیو لاسوهنو پروړاندی د دفاع ځواک پیدا کوي. خو موږ په دی برخه کې هم له لویو ستونزو سره مخ یو او ترڅو چې په دې برخه کې لازم اصلاحات رانه شي، دولت دې له افرادو نه د وفادارۍ تمه نه کوي.
سیمه ییز لوبغاړي او د ګټو تضاد
په بهرنۍ کچه د افغانستان په جګړه کې پاکستان یوازینی نه خو تر ټولو ستر لوبغاړی دی. افغانان او تر ډیره نړیوال پاکستان د سولې په لار کې لوی خنډ ګڼي، د مخالفینو مرکزونه او روزنځایونه هلته دي او ددغه هېواد د پوځي او استخباراتي اورګانونو له خوا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د تحقق په نیت تمویلیږي. پاکستان له خپل تاسیس راپدیخوا د افغانستان د بی ثباتۍ او ناامنه کولو لپاره ستراتیژی لري او په متداومه توګه یې د بیلابیلو مؤسساتو په وسیله تعقیبوي.
په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې د برهان الدین رباني په ګډون یو شمیر ځوانان د لوړو دیني زده کړو لپاره مصر ته ولیږل شول. د فرانسوي محقق اولیویه روه له څیړنو نه څرګندیږي چې پاکستاني استخبارات په هغه وخت کې دې ته ځیر وو چې څنګه دغه ځوانان تنظیم او د خپلو ګټو لپاره وکاروي. مودودي چې د سیدقطب ترڅنګ د افغاني اخوانیانو لپاره د ایډیالوژیک الهام منبع وه د افغاني اخوانیانو په تنظیم کې ستره ونډه لرله. د اولیویه روه په قول قاضي حسین احمد په هغه وخت کې څو وارې په پټه کابل ته تللی و او په پغمان کې یې د دغوځوانانو د تنظیم په نیت له دوی سره غونډې کړې وې. ددې هلو ځلو په پایله کې د جوانان مسلمان په نامه یو پاکستاني پلوه افراطی تنظیم رامنځ ته شو چې د پاکستان په هکله یې د افغانستان پر دریځ سختې نیوکې کولې. د بنګله دیش په جګړه کې د نورو سیاسي قوتونو برعکس، جوانان مسلمان په زرنګار پارک کې د پاکستان په ملاتړ مظاهره وکړه. په افغانستان د شوروي اتحاد یرغل پاکستان ته یو طلایی چانس وچې د لویدیځې نړۍ او عربو په امکاناتو یې ددغو اخوانیانو په مرسته د کډوالو ځوانانو نه داسې یو مغز مینځلی قوت جوړ کړچې هر څو کاله وروسته یې نوم بدلیږي او تر اوسه یې د افغانستان د کمزورتیا لپاره کاروي.
پاکستان په افغانستان کې سیاسي، پوځي او اقتصادي اهداف تعقیبوي او غواړي چې د افغانستان د غیر مستقیم اشغال په وسیله په یو مهم سیمه ییز ځواک بدل او له هند سره د رقابت جوګه شي. دغه هدف ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې یو کمزوری لاسپوڅی حکومت غواړي څو د افغانستان له جغرافیا، بشري قوت، اوبو او طبیعي زیرمو نه استفاده وکړای شي او د مرکزي اسیا بازارونو ته لار پیدا کړي.
برعکس د پاکستان سیال هند له افغانستان سره تاریخي ښې اړیکي لري او د افغانستان په زیربنايي پروژو کې یې لویه پانګونه کړې. هند افغانستان ته هرکال د ۱۰۰۰ نه زیات تحصیلي بورسونه ورکوي چې دغه کار په طبیعي توګه د موجودو ښو اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي. هند د ایران د چاه بهار بندر له لارې له یوې خوا افغانستان سره د تجارتي او نورو اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي او له بلې خوا د مرکزي اسیا او روسیې بازارونو ته لاس رسی پیدا کوي، چې په همدې نیت یې د نوموړي بندر په پراختیا کې د سلګونه میلیونه ډالرو پانګونه کړې او د زرنج دلارام د سړک په جوړولو سره یې له یوې خوا دغه بندر د افغانستان له سترو ښارونو او مرکزي اسیا سره وصل کړی او له بلې خوا یې فراه او نیمروز په مهمو تجارتي ولایتونو بدل کړي. په دې توګه د نوموړو ولایتونو په پرمختګ او د خلکو په ژوند کې ژور بدلون راغلی چې دغه حالت بیا پاکستان په خپله ګټه نه ګڼي او د هند د نفوذ پراختیا یې بولي.
