په ۲۰۱۴ کال کې په اورکزۍ او خیبر اجنسیو کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو سره هممهاله د ټي ټي پي ګڼ جنګیالي افغانستان ته را واوښتل. له دوی سره ښځې او ماشومان هم وو او د ننګرهار په اچین، نازیانو، کوټ ، ده بالا، غني خېلو او رودات ولسوالیو کې ځای پرځای شول.
سیمه ییزو خلکو دوی ته مهاجرین ویل او د خپل وس تر کچې یې د کور او میلمستون ډودۍ او کمپلې ورسره شریکولې.
دوی د پاکستان د پوځ خلاف روحیه درلوده او په چا یې کار نه درلود. دوی له ځانونو سره د بې وسۍ، جنګ جګړې، د کورونو د ورانۍ او نورو بدمرغیو کیسې راوړې وې. مشرانو یې پاکستاني پوځیان د پښتنو د ناموس، ځمکې او شتمنیو غله ګڼل.
په دوی کې د مولانا فقیرمحمد، منګل باغ او حافظ سعیدخان اورکزي او د شمالي او جنوبي وزیرستان د ټي ټي پي اړوند جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي شامل ول.
دداعش د خراسان څانګې را ټوکېدل
په ۲۰۱۴ کال کې دداعش د خراسان څانګې له رامنځته کېدو وړاندې په اچین کې پر کورونو تور او سپین ګډ بیرغونه راځړېدل. په دغو جنګیالیو کې یوه ستره برخه د خیبراجنسۍ د لشکراسلام ډلې د قوماندان منګل باغ وه. د یوې بلې ډلې مشري د ټي ټي پي د اورکزۍ اجنسۍ مسوول حافظ سعید خان اورکزي کوله.
په ۲۰۱۳ کال کې د ټي ټي پي د مشر حکیم الله مسعود له وژل کېدو سره سم، اورکزي مولانا فضل الله د نوي مشر په توګه ونه مانه او د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر پر پنځمه یې له دې ډلې خپله لاره بیله کړه. هغه د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې د ټي ټي پي له ۱۲ نورو جلا شویو قوماندانانو سره یوځای په یوه ویډیو کې د اسلامي دولت (داعش) له مشر ابوبکر بغدادي سره بیعت وکړ. ابوبکر بغدادي نوموړی د خراسان څانګې امیر او ابوطلحه ( عبدالرووف خادم) یې دده نایب وټاکه. له ده سره په بیعت کوونکو کسانو کې د هلمند د داعش امیر ملا رووف خادم، د خیبر اجنسۍ د داعش امیر ګلزمان فاتح، د دیر حلقې امیر حذیفه، د وزیرستان د داعش مسوول غلام رسول، د لکي مروت دداعش امیر طلحه، د کورمې اجنسۍ د داعش امیر حافظ دولت، د هنګو دداعش امیر خالد منصور، د پېښور د داعش امیر شیخ مفتي حسن، د کونړ دداعش امیر شیخ محسن، د ننګرهار دداعش امیر ابو عبدالله، عمر منصور، شیخ عبدالرحیم مسلمدوست او قاري هارون شامل وو. مسلم دوست په ننګرهار کې د داعش لپاره د جنګیالیو په جلب او جذب کې ټاکونکی رول درلود.
اورکزی سخت دریځه کس ګڼل کېده او د توحید او سنت یا پنج پيري طبقې پر لور یې تمایل درلود. دغه ډله په اورکزۍ اجنسۍ، باجوړ او مالاکنډ کې کافي پلویان لري. د حکیم الله مسعود د امارت په دوره کې دې ډلې په ټي ټي پي کې مهم رول او نفوذ درلود.
په ۲۰۱۵ کال کې د بلوچستان حکومت د پاکستان مرکزي دولت ته په یوه سري یوه رپوټ کې وویل، چې داعش ډلې په دغه هېواد کې له ۱۰ تر ۱۲ زرو پورې کسان جذب کړي دي. په رپوټ کې ویل شوي وو، چې دغه کسان له خیبر پښتونخوا، هنګو ولسوالۍ او کورمې اجنسۍ نه ورغلي، خو مرکزي حکومت ددغه رپوټ مخالفت کړی و. حافظ اورکزی په هنګو کې ډېر وخت پاتې شوی و او خپلې دیني زده کړې یې هم د هنګو په دارالعلوم اسلامیه کې ترسره کړې وې. په دې مدرسه کې د ټي ټي پي پخواني ویاند شاهدالله شاهد هم زده کړې کړې وې.
د امریکا د اقتصاد او سولې څیړنیز مرکز د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې وویل، چې له وزیرستان او پاکستان نه شاوخوا ۵۰۰ جنګیالي د داعش له لیکو سره یوځای شوي. د لشکر جنګوي د یوه جګپوړي غړي امجد معاویه په ګډون ګڼ پاکستاني جنګیالي د ۲۰۱۳ کال په اګست کې سوریې ته لاړل. په دوی کې یو شمېر هغه کسان هم شامل وو، چې د ۲۰۱۳ کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان ولسوالۍله زندان نه وتښتېدل. د طالبانو یو شمېر سرچینو دغه وخت د پاکستاني زندانونو ماتېدل په سوریه او یمن کې د جنګیالیو ډلو د تقویې سبب باله. امجد معاویه وروسته د سوریې حکومتي ځواکونو ونیوه او کله چې له هغه نه ترلاسه شوي معلومات د پاکستان له استخباراتو سره شریک شول، د پاکستان امنیتي ادارو د جنوبي پنجاب په مظفر ګړ سیمه کې د لشکر جنګوي ډلې مشر ملک اسحق او د هغه نور ملګري له پولیسو سره په شخړه کې ووژل او له هغه سره یې د پاکستان دداعش څانګې په جوړولو کې د لاس لرنې په تور د «غلامان صحابه» ډلې مشر رفیق مینګل او ۱۵ نور کسان ونیول.
