سريزه
په دې وروستيو کې جمعيت اسلامي ګوند په دوو برخو ووېشل شو. د دې پخواني ګوند وېش يو ځل بيا په افغانستان کې د ګوندونو د طبعيت، جوړښت، وضعيت او راتلونکي په اړه يو شمېر پوښتنې راپورته کړې. تر دې وړاندې حزب اسلامي، حزب وحدت اسلامي، حرکت اسلامي او نور ګوندونه هم پر کوچينو ګوندونو وېشل شوي دي. له دې بېلګو څخه ښکاري چې په افغانستان کې ګوندونه د خپل طبيعي سير مخالف لوري ته روان دي، يعنې د پياوړي کېدا، غوړېدا او ملي کېدا پر ځای پر کوچنيو هستو وېشل کېږي. دا کار ددې پر ځای چې دوی يا د ګوند په توګه واک ته ورسوي او يا يې د اپوزيشن په توګه له حکومت د باندې مطرح کړي، دوی پر نورو سرخوږيو اړوي او هغه انرژي چې د سمون او اصلاحاتو په راوستلو يې بايد ولګوي، د يو بل پر تخريب او کمولو يې لګوي.
په دې مقاله کې پر دې بحث شوی چې څنګه کېدای شي د ګوندونو وضعيت ښه شي؟ پر ګوندونو د خلکو باور زيات شي او د ګڼ ګونديز سيسټم په دننه کې يا د پوزېشن او يا اپوزېشن په توګه سياست وکړي.
په افغانستان کې احزاب ولې وده نه کوي؟
دا مهال د افغانستان له عدليې وزارت سره ۷۱ ګوندونه په رسمي ډول ثبت دي. په دې ډله کې شاخوا لس يې هغه ګوندونه دي چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د جهادي ډلو په توګه رامنځته شوي او بيا د طالبانو له ماتې وروسته د سياسي احزابو په توګه په عدليه وزارت کې ثبت شوي دي.
ددې ګوندونو لويه برخه ديموکراتيک ګوندي پروسيجرونه نه لري. د اکثره ګوندونو مشران مادام العمر د ګوند مشران وي او بيا د دوی له مړينې يا ګوښه کېدو وروسته واک د هغوی زامنو ته رسېږي چې جمعيت اسلامي، جبهه نجات ملي، حزب محاذ ملي او جنبش اسلامي افغانستان يې بېلګې دي. د جمعيت د پخواني مشر له مړينې وروسته د هغه زوی صلاح الدين رباني، د جبهه نجات ملي افغانستان د مشر صبغت الله مجددي له مړينې وروسته د هغه زوی ذبیح الله مجددي، د محاذملي د مشر پيرسید احمدګيلاني له مړينې وروسته د هغه زوی حامدګیلاني او د جنبش اسلامي د مشر له ګوښه توب وروسته د ګوند چارې د هغه زوی باتور دوستم پرمخ بيايي.
په سياسي ګوندونو کې د پرمختګ اصلي معيار وړتياوې وي چې د داخلي میکانيزمونو په مرسته رابرسېره کېږي خو د افغانستان په سياسي ګوندونو کې دغه ډول ميکانيزمونه يا نشته او که وي نو ورڅخه ډېر کار نه اخيستل کېږي. د بېلګې په ډول هر ګوند بايد په خپل تشکيل کې د شخړو د هواري میکانيزم ولري چې شخړې بايد تر ګوند پورې محدودې پاتې او دننه هوارې شي. د جمعيت وروستي انشعاب وښودله چې په ګوند کې دننه د دغه ډول شخړو د هواري کوم ځانګړی ميکانيزم نشته او که وي ګټه ورڅخه نه اخېستل کېږي.
تر دې مهمه دا ده چې په ګوند کې دننه بايد د ولسواکۍ فضا حاکمه او پرېکړې هم د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ وي. د ګوند د مشرتابه له لوري حساب ورکول، د ګوند له غړو سره د سلامشورې د پروسیجرونو موجوديت او په شفاف ډول د کانديدانو غوره کېدل په ګوند کې دننه د ولسواکۍ د رامنځته کولو اصلي ټکي دي. پر دې سربېره د يوه سياسي ګوند داخلي کارونه او عمليات په يو ډول نه يو ډول له ځينو حقوقي اصولو(د ګوند تګلار او کړنلار) سره تړلي و اوسي خو تر دې ډېر پکې د ګوند داخلي اصول مهمه ونډه لري. د سياسي احزابو داخلي کارونه پر دې اغېزه لري چې اړتياوې، منافع او ټولنيزې غوښتنې د پارلمان له لوري څنګه ځواب شوې دي. د ګوند دننه د کارونو لپاره حقوقي قاعدې او اصولو کې ښايي هغه اصول هم شامل وي چې د ګوند دننه ولسواکۍ لپاره اړين وي لکه د ګوند د مشرتابه څوکيو لپاره يا په مشرتابه کې د ښځو د استازولۍ لپاره د داخلي ټاکنو اصل.