ایران بل سیمه ییز لوبغاړی دی چې له یوې خوا له عربو په تیره سعودي عربستان سره خپله تاریخي دښمني په افغانستان کې پالي او له بلې خوا په افغانستان کې خپل سیاسي، اقتصادي او کلتوري اهداف تعقیبوي. زموږ امنیتي اورګانونه، محلي حکومتي مقامات او د ملي شورا ځینې غړي د افغانستان د زیربنايي پروژو لکه د سلما او کمال خان بندونو د کار دمخنیوي په خاطر تخریبي عملیاتو کې د ایران لاس لرل په ګوته کوي او بین المللي مؤسساتو، زموږ دولتي او غیر دولتي سازمانونو په جګړه کې د ایراني وسلو د استعمال او په ایران کې د ورانکارو د روزلو راپورونه خپاره کړي، خو د افغانستان حکومت په رسمي توګه تر اوسه ایران نه دی تورن کړی. د ایران لاسوهنه تر ډیره حده د اقتصادي او کلتوري یرغل او د افغانستان په مهمو دولتي اورګانونو کې د خپلو پلویانو د ځای په ځای کولو په بڼه ترسره کیږي. همدغه شان عربستان او د خلیج ځینې نور هیوادونه بیا په افغانستان کې د ایران له نفوذ نه په وېره کې دي او له پاکستان سره په همکارۍ د طالبانو له تقویې سره مرسته کوي. د خلیج هیوادونو په ۱۹۸۰یمه لسیزه او بیا وروسته د تنظیمي جګړو په مصرف کې لویه ونډه لرله، خو د افغانستان په بیا رغونه کې د متحده اماراتو نه پرته بل عربي هیواد د تمې خلاف ډیره ونډه وانخیسته، چې په دې کې زموږ د کمزورې دپلوماسۍ تقصیر هم دی.
څنګه یوه منطقي حل ته ورسیږو؟
جنګ ډیر اوږد شو او افغانان په خپله خاوره کې د تل پاتې جګړې توان نه لري. زموږ هلو ځلو تراوسه ځکه نتیجه نه ده ورکړې چې د ناامنۍ لوبغاړي زیات دي او له یوبل سره متضاد اهداف تعقیبوي. همدغه شان په کور دننه هم د ملي تفاهم لپاره ډیر کارنه دی شوی. زموږ حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې قومي شورا ګانې او میډیا مسؤلیت لري چې د سولې په هکله د نظر د اختلاف باوجود واحد دريځ غوره کړي او عام ولس ته د سولې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په ضد جهت ورکړي. حکومت باید د ذهنیت او باور جوړونې په پروسه کې خلک د ځان ملګري کړي او خپل پلانونه له خلکو سره شریک کړي.
افغانستان د ۳۰۰ زرو په شاوخوا کې امنیتي سرتیري لري چې په سوله او دفاع کې ټاکونکی رول لري. امنیتي ځواکونه او د ملي امنیت ریاست د خلکو د امنیت، مال او ناموس په ساتنه کې د خطر په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. باید د سولې په خبرو کې د نظر حق ولري. موږ په کیفي او کمي لحاظ له پیاوړو استخباراتو پرته په سیمه کې ارام ژوند نه شو کولی نوځکه باید ددغه ارګان تقویې ته ډیره پاملرنه وشي.
د ناامنۍ لوبغاړو ته په کتو سره باید د سولې لپاره هلې ځلې هم په ملي سطح او هم په سیمه ییزه او نړیواله سطح ښې همغږې شي او یوازې پاکستان ته توجه ونه شي. له چین او سعودي عربستان سره د کارونو همغږي کول ډیر ګټور تمامیږي خو په غربي نړۍ، روسیه او ایران هم د زیاتې همکارۍ لپاره کار وشي. د سولې په خبرو کې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د هند رول هم مهم دی. هندوستان ته په کمه سترګه کتل به لویه تېروتنه وي. هند نه یوازې په سیمه کې، بلکې د نړۍ په سطح یو لوی اقتصادي او پوځي قوت دی او په هیڅ وجه به پرې نه ږدي، چې پاکستان په دې لوبه کې برلاسی شي.
د خبرو ترڅنګ هدفي وژنو، په مرکز او ولایتونو کې لویو او وړو حملو یوځل بیا ثابته کړه چې د پاکستان په ژمنو باور په کار نه دی. افغانستان باید له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د لرلو هڅه وکړي او پرینږدي چې د کوم بل هیواد په ضد وکارول شي خو د ښو اړیکو په لرلو هغه وخت بریالي کیدای شو چې په کور دننه د ګاونډیانو په وړاندې ملي تفاهم موجود وي او د ګاونډیانو هره خبره په طلایي تله وتلل شي او ددوی خبرې او کړنې سره پرتله شي. افغانستان د خپلو ګاونډیانو او په تیره له پاکستان سره په ګاونډ کې د ژوند لپاره یوې ژورې تعریف شوې دایمې ستراتیژۍ ته ضرورت لري. دغه ستراتیژي باید داسې عیاره وي چې له یوې خوا له دغه هیواد سره د ښو اړیکو لپاره کار وشي او له بلې خوا پر دغه هیواد اقتصادي او تجارتي اتکاء کمه شي. دغه هدف ته د رسیدو په خاطر باید د مرکزي اسیا له هیوادونو سره سیاسي، تجارتي، اقتصادي او ترانزیتي اړیکې ژورې کړای شي. د صنعت د ودې په برخه کې باید له شمالي ګاونډیانو سره د ګډې پانګونې لپاره کار وشي. په داسې حال کې، چې افغانستان د سولې په لار کې له ځواکمنو مخالفینو سره مخامخ دی خو اوس په سیمه او په تیره پاکستان کې نوي ضرورتونه رامنځ ته شوي چې سولې او اقتصادي همکارۍ ته زمینه مساعدوي خو موږ یوازې د ملي تفاهم او یوې تعریف شوې پالیسۍ د تعقیب په صورت کې له دغو نویو ضرورتونو نه د سولې او سیاسي ثبات لپاره استفاده کولی شو.