اورکزي د ټي ټي پي له مشر بیت الله مسعود سره نږدې اړیکې درلودې او د ټي ټي د مشر په ټاکل کېدو کې دده قوماندانانو ټاکونکی رول درلود. له همدې امله بیت الله نوموړی د طالبانو د شورا غړی او په اورکزۍ اجسنی کې قوماندان ټاکلی و.
په القاعده کې دداعش پر لور تمایل
د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د ابراهیم په نامه د سعودي عرب د مکې اوسېدونکی یو له هغو کسانو و، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې داعش ته خلک جذبول. عرب پسرلي او د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې په عراق کې د داعش ډلې پرمختګونو د القاعدې ډلې په زلمي نسل کې، چې خورا افراطي نظریات یې لرل، د منځني ختیځ او داعش پر لور تمایلات را وټوکول.
په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له مرګ وروسته د القاعدې په لیکو کې درزونه زیات شول. کله، چې په ۲۰۱۳ کال کې د ملامحمد عمر د مرګ اوازې خپرې شوې، د القاعدې ډیر غړي النصره جبهې او داعش ته لاړل. داعش د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې خپلو دریو قوماندانانو (ابو فاروق الشیشانی، ابوبکر الازبکي او ابو سعد داغستاني) ته دنده وسپارله، چې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د خراسان جبهه فعاله کړي او د نویو کسانو جلب او جذب وکړي. دوی د جنګیالیو د هڅولو لپاره وزیرستان ته لاړل او هلته یې دداعش په ګټه فعالیتونه پیل کړل، خو د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې ابوبکر البغدادي له وزیرستان نه خپل دغه دریواړه قوماندانان بیرته عراق ته وغوښتل، ځکه عراقي ځواکونو د مارچ میاشتې په لومړیو کې د تکریت د نیولو لپاره عملیات پیلول.
په وزیرستان کې ضرب عضب عملیاتو هم القاعدې ته ضربه ورسوله، ځکه د دغو عملیاتو په پایله کې ددې شبکې ډېر غړي او بهرني ملاتړي جنګیالي، چې اکثریت یې ازبکو او ایغور جنګیالیو جوړاوه، افغانستان، سوریې او عراق ته لاړل. دا د داعش لپاره د جنګیالیو د جذب او خراسان جبهې د پرانستلو په برخه کې طلايي فرصت و. یو شمېر ازبکانو او د ختیځ ترکستان(ETIM) ډلې غړو د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې له داعش سره خپل یوځای کیدل اعلان کړل. د چین د سنګیانګ په سلګونو جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي سوریې ته لاړل، نیم یې د القاعدې له النصره جبهې او نیم نور له اسلامي دولت سره یوځای شول.
په افغانستان او قبایلي سیمو کې د القاعدې عرب غړی ابو هُدا سوډانی، چې له ابومصعب زرقاوي سره نږدې پاتې شوی و، د ۲۰۱۴ کال په اپرېل کې له القاعدې نه داعش ته لاړ او په رُقه ایالت کې یې د ټي ټي پي هغه پنځه مشران تایید کړل، چې له ابوبکر بغدادي سره یې بیعت اعلان کړی و. د طاهر یولداش ځایناستي عثمان غازي په ۲۰۱۵ کال کې له داعش سره خپل بیعت اعلان کړ او جنګیالي یې د پکتیکا نکې ولسوالۍ، د زابل خاک افغان ولسوالۍ او هلمند ته لاړل. د طاهر یولداش زوی عبدالرحمن یولداش هم، چې د پلار د وژل کیدو پرمهال په کراچۍ کې اوسیده، له دوی سره په دغه سفر کې ملګری و.
شینوارو ته د داعش خپرېدل
د شینوارو سرحدي ولسوالۍ، چې له قبایلي سیمو سره پر ډیورنډ کرښه پرتې دي، له ستراتیژیک اړخه خورا مهمې دي. د مجاهدینو په کلونو کې القاعدې او نړیوالو جهادیانو خپل تر ټولو مهم مراکز دننګرهار په سپین غر، په ځانګړې توګه توره بوړه کې درلودل. په دې غرنۍ او ځنګلنه سیمه کې ګڼې داسې درې او لارې دي، چې کنټرول پرې ستونزمن دی. دغه سیمې له ډیورنډ پورې غاړې قبایلي سیمو سره د تګ او راتګ معبرونه، اکمالاتي او د وسلو د انتقال او جنګیالیو د تګ راتګ لارې او خوندي پټنځایونه لري. په دې سیمو کې د حکومت حاکمیت محدود او قبیلې ډېر وخت په خپل منځ کې سره پاشلې او په قبیلوي اختلافاتو کې ښکیلې دي.
د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې، چې له قبیایلي سیمو کوم جنګیالي په شینوارو کې اوسېدل، ځانونه یې د لشکراسلام پلویان ګڼل، خو وروسته له دغو جنګیالیو سره د اورکزیو او باجوړ جنګیالي هم یوځای شول، چې د ټي ټي پي فراريان ګڼل کیدل. دغو جنګیالیو د ۲۰۱۵ کال په مې کې رسما ځانونه له داعش سره وتړل او په مومند دره کې یې مرکزونه پرانېستل. له خلکو سره ددوی چلند خورا نرم و ، ځانونه یې د طالبانو مخالف ګڼل او هغوی یې مرتدان او د آی ایس آی جاسوسان ګڼل.دې ډلې په لومړيو کې پر افغان حکومتي مامورینو، خبریالانو او حتا پوځي کسانو کار نه درلود. خلکو دوی ته د حکومت د ملاتړو او طالب ضد جنګیالیو په سترګه کتل، خو ورو ورو چې پر سیمه د دغو جنګیالیو د تسلط ساحه پراخېده، ددوی په چلند کې هم تغییر لیدل کېده.