که د مشرتابه غوراوی او يا په مشرتابه کې د ښځو استازولي د دوو فکټورونو په توګه په پام کې ونيول شي او بيا د افغانستان پر سياسي ګوندونو يو نظر واچول شي نو په ګوندونو کې دننه د ولسواکۍ وضعيت به ډېر په اسانه درته معلوم شي چې څنګه دی.
په افغانستان کې د ثبت شويو ۷۱ ګوندونو په ډله کې يوازې د يوه ګوند، حزب موج تحول افغانستان، مشره ښځه ده. له دې څخه ښکارېږي چې په ګوندونو کې دننه د ګوند په مشرتابه کې د ښځو د حضور سلنه څومره ده.
ګوندونه بايد تر بل هر سياسي او ټولنيز جوړښت پر ديموکراتيکو اصولو ولاړ او د ديموکراتيکو ميکانيزمونو لرونکي و اوسي. د بېلګې به ډول د مشرتابه ټاکنه، ګوندي ټاکنې، مالي او نور ميکانيزمونه يې ټول پر داسې اصولو ولاړ وي چې هم د افرادو دوران ته لاره هواره کړي او هم په ګوند کې دننه ولسواکي تنظيم کړي. خو په افغانستان کې د ګوندونو د مشرتابه انتخاب داسې يوه مسئله ده چې ډېر لږ ګوندونه يې په هغو لارو ټاکي چې د ګوند دننه د ولسواکۍ غوښتنه ده. ددې مسايلو د لا روښانتيا لپاره لاندې جدول وګورئ.
شمېره |
د ګوند نوم |
په عدلیه وزارت کې د ثبت نېټه |
د مشر نوم |
۱ |
حزب وحدت ملی افغانستان
|
۱۳۸۲
|
پخوانی مشر: عبدالرشید جلیلي، اوسنی انجینر عبدالرحیم "سالارزی” |
۲ |
نهضت همبستگی ملی افغانستان |
۱۳۸۳ |
سید اسحق گیلانی |
۳ |
محاذ ملی اسلامی افغانستان |
۱۳۸۳ |
پخوانی مشر: پير سید احمد ګیلاني، اوسنی: حامد ګیلاني |
۴ |
افغان سوسیال دموکرات (افغان ملت) |
۱۳۸۳ |
پخوانی مشرډاکټر انوارالحق احدي، اوسنی ستانه ګل شیرزاد |
۵ |
حزب افغانستان واحد |
۱۳۸۳ |
پخوانی مشر محمدواصل رحيمياوسنی ، محمدعمر عیار |
۶ |
حزب کنگره ملی افغانستان |
۱۳۸۳ |
عبداللطیف پدرام |
۷ |
حزب جنبش صلح افغانستان |
۱۳۸۳ |
شهنواز تڼی |
۸ |
حزب حرکت اسلامی افغانستان |
۱۳۸۳ |
پخوانی مشر: سیدحسین انوري، اوسنی سیدخلیل الله انوری |
۹ |
حزب وحدت اسلامی افغانستان |
۱۳۸۳ |
محمد کریم خلیلی |
۱۰ |
حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان |
۱۳۸۳ |
حاجی محمد محقق |
۱۱ |
حزب پیوند ملی افغانستان |
۱۳۸۳ |
سید منصور نادری |
۱۲ |
حزب سعادت ملی و اسلامی افغانستان |
۱۳۸۳ |
محمد عثمان سالکزاده |
۱۳ |
حزب همبستگی ملی اقوام افغانستان(نوم يې بدل کړی، حزب آزادی خواهان مردم افغانستان) |
۱۳۸۳ |
محمد ظریف ناصری |
۱۴ |
جبهه ملی نجات افغانستان |
۱۳۸۳ |
پخوانی رییس: صبغت الله مجددی، اوسنی ذبیح الله مجددی |
۱۵ |
حزب وحدت ملی اسلامی افغانستاننوم يې بدل کړی(حزب حراست اسلامی افغانستان) |
۱۳۸۳ |
محمد اکبری |
۱۶ |
جنبش ملی اسلامی افغانستان |
۱۳۸۴ |
پخوانی مشر جنرال دوستم اوسنی مشر: باتور دوستم |
۱۷ |
جمعیت اسلامی افغانستان |
۱۳۸۴ |
پخوانی مشر برهان الدین رباني، اوسنی صلاح الدین ربانی |
۱۸ |
تنظیم دعوت اسلامی افغانستان |
۱۳۸۴ |
عبدالرب رسول سیاف |
۱۹ |
حزب متحد ملی افغانستان |
۱۳۸۴ |
نورالحق علومی |
۲۰ |
د افغانستان خلکو ملي تحريک |
۱۳۸۴ |
عبدالحکیم نورزی |
۲۱ |
حزب اقتدارملی |
۱۳۸۴ |
پخوانی مشر: مصطفی کاظمی، اوسنی علي اکبر کاظمي |
۲۲ |
حزب رفاه ملی |
۱۳۸۴ |
محمد حسن جعفري |
۲۳ |
حزب اسلامي افغانستان |
۱۳۸۴ |
عبدالهادي ارغندیوال |
۲۴ |
حزب متحد اسلامي افغانستان |
۱۳۸۵ |
وحید الله سباوون |
۲۵ |