څومره، چې جنګیالیو د خلکو په ژوندچارو کې لاسوهنه کوله او ددوی د تجارت، کرکیلې او ځنګلونو مسایل یې تر کنټرول لاندې راوستل غوښتل، په سیمه کې هم ورسره حساسیتونه ډېریدل. داعش وسله والو د طالبانو برعکس، تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه او په اچین او هسکه مینه کې یې ګڼ دهقانان له دې امله بندیان کړل، چې پر خپلو ځمکو یې کوکنار کرلي وو.
د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې د اچین او سپینغر قومي مشرانو له حکومت نه وغوښتل، چې د منګل باغ په مشري د لشکراسلام ډلې جنګیالي ددوی له سیمې وباسي. دې ډلې د اچین د پېښې درې د خلکو خلاف جګړې لپاره د ډیورنډ له پورې غاړې تیراه، میدان او تبۍ کنډو نه وسلې راوړلې. د پېښې درې د خلکو د مقاومت په پایله کې د منګل باغ جنګیالي له سیمې ووتل او د قومي تړون پر بنسټ یې یو ۲۰۰ کسیز اربکی لښکر جوړ کړ، چې د سیمې امنیت وساتي.
د قبایلي جنګیالیو او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې وروسته له هغه شخړې پیل شوې، چې طالبان پوه شول، دوی پر سیمه د کنټرول په هڅه کې دي. طالبانو په پیل کې نه غوښتل، چې له داعش سره د جګړې ډګر ته لاړ شي، ځکه دې ډلې هم د اسلامي خلافت شعار درلود او پخپله د طالبانو منځ کې هم ډېرو جنګیالیو له تور بیرغو سره د جګړې لپاره زړه نه ښه کاوه. دې چارې د مرکزي پریکړې په نشتوالي کې د طالبانو په لیکو کې درزونه رامنځته کول. دوی په عراق کې د داعش امیر المومنین ته لیک واستاوه او په ننګرهار کې یې دداعش له مشر حافظ سعیدخان اورکزي سره خبرې پیل کړې. خو د اسلامي دولت د مرکزي مشرتابه ځواب خورا توند او د طالبانو لپاره ټکان ورکوونکی و. دداعش ویاند ابومحمد العدناني په یوه غږیز کلیپ کې طالبان د پاکستاني استخباراتو ملګري وګڼل او خبرداری یې ورکړ، چې یا توبه وباسي او یا له داعش سره جګړې ته چمتو شي. طالبانو له دغه ننګوونکي پیغام وروسته د خپلو ملاتړو عالمانو غونډه وغوښته او د یوې شریکې فتوا پر اساس یې د داعش خلاف جګړې پیل کړې.
طالبانو د داعش خلاف خپل تبلیغات چټک کړل او خلک یې وویرول، چې د اسلامی دولت جنګیالي ددوی ښځې په نکاح کوي، هیڅ راز دودونو، فرهنګ او ارزښتونو ته پابند نه دي.
داعش د تبلیغاتو لپاره یوڅه وخت د خپلې ایف ایم راډیو له لارې په ننګرهار او شاوخوا سیمو کې د اسلامي خلافت تر نامه لاندې راډیويي خپرونې درلودې، خو دغه راډیو د ۲۰۱۶ کال د جنوري په وروستیو کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې له منځه یووړه. داعش په خبر رسونه کې د نامساعدو حالاتو له امله د طالبانو په پرتله کم فعال و. دوی خپلې اکثریت تبلیغاتي چارې له خپلو استوګنځایونو ترسره کولې، له همدې امله به چې ددوی مرکزونه له منځه لاړل، تبلیغاتي خپرونې، خبرونه او ټوله دستګاه به یې ورسره غیر فعاله شوه. طالبان ددوی برعکس له خبریالانو سره له ښو موقعیتونو، ډېر او له نږدې په اړیکه کې دي. پر دې سربیره په کلیوالي سیمو کې مسجد او مدرسه ۹۰ په سلو کې د طالبانو تر کنټرول، یا نفوذ لاندې دي.
د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۱۶مه داعش جنګیالیو په اچین کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته، ۱۱ هغه قومي مشران په بمونو والوزول، چې ددوی خلاف یې د طالبانو مرسته کړې وه. دغه عمل په محلي، ملي او نړیواله کچه د داعش د خراسان څانګې یو خورا بد تصویر وړاندې کړ. ترهګرې او جنګیالۍ ډلې دا ډول چارې زیاتره د تبلیغاتو په هدف ترسره کوي، خو دې چارې په افغانستان او ننګرهار کې دداعش پر وړاندې د کرکې یوه نوې څپه راوپاروله.
له دې وروسته د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې د هرې ورځې معمول وګرځېد.
د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې طالبانو له کندهار، زابل، هلمند، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او غزني نه خپل شاوخوا ۳۰۰۰ مخکښ جنګیالي را غونډ کړل او په چپرهار او بټي کوټ کې یې دداعش خلاف ځپونکي عملیات وکړل. افغان او بهرنیو ځواکونو هم وخت ناوخت پر داعش بریدونه کول، خو طالبانو دغو بریدونو ته د شک په سترګه کتل. په طالبانو کې دا برداشت و، چې افغان او بهرني ځواکونه هغه وخت دداعش خلاف عملیاتو ته دانګي، چې ددوی له خوا له ماتې سره مخ کیږي او یا محاصره کیږي.
افغان امنیتي ادارو په لومړیو کې پر داعش جنګیالیو کار نه درلود، ځکه دوی فکر کاوه، چې د طالبانو او پاکستان د نفوذ پر وړاندې ښه وسیله کیدای شي، خو داعش په وروستیو کې له کنټرول نه وتلی و او په کابل او نورو ولایتونو کې یې پر عامه تاسیساتو او حکومتي ځایونو بریدونه کول. د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې په کابل کې د سردار داودخان پر نظامي روغتون له برید وروسته، چې په لسګونو کسان پکې مړه او د ۱۰۰ په شاوخوا کې نور ټپیان شول، د افغانستان امنیتي ادارې دې ته متوجه شوې، چې له داعش ډلې نه ددوی دښمنې ډلې او هېوادونه د خورا مرګونو بریدونو لپاره استفاده کوي.
د ۲۰۱۵ کال په جولای کې امریکايي او افغان ځواکونو دداعش خلاف هوايي بمبارۍ اوبریدونه وکړل او په اچین کې یې ددې ډلې د مهمو مشرانو حافظ سعیدخان، ګل زمان فاتح او شاهدالله شاهد په ګډون ګڼ کسان ووژل. طالبانو هم په دې ترڅ کې کوښښ کاوه، چې د سیمه ییزو خلکو او پاڅونونو په مرسته بیرته په دغه سیمو کې نفوذ وکړي.
طالبانو هممهاله په هلمند، فراه او زابل کې د ملا عبدالرووف خادم او منصور دادالله په مشري، چې له داعش ډلې سره یې اتحاد کړی و، عملیات وکړل. ملا خادم بې پیلوټه الوتکې او منصور دادالله د مولوي اختر محمد کسانو وواژه. طالبان د ننګرهار تجربې ته په پام د هرې نوې ډلې را پورته کېدو ته ځير وو او حتا د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یې د نصیب ګل په شمول د حزب اسلامي هغه قوماندانان هم ووژل چې د بیلې ډلې د جوړېدو او یا له داعش سره د یوځای کېدو ویره ترې احساسیده.
د طالبانو لپاره په زابل کې تر ټولو ستر سرخوږ ملا منصور دادالله او ۲۰۰ هغه ازبک جنګیالي وو، چې له وزیرستان نه لومړی د پکتیکا نکې ولسوالۍ او بیا زابل ته تللي وو. زابل کې د اسلامي دولت د ډلې موجودیت ته هغه وخت د خلکو پام شو چې دې ډلې د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې اووه هزاره ګان وتښتول او ویې وژل. داعشیانو د زابل په شمالي ولسوالیو، په ځانګړي ډول ارغنداب کې ځانونه ټینګ کړل. طالبانو ددوی خلاف د خپلو عملیاتو په سپیناوي کې وویل، چې داعش جنګیالیو طالبانو ته د مرتدینو، ګوډاګیانو، بغاوت کوونکو القاب کارول او له همدې امله یې له منځه یووړل. طالبانو ویل، چې د داعش وسله والو په سیمه کې مذهبي جګړې ته لمن وهله او د خلکو ښځې یې د وینځو په حیث ګومارلې.
د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د جوزجان په درزاب ولسوالي کې د مولوي حبیب رحمن په مشري په سلګونو داعش جنګیالي حکومت او طالبانو ته تسلیم شول. حبیب رحمن د افغانستان په شمال کې د داعش امیر و، چې له جنګیالیو سره یوځای په دې دره کې طالبانو محاصره کړی و. طالبانو دې جګړې ته له هلمند، بادغیس، غور، بلخ، فاریاب، بدخشان او کندز نه خپل جنګیالی ځواک را ټول کړی و.
د داعش په اړه خلکو کې ویره او اندېښنې
دداعش ناڅاپي پراخېدو او بوږنوونکو اعمالو په خلکو کې ددې ډلې په اړه بدګومانۍ ډېرې کړې.
ظاهر قدیر په حکومت کې یو شمېر افراد د داعش په ملاتړ تورن کړل او ویې ویل، چې افغان ځواکونه خپلې پوستې پریږدي او داعش پرمختګ کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې امریکا په دې تورنه کړه، چې دداعش ملاتړ کوي او د ترکیې اناتولیه اژانس ته یې وویل، چې داعش د امریکا پروژه ده.
پر ظاهرقدیر او د هغه پر ملګرو هم تورونه لګیدل، چې پاکستان پیسې ور کوي او په لوی لاس داعش د افغانستان پر حکومت ورتپي. ددوی استدلال داو، چې پاکستان غواړي د افغان امنیتي ادارو اعتبار، نفوذ او وړتیاوو ته صدمه ورسوي.
د افغانستان په سیاسي حلقاتو کې دغو څرګندونو ایران، روسیه او چین هم حساس کړل.
د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمو کې نامعلومې چورلکې ناستې کوي او دوی په دې برخه کې د متحده ایالاتو د ځواب په تمه دي. لاوروف وویل، چې دوی په افغانستان کې دداعش له نفوذ او پراخېدو په اندېښنه کې دي.
ایراني چارواکو په تکرار له عراق نه د داعش د جنګیالیو د انتقال په اړه اندېښنې وښودې او په عین حال کې په افغانستان کې له داعش سره د جګړې لپاره د فاطمیون په نامه له افغان جنګیالیو د سپاه پاسداران د جوړو ملیشو د انتقال تبلیغات هم اوج ته ورسیدل.
روسیه ، چین او ایران اندېښمن دي، چې متحده ایالات دداعش له لارې ددوې ګټې ګواښي.
ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ په اعلانولو کې روسیې ته ارزښت ورنه کړ او مسکو هم له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې. امریکا د افغانستان په مسایلو کې د روسیې دخالت ته لیواله نه ده او نه هم طالبان دې ته پریږدي، چې له روسیې سره اړیکې ولري.