حزب نهضت اسلامي افغانستان |
۱۳۸۵ |
محمدمختار مفلح |
۲۶ |
حزب اقتدار اسلامی ملي افغانستان |
۱۳۸۵ |
احمد شاه احمدزی |
۲۷ |
حزب انسجام ملی افغانستان |
۱۳۸۶ |
نجیب الله صادق مدبر |
په پورتني جدول کې هغه احزاب او ګوندونه شامل دي چې له عدليې وزارت سره يې له ثبت راهيسې يوه نيمه لسيزه وخت تېر شوی دی خو يوازې د څو ګوندونو مشري پکې بدله شوې ده چې په هغو کې د یوه ګوند د ټاکنو له لارې او د نورو هغو د پخوانيو د استعفا يا مړينې له کبله بدله شوې خو داسې چې ورور او یا زوی يې ځای ناستی شوی دی. پاتې هېڅ ګوند حتی په يوه نيمه لسيزه کې هم خپله مشرتابه نه ده بدله کړې او له دې څخه ښکاري چې په ګوند کې دننه د افرادو دوران او د مشرتابه انتقال ته ډېر پام نه کېږي.
ګوندي ايډيالوژۍ
له عدليې وزارت سره د ثبت شويو يو اويا ګوندونو له ډلې څخه يې اکثره ګوندونه قومي او مذهبي ګوندونه دي چې ځينې يې توندلاري او ځينې نور يې منځلاري دي. په دې ډله کې اکثره هغه تنظیمونه شامل دي چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال په جلاوطنۍ کې جوړ شوي او بيا د طالبانو له ماتې وروسته په څو برخو وېشل شوي او بېرته له عدليې وزارت سره ثبت شوي دي.
يوه برخه ګوندونه د پخواني خلق او پرچم ګوندونو د پخوانيو غړو دي چې لا هم پر سوشليزم باور لري او د سوشلزم او سويتيزم پر اډانه ولاړ دي.
لږ ګوندونه داسې دي چې په ليبرل ډيموکراسۍ او سکیولریزم باور لري. په دې منځ کې تر ټولو ډېر رونق لرونکي ګوندونه اسلامي/مذهبي-قومي ګوندونه دي چې له دې ادرسه له ولسواکۍ سره هم کله کله ټکر کوي او له دې ادرسه له حکومت څخه امتيازات هم اخلي.
دغه ګوندونه په ټاکنو کې پر رايه هم جدي اغېزه لري. د بېلګې په ډول د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې اکثره اسلامي/مذهبي-قومي ګوندونو د ډاکټر عبدالله ملاتړ کړی و او د ډاکتر عبدالله رایې په واضح ډول په هغو سيمو کې زياتې وې چې دغو ګوندونو پکې ريښه لرله. لیبرل او سکيولر ګوندونه تر اوسه پورې د معادلې برخه نه دي ګرځېدلي او حکومت هم پرې ډېر حساب نه کوي. ددغو ګوندونو له غړو سره هم د حکومت چلند انفرادي دی او هغوی چې په دولت کې ورته دندې ورکول کېږي د ګوند له ادرسه نه بلکې په انفرادي ډول دولت ته راوستل کېږي. ښه بېلګه يې د حق و عدالت د ګوند غړی حنیف اتمر دی چې د بهرنيو چارو وزارت ته د یوه فرد په توګه راوستل شوی دی.
د افغان ولسواکۍ په وده کې د سياسي ګوندونو ونډه
سياسي ګوندونو ته د ولسواکۍ د مخ شرط په سترګه کتل کېږي. د سياستپوهنې له نظره هېڅ ولسواکي د سياسي ګوندونو له موجوديت پرته غوړېدای نه شي. په بله وينا ولسواکي يوازې هغه وخت خپله وظیفه ترسره کولای شي چې په ټولنه کې سياسي ګوندونه موجود وي او که ګوندونه نه وي له ولسواکي څخه مطلوبې پايلې نه شي ترلاسه کېدای.
د بېلګې په ډول جيمز برايس (James Bryce1838-1922) په دې اړه ډېر واضح نظر لري او وايي"سياسي ګوندونه هېڅکله له نظره غورځول کېدای نه شي او د ولسواکي لپاره يې شتون حتمي دی. هېڅ هېواد له سياسي ډلو پرته خپلواک نه دی او هېڅوک يې نه شي ښودلای چې حکومتونه د سياسي ګوندونو له موجوديت پرته څنګه کار کوي.د مشهور ټولنپوه ماکس ویبر په خبره سياسي ګوندونه د ولسواکۍ زامن دي، يو ټولنيز امتياز او د خلکو د راجلبولو او منظمولو ضرورتونه دي.