چین له دې امله دداعش پر وړاندې حسیاسیت وښود، چې دې ډلې د خراسان په چوکاټ کې جنوبي قفقاز، مرکزي اسیا، سنکیانګ، د پاکستان او افغانستان ځینې برخې او د هند یوڅه برخه شاملې وګڼلې. کله، چې د ۲۰۱۴ کال په جولای کې ابوبکر بغدادي د ایغوریانو پر وړاندې د چین پر سیاستونو نیوکې وکړې او د غچ اخستونکو اقداماتو خبرداری یې ورکړ، په پکنګ کې د داعش پر وړاندې حساسیتونه ډېر شول. چین له افغانستان سره ښې اړیکې پالي او په همدې ترڅ کې غواړي له ټولو لوبغاړو سره په اړیکو کې انډول وساتي او د احتمالي ټکرونو مخه ونیسي، خو دداعش تر پیاوړتیا ښايي د طالبانو پیاوړتیا ته لومړیتوب ور کړي. ایران او پاکستان، چې مذهبي شیعه اقلیتونه لري او د داعش تر مستقیم تهدید لاندې دي، په افغانستان کې ددې ډلې حضور خپل ثبات ته جدي خطر ګڼي، د امریکا لپاره یې په سیمه کې د حضور په خاطر وسیله او د نورو خلاف د استعمال حربه ګڼي. په افغانستان کې د مرکزي حکومت ضعف ایران له بد وضعیت سره مخ کولی شي، له همدې امله دوی هممهاله له افغان حکومت او طالبانو دواړو سره اړیکې پالي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې بي بي سي ته په مرکه کې له داعش نه د افغان حکومتي ادارو د ملاتړ خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې د افغانستان شمال ته دداعش په انتقال کې طالبان رول لري. ستانکزي وویل، چې « دا ستره تیروتنه ده، ازادي چې له حده تیره شي، رسوايي شي. که له تحلیل پرته د سیاسي مقاصدو پر اساس دغسې خبرې کوو، پر ملي ګټو یې باید اغیز و ارزوو. دا خپله نورو هېوادونو ته پلمه په لاس ور کول دي، چې طالبان تر داعش غوره دي او دداعش د له منځه وړو لپاره باید د طالبانو مرسته وشي». ستانکزي وویل، چې روسیه او ایران له داعش سره د جګړې په نامه، د طالبانو مرسته او ملاتړ کوي.
د داعش په اړه دغو بحثونو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د سیمې په کچه دداعش ضد جبهې په رامنځته کېدو کې ټاکونکی رول درلود. د افغانستان حکومت په کوردننه او بهر د داعش له اړخه تر فشارونو لاندې و. دغو فشارونو متحده ایالات او افغان حکومت دداعش ډلې پرضد عملیاتو ته وهڅول. امریکا د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو ستر بم په اچین کې د داعش پر پتڼخایونو استعمال کړ، چې ترشا یې شدید غبرګونونه لرل.
افغانستان امنیتي ځواکونو په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ددې ډلې پر وړاندې عملیات وکړل او یو شمېر جنګیالي یې د طالبانو له محاصرې را وایستل.
ننګرهار کې د داعش خلاف عملیات
په ۲۰۱۸ز میلادي کال کې ولسمشر غني د ننګرهار د وضعیت د ښه والي په هدف ددغه ولایت په ملکي او نظامي اداره کې تغییرات راوستل. ددغو تغییراتو له مخې امنیتي ادارو له قومي پاڅون کوونکو سره همغږي راوسته او د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې یې شاه محمود میاخېل د ننګرهار د والي په توګه وټاکه. د میاخیل د ټاکل کېدو یو هدف دا و چې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ همغږي راولي چې داعش او نور جګړه ییز ګروپونه له ننګرهاره ورک شي. هغه وايي: « د ننګرهار له نظامي شورا سره تر مشورې وروسته مو د بلواګرو د مهارولو یو شپږ میاشتنی پلان جوړ او د Real COIN ستراتیژي عملي کړه». د نوې ستراتیژې له مخې افغان ځواکونو د جلال آباد پر ختیځ تمرکز وکړ چې د جلال آباد – تورخم لاره خوندي کړي. دوی لومړی له طالبانو څخه لعلپوره ولسوالي ونیوله، وروسته یې په سیمه کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو دایمي پوستې ایجاد کړې چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده. د ننګرهار والي وايي، چې پر ختیځ یې ځکه تمرکز وکړ، چې د طالبانو او داعش سرچینې وچې شي.
د ملي امنیت ریاست د داخلي ارزونو له مخې، طالبانو یوازې د تورخم- جلال اباد له سړک او د ننګرهار د سیټریسو باغونو او د تجارتي لاریو نه د باج اخستلو له درکه د ۱۳-۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت عواید تر لاسه کول. دواړو ګروپونو میلیونونه نور ډالر د ناقانونه توکو، چارتراشو، کانونو او د مخدره توکو له قاچاق څخه هم تر لاسه کول.
د نوې ستراتیژۍ پر اساس دوی، له ختیځ وروسته پر سوېل تمرکز وکړ چې داعش وځپي. د دوی د ځانمرګو د روزنې مرکزونه او ټرینینګ سنټرونه ویجاړ کړي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په مرسته چپرهار ولسوالي د طالبانو او داعش له وجوده تصفیه کړه او د وزیرو په تنګي او اګام تنګي (چې په توره بوړه هم یادېږي)، د هسکې مینې په اوغز او اچین کې یې د داعش بیسونه تر فشار لاندې راوستل. د ننګرهار والي وايي، کله چې دوی جلال آباد ښار د داعش او طالبانو له تهدید څخه وژغوره، د لوېدیځ ننګرهار ډېرې برخې یې هم ونیولې چېرته چې طالبانو پخوانی نفوذ درلود، لکه سرخرود، شېرزاد او خوږیاڼي ولسوالۍ.
په COIN ستراتیژۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرېکړه کړې وه چې په اچین ولسوالۍ کې به د ماموند درې په باغدرې او باندر کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې اصلي مرکز نیسي او د داعش د تمویل لاره به ورقطع کوي. له دوه میاشتو عملیاتو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ځانګړو ځواکونو سره یو ځای دغه درې ونیولې او دایمي پوستې یې پکې ایجاد کړې چې د سیمې پاڅون کوونکو ته یې وسپارلې. په نتیجه کې ځینې داعشیان ووژل شول، ځینې وتښتېدل او ځینې تسلیم شول.
د ننګرهار ولایتي ادارې دداعش خلاف د عملیاتو په پای کې وویل، چې دوی ته په سلګونو داعشي جنګیالي تسلیم شوي، چې پاکستاني، ایراني، اردني، هندیان، تاجکستانیان، مالدیفیان، ازبکستاني، او قزاقستاني اتباع پکې شامل دي. د نارینه غړیو تر څنګ ۴۲۶ ماشومان او ۲۳۷ ښځې هم ونیول شوې او تر روزنې وروسته له ډیورنډ کرښې پورې غاړه قبایلي مشرانو ته وسپارل شول.