ګوندونه که له يوې خوا د ماکس ويبر په خبره د خلکو د راجلبولو او منظمولو ضرورتونه دي له بلې خوا د نظام په انډول برابرولو او تداوم کې ټاکونکی رول لري.
خو د افغانستان ټولنه کې ګوندونه په کوم وضعيت کې دي. له عدليې وزارت سره د ثبت شاوخوا اويا ګوندونو په ډله کې يوازې د ګوتو په شمار څو ګوندونه دي چې په سياسي مسايلو کې لږ و ډېر ښکېل دي خو د منظمو او فعالو جوړښتونو او سياستونو د نشتوالي له کبله پر حکومت هغومره فشار نه شي راوړلی چې د پاليسیو د تغيير لامل شي. البته په ځينو مسايلو کې ګوندونه غبرګونونه ښيي خو داسې لږې بېلګې شته چې حکومت د هغوی غبرګون ته په جدي سترګه کتلي وي.
په افغانستان کې د ګوندونو ستونزه دا ده چې خپل ګوندي مسووليتونه هغسې نه شي ترلاسه کولای چې بايد کړي يې وای. مثلا ګوندونه بايد انتخاباتي رقابت وکړي. هر ګوند خپل نوماندان معرفي او د هغوی لپاره رايې راټولې کړي او کامیاب يې کړي.دغه راز ګوندونه بايد عمومي سياستونه تدوين او خپلو غړو او عامو خلکو سره شريک کړي.د ګوندونو يوه بله دنده دا ده چې د خلکو سياسي پوهه او شعور لوړ کړي.د حکومت او دولتي چارواکي نقدول، د نظام چارې څارل د ګوندونو بله دنده ده.
بله دا چې ګوندونه په ټاکنو کې چې د ولسواکۍ يو مهم اصل دی ارزښتناکه ونډه لري. مثلا خلک سیاسي مشارکت او په ټاکنو کې رایې اچولو ته هڅوي. په همدې ډول د ګډون کوونکو شمېر ډیریږي او د رايو له پايلو راوتلی حکومت مشروعیت پیدا کوي.
خو د افغانستان مسله په دې ټولو برخو کې بېله ده. په افغانستان کې حتی د ګوندونو غړي د ټاکنو پر مهال له خپل نوم سره خپلواک نوماند ليکي او ډېر لږ خلک د ګوند له ادرس څخه پارلماني ټاکنو ته درېږي. د خلکو د هڅولو په برخه کې يې هم ونډه پیکه ده، ځکه خو له انتخاباتي بهیرونو سره د خلکو لیوالتیا او په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم وي. زموږ ګوندونه یوازې د ټاکنو په ورځو کې د امتیازطلبیو په خاطر را څرګندیږي، نور وخت غیر فعال وي. ستونزه دا ده چې ډېر یې ملي نه دي، د کورنيو، قوم او سمت په نوم سياست کوي او له همدې کبله محدود پاتې دي.
په نوره نړۍ کې ګوندونه د سیاسي ثبات سبب ګرځي، په امنیت، د فساد په مخنیوي او سیاسي ثبات کې رول لري، خو دلته له هرځل انتخاباتو وروسته جنجال له سیاسي ګوندونو، یا د دوی له نوماندانو، چې کله کله په مستقل او کله غیر مستقل ډول نوماند شوي وي، را پورته کیږي. همدوی د سیاسي بې ثباتي باعث ګرځي، د ماتې منلو فرهنک نشته او په تېره لنډه ماضي کې هرځل سیاسي پروسې د اختلافاتو قرباني شوې دي چې په اوږدمهال کې يې هم د افغانستان د نظام مشروعيت او هم پر ولسواکي باور ته زيان رسولی دی. په ۲۰۱۴ او بيا ۲۰۱۹ کال کې قدرت د نورو عواملو ترڅنګ د سياسي ډلو ټپلو د جنجال د مخنيوي له کبله ووېشل شو.
دغه راز دلته د ګوندونو یوه لویه ستونزه دا ده چې د مسايلو په اړه واضح دريځونه نه لري. حتی کله کله د حکومت د هغو پاليسو ملاتړ هم کوي چې د ټولنې اکثريت وګړي يې غيرعادلانه بولي. د خلکو د سياسي شعور او پوهې د لوړولو په مسئله کې د افغانستان ګوندونه ډېره لږه ونډه لري. همدا اوس په افغانستان کې عامه ذهنيت د ګوندونو او ګوندي سياست پر خلاف دی او له دې څخه ښکاري چې ګوندونو خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې. لږ تر لږه د خپل ځان په اړه يې هم خپل ذهنيت نه دی جوړ کړی. وروستۍ خبره دا چې دلته ډېر لږ ګوندونه شته چې د ګوند په توګه يې حکومت نقد کړی وي او يا يې ننګولی وي چې خپلې ناسمې پاليسۍ شاته کړي. همدا لاملونه دي چې نه خپله ګوندونه غوړېږي او نه هم د ولسواکۍ په غوړېدلو کې هغسې ونډه اخيستلای شي چې ګوندونه يې بايد واخلي.
سياسي ګوندونه او فساد
هغه هېوادونه چې ولسواکي نه لري خلکو ته پکې په دولت کې د ګډون فرصتونه محدود وي. يو شخص ښايي لسيزې د يوه واکمن په توګه پر دنده پاتې شي. خو د ولسواکۍ ګټه دا ده چې په دوراني ډول خلک پکې واک ته رسېږي. مثلا په اکثره ولسواکيو کې د ولسمشرۍ موده پنځه کاله وي او يو شخص پکې يوازې دوه ځله ولسمشر کېدای شي. دغه ډول قيدونه نورو خلکو او ګوندونو ته فرصت برابروي چې هغوی هم واک ته و رسېږي او د هېواد لپاره د مشر او يا بل هر مامور په توګه خدمت وکړي. خو د افغانستان غوندې ولسواکيو کې چې ګوندونه پکې ښه فعال نه وي او يا يې ولسواکي شبه ډيموکراسي بللای شو، واک ته د رسېدلو او پر لوړو څوکيو د کارکولو فرصتونه ټولو خلکو ته مساوي نه رسېږي. په دې کې ګوندونه ډېر مهم رول لري.
هغه هېوادونه چې ګوندونه پکې د افغانستان په څېر په حاشيه کې وي د دولت او حکومت لوړو څوکيو ته رسېدل پکې ډېر وخت د استعداد په مرسته نه بلکې د قدرت له شبکو سره د اړيکو په مرسته وي. بده لا دا ده چې د پيسو په مرسته مقام ته رسېدل پکې معمول وي. په افغانستان کې ډېرې هغه څوکۍ چې عايد لري او فساد پکې کېدای شي د فساد د شبکو په مرسته پلورل کېږي، له همدې کبله بې پیسې خلک په ښو دندو نه شي ګمارل کېدای. خو که احزاب پياوړي شي نو دوه کاره ممکن دي. يو دا چې مقام ته د رسېدو لپاره به وړتيا معيار شي او دا ځکه چې ګوند اوږدمهاله پلانونه او ستراتېژۍ لري او دغه پلانونه يوازې د هغو خلکو په مرسته تعقېبېدای شي چې وړتيا ولري. دويم دا چې ګوندونه د فساد په مخنيوي کې هم مرسته کولای شي. د نورو هېوادونو تجربې ښيي چې که واکمن ګوند يو ځل فساد وکړي نو بيا تر ډېرې مودې پورې خلک ورته رايه نه ورکوي چې واک ته ورسېږي او له همدې وېرې فساد نه کوي. افغانستان کې چې ګوندونه غيرفعال او يا په سياست کې ښه ښکېل نه دي له همدې کبله افراد د افرادو په څېر په دندو ګمارل کېږي او د راتلونکي په اړه له اندېښې پرته فساد کوي. دوی فکر کوي چې دا يو ځل فرصت په لاس ورغلی دی نو بيا هومره فساد وکړي چې بيا واک ته رسېدو ته اړ نه وي. بله دا چې عام تصور دا دی چې دلته مقامونه په پيسو اخيستل کېږي له همدې کبله هم يو شمېر خلک فساد کوي چې راتلونکي يې هم تضمين شي.
حکومتي پاليسۍ او ګوندونه
سياسي ګوندونه په ټوله نړۍ کې د حکومت پر پاليسو او د هغو د تطبيق پر ميکانيزمونو باندې اغېزه لري. دوی د خلکو له ملاتړ څخه په استفاده پر حکومت او نورو سياسي-اقتصادي لوبغاړو فشار راوړي چې خپلې پاليسۍ تغيير کړي.
د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې د کولين ګروپ په نوم د شرکتونو يوې ټولګې د ترکيې د منيسا سيمې په ييرکا کلي کې د زیتون ۶۶۶۶ ونې ددې لپاره غوڅې کړې چې هلته د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د توليد يوه فابريکه جوړه کړي. دغه شرکت د ځمکې د مصادره کولو په اړه د ترکيې د کابينې له يوې بېړنۍ پرېکړې سملاسي وروسته ونې غوڅې کړې خو د ترکيې ایالتي شورا (Danıştay)د کارخانې د جوړولو دغه پرېکړه لغو اعلان کړه.شورا د ترکيې د کابينې د غه پرېکړه له هغه وروسته لغو کړه چې د چاپېريال ساتنې د يوې نړيوالې ادارې (Greenpeace) په مشري او لارښوونه د ترکيې د چاپېريال ساتنې فعالانو خلک منظم او ددغه کارخانې د جوړېدو پر ضد اعتراض ته وهڅول. ایالتي شورا ويلي و چې د کارخانې د بندېدو حکم د بيا کتنې وړ نه دی او د زیتونو په ځنګله کې د برېښنا د توليد د کارخانې جوړولو سره عام خلک لېوالتيا نه لري.