د نومبر په ۱۹مه نېټه ولسمشر غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په مشرقي کې یې د داعش کمپله ټوله کړې ده. چې د داعش ډلې د د جنګیالیو هغه بهرنۍ مېرمنې او ماشومان چې حکومت ته تسلیم شوي د پاکستان حکومت ته نه بلکې د ننګرهار د ولسونو په مشوره او پرېکړه د کرښې غاړې قومي مخورو ته سپارل کیږي. غني وویل، د داعش له تسلیم شویو مېرمنو او ماشومانو سره له اسلامي، پښتني او افغاني دود له مخې چلند کوي او د داعش د افغان غړو د کورنیو د روزنې او پالنې لپاره به له لس، تر شلو میلیونو افغانۍ بودیجه ځانګړې کړي.
د طالبانو ننګول
مرګ ژوبله |
نېټه |
د چاودنې هدف |
د چاودنې ځای |
د چاودنې ډول |
۹۷ تنه مړه او ۲۶۰ ټپیان |
23 July 2016 |
ټوټاپ غورځنګ |
کابل، دهمزنګ |
ځانمرګی برید |
۳۲ تنه مړه او ۸۰ ټپیان |
21 Nov 2016 |
اهل تشیع عبادت کوونکي |
کابل، باقر العلوم مسجد |
ځانمرګی برید |
۴۹ تنه مړه او ۶۳ ټپیان |
8 March 2017 |
ډاکټران او ناروغان مسوولیت داعش پر غاړه واخست خو چارواکو ویل، برید حقاني شبکې کړی |
سردار داودخان روغتون |
ځانمرګی برید |
۵۰ مړه او ۸۰ ټپیان |
28 Dec 2017 |
|
کابل، مرکز فرهنګي ( تبیان)، دشت برچي |
ځانمرګی برید |
۲۰ تنه مړه او ۳۰ ټبیان |
4 January 2018 |
|
کابل، دوکاندارانو منځ کې |
ځانمرګی برید |
درې تنه مړه |
24 Feb 2018
|
امنیتي سرتیري |
کابل، امنیتي پوسته |
چاودنه |
۳۳ تنه مړه او ۶۵ ټپیان |
21 March 2018 |
زیارت کوونکي |
کابل، کارته سخي |
ځانمرګی برید |
۶۹ تنه مړه او ۱۲۰ ټپیان |
22 April 2018 |
مهتاب کلا کوڅه، د رایې اچونې مرکز |
کابل، دشت برچي |
ځانمرګی برید |
۲۹ تنه مړه او ۵۰ ټپیان |
30 April 2018 |
۹خبریالان او امنیتي سرتیري |
کابل، ششدرک |
ځانمرګی برید |
۱۴تنه مړه او ۱۹ ټپیان |
4 June 2018 |
د علماوو غونډه |
۴۰ متره سړک |
ځانمرګی برید |
۱۷ تنه مړه او ۴۰ ټپیان |
11 June 2018 |
د کلیو پراختیا وزارت |
کابل، دارالامان |
ځانمرګی برید |
۲۳تنه مړه او ۱۰۷ ټپیان |
22 July 2018 |
ظاهرا جنرال دوستم کاروان |
کابل، هوايي ډګر ته نږدې- د دوستم تیریدو وخت کې |
ځانمرګی برید |
۴۸تنه مړه او ۶۷ ټپیان |
15 Aug 2018 |
اکاډمي |
کابل |
ځانمرګی برید |
۲۶تنه مړه او ۹۱ ټپیان |
05 Sep 2018 |
ورزشي کلب |
، کابل |
ځانمرګی برید |
۷تنه مړه، ۲۵ ټپیان |
09 Sep 2018 |
تلینغونډه |
کابل، مسعود تلین ورځ |
ځانمرګی برید |
۱۵ تنه مړه |
25 July 2019 |
مني بس |
کابل |
ځانمرګی برید |
۹۲ تنه مړه او ۱۴۰ ټپیان |
17 August 2019 |
ودونو تالار |
کابل |
ځانمرګی برید |
په افغانستان کې دداعش ډلې د جنګیالیو شمېر د طالبانو په پرتله خورا کم دی. ددې ډلې د سرتیرو شمېر له دوه زرو تر څلور زرو پورې اټکل کیږي، چې یو شمېر یې په دې وروستیو کې تسلیم شوي. د افغانستان د بیا رغونې برخه کې د امریکا د مرستو د څیړنې ادارې ( سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې د طالبانو د جنګیالیو شمېر ۶۰ زره تنه ښودلی. د سیګار د رپوټ پر اساس، شاوخوا ۹۰ زره نور جنګیالي له طالبانو سره په فصلي ډول یوځای کیږي. خو له دې سره سره، داعش د طالبانو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
داعش د ۲۰۱۸ کال له جنوري نه د ۲۰۱۹ کال تر جنوري پورې تر سوریې او عراق وروسته تر ټولو ډېر بریدونه افغانستان کې کړې دي. ددې ډلې تر ټولو خونړی برید په یوه هوټل کې د واده پر مراسمو و، چې په لسګونو کسان پکې ووژل شول.
وسله والو طالبانو په ننګرهار کې دداعش د ماتې له اعلان وړاندې وویل، چې دوی په ولایتونو کې خپلې جنګیالۍ قطعې، چې د طالبانو یو پر درېیمه برخه جنګیالي کیږي، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته استولې او ټول زور او قوت یې د سولې له توافقنامې وړاندې دداعش پر ځپلو متمرکز کړی. طالبان ویره لري، چې د سولې له توافقنامې وروسته دداعش موجودیت هم ددوی لپاره یوه ننګونه ده او هم متحده ایالاتو ته دا فرصت ورکوي، چې له داعش سره د مبارزې په نامه په افغانستان کې خپل حضور جاري وساتي.
داعش د طالبانو تر ټولو سرسخته مخالفه ډله ده، چې تر دې ډلې سخت مذهبي نظریات لري. دې ډلې د طالبانو د سیاسي دفتر او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو په جریان کې وویل، چې «طالبانو په پټه او ښکاره له امریکا سره معامله کړې او ټولې نړۍ ته په ډاګه شوي، چې طالبان له امریکايي وحشیانو سره معامله او له موږ سره جګړه کوي». خو طالبانو هم په ۲۰۱۹ کال ، په تیره ددغه کال په وروستیو شپږو میاشتو کې خپل ډېر قوت دداعش ځپلو ته ځانګړی کړی و. په خلکو کې د داعش ډېر بد تصویر طالبانو ته چاپیریال دوستانه کړی و. دداعش پر وړاندې دې ډلې له ولسي اړیکو او قومي جرګو استفاده کوله او د چاپیریال تر مساعد کېدو وروسته یې پر دې ډلې بریدونه کول. په ۲۰۱۵ او را وروسته کلونو کې دوی په خوګیاڼیو، مومندرې، بټي کوټ، پچیراګام، لعلپورې او غني خیلو کې له همدې تاکتیک نه کار واخست.
له داعش سره د طالبانو په جګړو کې ددوی ټولې انساني، اقتصادي او نظامي سرچینې بوختې وې. دوی له ټولو ولایتونو خپل تر ټولو مخکښ او د جګړې په تاکتیکونو بلد جنګیالي ور ټول کړي وو، خو دې کار په ولایتونو کې ددوی جبهې له ښو جنګي قوماندانانو او جنګیالیو خالي کړې وې. په ولایتونو کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف ددوی جګړې سړې وې.
داعش په یو ډول ددوی پر جګړه ییز ماشین منفي اغیز ښندلی و او ددوی د جګړې مسیر یې منحرف کړی و. په دې برخه کې حقاني شبکې او د مولوي سنګین ورور فاتح سنګین ټاکونکی رول درلود. دوی په پکتیکا، ننګرهار او کونړ دریواړو ولایتونو کې له سیمه ییزو طالبانو سره په همکارۍ شپږ میاشتې جګړې وکړې. د حقاني شبکې دداعش ضد عملیاتو د قوماندې یو مرکز د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې و، چې د ټولې لویې پکتیا چارې یې تنظیمیولې. دلته د حقاني شبکې قوماندان قاري حاضرمحمد لومړنی کس و، چې له داعش سره د جګړې په خاطر یې له خوست نه د جنګیالیو ګڼ تشکیلونه واستول.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حاجي ظاهر قدیر یو له هغو کسانو و، چې له داعش سره د مبارزې په هدف یې ولسي پاڅون کوونکي تنظیم کړل او په اچین، نازیانو او کوټ ولسوالیو کې یې دداعش پر خلاف جګړې وکړې. دوی هغه وخت د خلکو له نیوکو سره مخامخ شول، چې له داعش سره یې بالعکس چلند پیل کړ. د قدیر جنګیالیو د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې دداعش د پنځو وسله والو سرونه پرې کړل او پر سړک یې په عامه لاره نندارې ته کېښودل.
دداعش د ماتې عوامل
د نظامي، سیاسي او اقتصادي عواملو او د سیمې او نړۍ د فشارونو ترڅنګ ځینې محیطي، فرهنګي او ټولنپوهینز عوامل هم د داعش په ماتېدو کې ټاکونکی رول لري.
دلته یو شمېر عواملو ته لنډه کتنه کوو:
لومړی: له القاعدې شبکې سره، چې په ۲۰۰۳ کال کې په وزیرستان کې کوم جنګیالي یوځای شوي وو، ددې شبکې د پخوانیو غړو په پرتله یې خورا افراطي نظرونه لرل. دوی د القاعدې د لومړي نسل مشران له مذهبي اړخه په وزیرستان کې له خلکو سره په مصلحتي سیاست تورنول. د القاعدې نويو جنګیاليو په وزیرستان کې د شرعي نظام د نفاذ غوښتنه کوله. ددوی له نظره، د جرګې سیسټم او د پښتنو دودونه کفري او استعماري وو. خو د حقاني شبکې او القاعدې مشرتابه خپلو جنګیالیو ته په مکرر ډول سپارښتنې کولې، چې د سیمې د خلکو له ژوند، کولتور او دودونو سره کار ونه لري او نه هم هغوی ته ځانونه ناصحان وګرځوي. دا د خلکو په زړونو او دماغونو کې د نفوذ په موخه، د حقاني او القاعدې شبکې دواړو بریالی سیاست و. دوی نه غوښتل محیط د ځان مخالف کړي. برعکس ازبک، ایغور او نور جنګیالي، چې د پښتني قبیلو له جوړښتونو او فرهنګ نه یې کمزوری تحلیل او په پښتني ټولنه کې د حضور لنډه تجربه درلوده، په پښتنه جغرافیا کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شول. په ۲۰۰۷ کال کې د طاهر یولداش په مشرۍ د ازبک جنګیالیو، مولوي نذیر احمدزي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په جګړه کې القاعدې نه یوازې دا، چې د ازبکستان د اسلامی غورځنګ ملاتړ ونه کړ، بلکې د هغوی جګړه ییزه ستراتیژي او جهادي سیاستونه یې هم وننګول.
دویم: داعش په پردي محیط کې اوسیده، خو د محیط د خپلولو کوښښ یې ونه کړ، لږ ترلږه د هغوی له داخلي مسایلو یې ځان لرې ونه ساتلای شوای. لکه څنګه، چې ازبک جنګیالیو په وزیرستان کې د سیمې په قبیلوي شخړو کې د قبیلو ملاتړ ته ودانګل، داعش هم په شینوارو کې ځینو قبیلو د نورو قبیلو خلاف کرایه کړل. دوی د خلکو په چارو کې مداخله وکړه، هغوی یې د کوکنارو له کر نه منع کړل، د هغوی د دود، دستور او فرهنګ خلاف اعمال یې وکړل. د پښتنو په فرهنګ کې مېلمه د سر په بیه ساتل کیږي، خو که میلمه د کوربه حیثیت خپلول غواړي او پر ځلکو د تسلط په لټه کې وي، له اجتماعي طرد او مخالفت سره مخ کیږي.