دغه ډول خورا ډېرې بېلګې شته چې حکومتونه د خلکو د فشار له کبله له خپلو پرېکړو شاته شوي او يا يې پر خپلو پاليسيو باندې له سره غور کړی دی. دې ټکي ته په کتلو سره حکومتونه د خپلو پرېکړو د تطبيق لپاره د خلکو ملاتړ ته ضرورت لري. په همدې ترکيه کې يوه بله غټه پروژه د استانبول-ازمیر لويه لاره وه چې په ورته ډول ورته زرګونه ونې غوڅې شوې خو عامو خلکو يې په اړه اعتراضونه و نه کړل او لامل يې دا بلل کېده چې سياسي ګوندونو او نورو ډلو ددغې پروژې په تطبيق کې له حکومت سره همغږي لرله.
پر کارونو او پاليسۍ باندې کيوين مولينيکس په يوه سروې کې موندلې چې کله خلک پوه شي چې د دوی ګوند د هغه يا دغه قانون ملاتړ کوي نو ددې مانا دا ده چې خلک د هغه قانون په ملاتړ غږ پورته کوي، رايه ورکوي او يا يې تر شا درېږي. که څه هم دا کار مطلق نه دی يعني کله چې مسله په شخصي ډول د يو چا لپاره مهمه وي بيا هغه د ګوند په خوله يا په پټو سترګو له هغې مسلې سره چلند نه کوي چې يا ملاتړ وکړي يا يې رد کړي.
خو په افغانستان کې د ګوندونو بد وضعيت ددې لامل شوی دی چې د حکومت پر پاليسیو د څار توان و نه لري او خلک د حکومت د پاليسو پر ضد او يا د هغو د تغيير لپاره منسجم نه شي کړای. د خلکو له ملاتړ څخه بې برخې ګوندونه کله کله حتی د حکومت له لوري اړ ايستل کېږي چې د حکومت د پاليسیو ملاتړ وکړي او تر دې بده دا چې داسې ادعاوې هم شته چې د نورې نړۍ پر خلاف د افغانستان حکومت پر سياسي ګوندونو فشار راوړي څو د حکومت پاليسۍ نقد نه کړي او يا يې پر خلاف غږ پورته نه کړي.
د ۲۰۱۸ کال په جولای کې یو شمېر ګوندونو له حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو لپاره د نومليکنې بهير بايد باطل کړي ځکه د دوی په وينا روڼ نه دی. خو د ګوندونو تر غوښتنې يوازې يوه ورځ وروسته د جولای پر ۱۵ مه ولسمشر غني په وينا کې پر ګوندونو توندې نيوکې وکړې او حتی د ګوندونو ځای ځایګی يې وننګاوه. هغه وويل: « دا سياستوال څوک دي چې د خلکو په استازيتوب غږېږي؟ چا دوی ټاکلي دي او دا صلاحيت يې ورکړی دی چې د خلکو استازيتوب وکړي»
د ولسمشر غني ددې خبرو مانا داده چې هغه تر اوسه پورې یا ګوندونه په رسميت نه پېژني او يا ورته ارزښت نه لري. په دغسې يوه وضعيت کې نه ګوندونه کولای شي چې وده وکړي او يا هم د حکومت پر پاليسيو څارنه وکړي او نه هم حکومت کولای شي چې د خپلو پاليسيو لپاره د خلکو واقعي ملاتړ راجلب کړي.
د ګوندونو په دغسې وضعيت حکومت په خلاص مټ هغه پاليسۍ عملي کوي چې يوازې د حکومت په ګټه وي.
سياسي معادلې او ګوندونه
لکه چې يادونه وشوه په افغانستان کې ګوندونو ته د ګوندونو په حیث په حکومت کې لږ او د ګوندونو غړو ته د افرادو په حیث ډېر امتيازات ورکول کېږي.
دې کار له يوې خوا پر ګوندي مبارزې عامه باور خراب کړی او هر څوک فکر کوي چې بايد انفرادي مبارزه وکړي چې يوه ځای ته ورسېږي او له بلې خوا يې حکومت ته له ګوندونو سره معامله اسانه کړې ده. عمومي باور دا دی چې هر ګوند تر هغه پورې منتقد وي چې مشر يې په دولت کې دننه پر يوه دنده ګمارل کېږي او تر دې ګمارنې وروسته ګوند د دولت په ملاتړي بدلېږي. د ګوندونو د تطمیع سیاست دې ته لاره هواره کړې ده چې ګوندونه له سياسي معادلو څخه لرې پاتې شي. د افغانستان ګوندونه له شک پرته د ټاکنو پر پايلو اغېزه لري خو دغه اغېزه يې تر ګوندي ايډيالوژۍ ډېره د قومي-مذهبي تمايلاتو زېږنده ده. په نورو لويو سياسي معاملو کې ګوندونه ډېر نه پوښتل کېږي، یا دا توان یې په ځان نه دی را ټوکولی. له همدې کبله سياسي احزابو د سولې په برخه کې له حکومت سره موازي هڅې پيل کړې. د همدې هڅو په لړ کې د افغانستان د سياسي احزابو یو شمېر مشرانو او سياسيونو د ۲۰۱۸ کال د فبروري پر ۵مه په مسکو کې له طالبانو سره وکتل او د جګړې پر ختمېدو او د سولې پر ټينګښت يې خبرې وکړې. د۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۸مه او ۲۹مه يو ځل بيا افغان سياسيونو او د احزابو مشرانو د افغانستان او روسيې د دپيلوماتيکو اړيکو د سل کلنۍ د نمانځنې په پار جوړه شوې غونډه کې له طالبانو سره وکتل.
د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې اشرف غني د سولې لپاره نوې طرح اعلان کړه چې سياسي احزابو دا طرح د ورکړل شويو وعدو خلاف وبلله. ددغې طرحې له مخې له طالبانو سره د خبرو واک يوې ۱۲ کسيزې ډلې ته ورکړل شوی و چې په سر کې يې د ولسمشر ددفتر پخوانی مشر او اوس د سولې په چارو کې د دولت وزير عبدالسلام رحيمي او پاتې غړي يې حکومتي چارواکي وو.د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۷مه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ۲۱ کسيز پلاوی ټاکل شوی چې مشري يې د ملي امنیت پخوانی مشر او د ولسمشر اوسنی سلاکار معصوم ستانکزی کوي. ددغه پلاوي یو شمېر غړي هم دولتي چارواکي دي له همدې کبله يې د يو شمېر احزابو نيوکې هم راوپارولې.سياسي احزابو وويل چې له طالبانو سره مرکچي پلاوی ټولشموله نه دی او نه شي کولای چې له طالبانو سره خبرې مخته يو سي. دوی ادعا وکړه چې ددغه پلاوي په ترتيب او تشکيل کې له سياسي ګوندونو سره سلامشوره نه ده شوې. خو افغان دولت ټينګار کوي چې له طالبانو سره په خبرو کې يې د احزابو ونډې ته تل پام کړی. د سولې د خبرو ددغه پلاوي په اړه د حکومت دريځ دا دی چې دا پلاوی د دولت، ښځو، سياسي ګوندونو، علماوو، ځوانانو او مدني ټولنې له استازو جوړ دی او د افغانانو په استازيتوب به له طالبانو سره خبرې کوي.
د اپوزیشن تشه
په سياست کې نه موافقت ته اپوزیشن وايي. اپوزیشن په بېلابېلو هېوادونو او سيسټمونو کې په بېلا بېلو ډولونو موجود وي.
په عام ډول د خلکو يو ګروپ يا يوه سياسي ډله چې په ګڼ ګونديز سيسټم کې فعاليت کوي او په دوامداره ډول د حکومت او واکمن ګوند پاليسۍ نقدوي او يا يې مخالفت کوي، اپوزیشن دی.
په سياست کې اپوزیشن له يوه يا څو ګوندونو او يا غيرګوندي منظمو ډلو څخه جوړ وي چې د حکومت د پاليسيو مخالفت کوي. په دې مانا چې يو ګوند يا يوه ډله د بلې مخالفت کوي. په اکثرو مسايلو کې اپوزیشن له هغه څه سره موافق نه وي چې حکومت يې کوي.
افغانستان په لیبرال ډموکراسي ولاړ سياسي سيسټم لري. د افغانستان اساسي او نور فرعي قوانين ددغه سيسټم د يوې برخې په توګه د ګوندونو ازادي تضمينوي. خو له دې سره سره لا هم ګوندونه په عملي ډول په هغه حالت کې نه دي چې د ګوند له ادرسه حکومت ته ورسېږي او يا د ګوند له ادرسه له حکومته د باندې د اپوزیشن په توګه فعاليت وکړي.
په تېرو اتلسو کلونو کې د ګوندونو له ازادي سره سره پر ګوندونو باور جوړ نه شو او په سياست کې لا هم هغسې ونډه نه لري چې بايد لرلای يې. په دې کې څو عوامل ونډه لري. لومړی دا چې ګوندونو سمه او منظمه وده نه ده کړې. د افغانستان په ټولنه کې د هغو خلکو کمی نشته چې پر سياست فکر کوي او يا سياست خوند ورکوي خو په ګوندونو کې د غړيتوب سلنه ډېره لږه ده. په ګوندونو باندې د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله د جوړ شوي تصوير سيوری لا پروت دی او په تېرو اتلسو کلونو کې نه دي توانېدلي چې په خلکو کې ريښې وغځوي. له همدې کبله کمزوري پاتې دي او نه شي کولای چې د حکومت پر ضد اپوزيسيون رامنځته کړي. اپوزيسيون ته معمولا د بديل په سترګه کتل کېږي خو کله چې په افغانستان کې خلک موجود حکومت او موجود سياسي ګوندونه سره پرتله کوي نو باور دا دی چې که څه هم حکومت ستونزې او نيمګړتياوې لري خو شته ګوندونه يا ځينې وخت شته اپوزيسيون يې بديل کېدای نه شي.