درېیم: داعش د ځان لپاره افغانستان کې ناسمه جغرافیا انتخاب کړې وه. د افغانستان پښتانه د پاکستان د پښتنو په پرتله د افغانستان اکثریت دي، په قدرت کې دي او غږ یې چارواکو او حتا نړۍ ته رسیږي. وزیرستان کې د القاعدې او نورو جنګیالیو ډول د دوام یو علت دا و، چې د نړۍ له انظارو لرې، شاته پاتې اقلیت میشتې سیمه وه، خو ننګرهار د سواد، سیاسي او مدني انسجام، پرمختګ له مخې د افغانستان په نسبتا پرمختللو سیمو کې شمېرل کیږي او ددې سیمې په هره برخه کې د محرومیت، ظلم او ستم غږ ژر رسیدای شي.
څلورم: په پښتنو کې نشنلیزم قوي دی. له محلي مذهبي غورځنګونو سره د هغوی په داعیه کې دا فاکتور ډېره مرسته کوي. داعش دغه ملاتړی فاکتور نه درلود.
پنځم: په پښتنو کې د جهاد او ازادۍ غورځنګونه او تحرکات محلي او وطني دي. د پښتنو مذهبي غورځنګونه یوازې په خپله محدوده جغرافیا کې ( په محلي او ملي شکل) د ازادۍ، جهاد او... تر شعار لاندې راټولیدای شي.
شپږم: دداعش په څېر افراطي جریانانونه لنډمهالي دي، دوام نه کوي. یوه څپه ده، تیریږي او د تم کیدو امکانات یې کم دي.
اووم: داعش د القاعدې، حقاني شبکې او نورو جنګیالیو ډلو په څېر ملاتړ، مساعد چاپیریال او جنګي اقتصاد نه درلود. هغه ډلې، چې په اقتصادي لحاظ شاته پاتې ټولنو کې د جګړې اقتصاد ( د وسلو خرڅلاو، تور بازار، قاچاق) او مارکیټ عام نه کړي، سیمه ییز ملاتړ نه شي ترلاسه کولی. په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د جنګیالیو ډلو یو امتیاز داو، چې هغوی جرمي او د جګړې اقتصاد رامنځته کړی او د سیمې د نفوس یوه ستره برخه، په ځانګړې توګه ځوانان یې پکې ښکیل کړي وو.
ایا داعش د بیا راپورته کېدو جوګه دی؟
په عراق کې د داعش له ماتې دوه کاله وروسته اوس یوځل بیا داسې نښې نښانې ترسترګو کیږي، چې اسلامي دولت د خپلو ځواکونو پر منسجم کولو بوخت دی.
د عراق د کردستان د ترهګرۍ ضد ادارې یوه چارواکي لاهور طالباني د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې بي بي ته وویل، چې داعش په وروستیو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي خلافت د بقایاوو پر راغونډولو کار کړی او د بیا جوړونې پړاو یې تکمیل شوی. د طالباني په باور، داعش به، چې د عراق په شمالي حمرین غرونو او د دجلې سیند په شاوخوا کې یې پټنځایونه جوړ کړي، داځل د سیمو د نیولو په هڅه کې نه وي، بلکې د القاعدې په څېر تاکتیکونه به کاروي.
د عراق تجربو ته په پام، په افغانستان کې دداعش د بیا راپورته کېدو احتمالات ډېر دي.
د ترهګریزو چارو شنونکي په دې باور دي، چې داعش پام وړ انعطاف پذیري لري او لکه څنګه یې، چې په عراق او سوریه کې له ماتیدو وړاندې په نوره نړۍ کې خپلې څانګې فعالې کړې، په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې له ځپل کېدو سره هممهاله یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې خپل غلی حضور ساتلی دی.
د طالبانو خلاف د ۲۰۰۱ کال د عملیاتو تجربې او ددغو دوو حالتونو مقایسه دا تحلیل تقویه کوي، چې داعش ډله به د ځان له منسجم کولو، اقتصادي سرچینو له پیاوړتیا او جلب او جذب بهیر له بشپړیدو وروسته دا ځل په یوه بله جغرافیا کې راپورته شي.
داعش اوسمهال د مخامخ جګړې پرځای په جلب او جذب تمرکز لري، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر سیمې ښايي ددې ډلې د راتلونکو فعالیتونو لپاره تر ننګرهار او مشرقي اغیزناکې وي. دداعش مشرتابه ښايي دا درک کړې وي، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې جنګیالي (ټي ټي پي) یوازې په خپلو سیمو کې په محلي کچه فعال دي او د نړیوال جهاد داعیې ته لیواله نه دي. دوی ښايي دې ته ترجیح ور کړي، چې په مشرقي کې د علني فعالیتونو او خلکو سره د مخامختیا پرځای له دې سیمې په ځانګړي ډول کونړ ولایت نه د روزنې د مراکزو په حیث استفاده وکړي، خو جګړه ییز ماشین د افغانستان شمال او نورو سیمو ته ولیږدوي او جنګیالی قوت هم له هغو سیمو جلب او جذب کړي، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په فرهنګي، ژبني او نسلي لحاظونو نږدې او په سرحداتو کې پراته وي. داعش د القاعدې په څېر د هغو پاکستاني ډلو له نفوذه خالي نه دی، چې پاکستان یې په ترهګرو او افراطي ډلو کې ځای پرځای کوي.
د سیمه ییزو خلکو په باور، د داعش مرکزیت دامهال په کونړ ولایت ( دیګل، شولت، مزار دره، سوکسار) کې دی او په ننګرهار، بغلان، کندز، تخار، سرپل، غور، فاریاب او نورو شمالي ولایتونو کې له خپلو پلویانو سره په اړیکه کې دي.