دويمه خبره دا ده چې دلته ګوندونه د اپويسيون له سياستولۍ سره نا بلده دي. دوی د اوږدې مبارزې حوصله نه لري او له همدې کبله غواړي چې ژر تر ژره واک ته ورسېږي خو واک ته ددوی رسېدل د ګوند په توګه نه بلکې د افرادو په ډول وي.
د ګوندونو له دې ګډوډي څخه حکومت هم استفاده کوي او نه پرېږدي چې پر وړاندې يې قوي اپوزېسيون جوړ شي. حکومت په سياسي ګوندونو کې د سر خلک په دندو ګماري او د سياسي رشوت او تطميع سیاست له لارې ټول ګوند خاموش او د حکومت د پاليسیو په مقابل کې د نيوکې توان وبايلي. په ګوندونو کې د ننه هم دغسې ګمارنو ته د حق السکوت په سترګه کتل کېږي. دې او دې ته ورته یو شمېر نور لوی او واړه عوامل شته چې په افغانستان کې تر اوسه پورې د حکومتونو په مقابل کې قوي اپوزېشن نه دی رامنځته شوی.
پايله
ګوندونه باید تر هر څه مخکې خپل داخلي جوړښت ته پام واړوي او په ګوندونو کې دننه اصلاحات راولي چې په دې کې د انتخاب، رهبري، جنیست اړوند مسايلو او نورو ميکانيزمونو رامنځته کول شامل دي. په دويمه درجه کې ګوندونه بايد د افغانستان د راتلونکي لپاره منظمې تګلارې او پاليسۍ ولري او د هغو د تطبيق لپاره بشري قوه، تخنيکي پوهه، عملي کېدونکې ستراتيژي او قوي اراده ولري. درېيم دا چې ګوندونه بايد ملت شموله شي، د اپوزيسيون په توګه د سياست کولو وړتيا ولري او په دې برخه کې خپل ظرفيتونه پياوړي کړي چې د حکومت پر پاليسيو د نقد جوګه شي او د خلکو په ملاتړ يې د اړتيا پر مهال بدلې کړای شي.
----------------
د لیکوال په اړه:
حفیظ همیم د کوبها ډیالوګ د سیاسي چارو شنونکی او د مشورتي بورډ غړی دی.
نوموړي له ګڼو کورنیو او بهرنیو موسساتو او رسنیو سره کار کړی او د افغانستان د بهرني سیاست، نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په تړاو لیکنې کوي. د همیم د تحقیق اړوند برخې دولت جوړونه، او افغانستان او پاکستان او افغانستان او متحده ایالاتو اړیکې دي.
سرچينې:
لیست احزاب سیاسی که از وزارت عدلیه جواز فعالیت اخذ نموده اند، وزارت عدلیه، https://moj.gov.af/dr
Parties and Candidates, The Electoral Knowledge Network, 2nd edition, 2012, http://aceproject.org/ace-en/topics/pc/pcb/default
Russell J. Dalton, David M. Farrell and Ian McAllister, Political Parties and Democratic Linkage: How Parties Organize Democracy, page 3, Oxford University Press, 2011, New York
Beetham David and Kevin Boyle.Introducing Democracy: 80 Questions and Answers, Wiley,ljanuary, 1995.
MANİSA, Banu Şen. Natural gas’ lobby behind dismissal of coal plant on olive groove, head of firm claims, .hurriyet daily, December, 2014.
Mullinix,Kevin.Political parties shape public opinion, but their influence is limited, LSE US Center, April, 2017.
رئیس جمهور غنی در برابر خواست رهبران احزاب واکنش نشان داد، دویچه ویله، جولای ۲۰۱۷
اعلامیه مطبوعاتی در مورد تعیین هیئت مذاکره کننده جمهوری اسلامی افغانستان، وزارت دولت در امور صلح، ارگ، ۷حمل۱۳۹۹
امیری، سیدشریف.احزاب: هیات ایجاد شده برای گفتوگو با طالبان توانایی ندارد، طلوع نیوز، کابل، ۷ حمل ۱۳۹۹.
واکنش ها به تعیین هیات مذاکره کننده با طالبان در افغانستان، ایرنا، حمل ۱۳۹۹.
Innocent E. Chiluwa and Sergei A. Samoilenko. The Handbook of Research on Deception, Fake News, and Misinformation Online,USA, IGI Global,1 edition, 2019.