په ۲۰۰۶ کال کې ملا دادالله د وزیرستان د کړمې په مرکز کې، چې د بادشاهي خان په کور کې جوړ شوی و، بیت الله مسید ته وویل، چې په مسیدو کې ځان داسې احساسوي لکه په خپل کور کې چې پروت وي. دادالله ډېر وخت د بیت الله مسید په مرکزونو کې اوسېده او هلمند او کندهار ته یې له وزیرستان نه ډلې ډلې جنګیالي له ځان سره بیول.
وزیرستاني جنګیالیو د ملامحمد عمراو مولوي حقاني په مشرۍ د افغان طالبانو په جبهو کې ټاکونکی رول درلود.
وزیرستان او کندهار د تاریخ په اوږدو کې ډېر وخت د پښتنو د ثقل مراکز پاتې شوي.
د کابل او پېښور په محور د پښتنو قدرت او اقتدار له همدې دوو مرکزونو سره تړلی او همدغو دوو مراکزو د پښتنو د پاڅون او د سیاسي قدرت او اقتدار د حصول، یا د پښتون تخت ګټنې ظرفیت او توان په ځان کې ساتلی دی. پر کابل او پېښور، یا د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو پښتنو د کندهار او وزیرستان اغیز جوت دی. د سیاسي قدرت (Political power) له محورونو سره د دوی تضاد او ټکر هر وخت د پښتنو سیاسي اقتدار (Political authority) تضعیف کړی.
وزیرستان د تېرو څو پېړیو تاریخ په مطالعه کې د پښتنو د سیاسي بقا او قدرت په جګړو کې ټاکونکی رول لوبولی. دلته هر حرکت تر پېښور، کندهار او کابل پورې ټوله سیمه اغیزمنه کړې او ټول پښتون یې متحرک کړی. د مغولو خلاف وزیرستان د روښاني غورځنګ د را ټوکېدو مرکز و. پیر روښان په کندهار کې پر پښتنو د مغولو له ظلم نه په اغیز له وزیرستان نه د مغولو خلاف د ازادۍ جګړه تر پېښور، جلال اباد او ګڼو نورو سیمو ورسوله. په وزیرستاني ټولنه کې قبیلوي او مذهبي رنګ غالب دی، له همدې امله له دې سیمې ټوکېدلي اکثریت غورځنګونه مذهبي رنګ لري، خو دغه مذهبي رنګ هیڅ وخت له طبیعي پښتون نشنلیزم نه خالي نه دی.
د ملا پیونده په مشرۍ د انګریزانو خلاف مبارزې پر وزیرستان د انګریزانو د تسلط پای ته رسولو او ډیورنډ کرښې په مخالفت کې وې. سره له دې، چې امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډ له معاهدې وروسته ملا پیونده د انګریزانو خلاف له جګړو منع کاوه، ده د افغانستان له وجوده د وزیرستان او قبایلي سیمو جلا کېدل نه شوای زغملای. د ایپي فقیر غورځنګ د مذهب او نشنلیزم ترکیب و. هغه د انګریزانو خلاف جګړه او د پښتونستان په نامه د پښتنو د حقونو د خوندیتابه حرکت دواړه پرمخ وړل. د فقیر په زمانه کې پېښور کې خدایي خدمتګاران په قدرت کې وو او هغوی هم د پښتون نشنلیزم شعار پرمخ وړ، خو فقیر د بهرني قوت په موجودیت کې د سیاسي مبارزې پلوی نه و. دغه وخت کې پېښور محوره پښتون سیاسي قیادت د وزیرستان له نظامي قیادت نه اسیب پذیره و او وخت ناوخته یې سیاسي اتوریته له چلنج سره مخ کېده.
د پښتنو شاهانو او امیرانو په ټول تاریخ کې د مذهبي او واکمنې طبقې ترمنځ اړیکې د یوه بل پر حمایه ولاړې دي او هر وخت چې دغه اړیکې ترینګلې شوې، یا انډول یې له لاسه ورکړی، نظام او د ټولنې سیسټم یې متضرر کړی. دلته مذهبي لیډرشیپ ډېر وخت د بهرني قوت او یرغل پرمهال راټوکېدلی، خو هیڅ وخت یې د سیاسي قدرت پر حصول تمرکز نه دی کړی، ځکه خلک یې پر منبر غواړي نه د قدرت پر څوکۍ. یواځینی مذهبي غورځنګ طالبان وو، چې د یوه منظم تشکیل او کورنیو او بهرنیو حمایوي عواملو په نتیجه کې عملا واک او قدرت ته ورسېدل. د پاکستان له رامنځته کېدو وړاندې پښتنو مذهبي مشرانو د افغانستان له امیرانو سره همکاري درلوده، ځکه یرغلګر قوت په برېټانیايي هند ( دارالحرب) او پښتونخوا کې پروت و او کابل دارالاسلام و، خو د پاکستان له جوړېدو وروسته چې انګریزان له سیمې ووتل او شورویان افغانستان ته راغلل، افراطي مذهبي ډلې رامنځته شوې او د افغانستان پرضد او دلتهد هر ستر قدرت د حضور او نفوذ پر وړاندې و کارېدې. د افغان امیرانو تاریخ ته په کتو سره د بهرني قدرت په مرسته رامنځته شوی حکومت او نظام دومره نه دی ننګول شوی، څومره چې د هغوی عملي حضوراو پوځي مداخله ننګول شوې. یو شمېر افغان\پښتانه امیران له جدي ولسي مقاومت پرته د انګریزانو په مرسته واک ته رسېدلي، خو د شاه شجاع په څېر چې څوک د زور او مداخلې له لارې د قدرت په ګدۍ کښېنول شوی، په ټول شدت یې مبارزه ورسره کړې ده. دغسې حاکم تل د مذهبي مشرانو له قهر او غضب سره مخ شوی او دې چارې پښتون له خپل ځان سره هم په جنګ اچولی دی.
له حاکمې طبقې سره د مذهبي طبقې په ټکر کې له شک پرته، چې د سترو قدرتونو، د سیمې د قدرتونو او پاکستان لاس ښکیل و، خو له شته تاریخ نه هم سترګې نه شي پټېدای. تاریخ په پښتنو کې پر پښتنه خاوره د بهرنيانو د حضور خلاف یو داسې ذهنیت ایجاد کړی، چې تغیرول یې ښايي د پښتون د مروج تعریف او تاریخ تحریف وګڼل شي. د پښتونولۍ کوډونه ننګ، زړورتیا، میلمستیا، غچ او ټول تاریخ، په ناسم او تحریف شوي شکل تعریف شوي او نړۍ ته یې پښتون دداسې ملت په حیث معرفي کړی، چې له هیڅ قدرت او ملت سره جوړ نه راځي، یا ټوپک، جنګ او جګړه یې د فرهنګ برخه دي. له سیاستونو اغیزمنو دغو غیر حقیقي تعریفونو هم پښتانه په یوه دایره کې محدود کړي او هم یې نړیوالو ته دا ذهنیت ورکړی، چې دا خلک یوازې د زور او جګړې په ژبه پوهیږي. پېښور محوره ملتپالو په خپل ټول تاریخ کې له افغان حکومتونو سره ښې اړیکې ساتلې دي، خو وزیرستان محوره مذهبي قوتونو ( له محدودو کورنیو پرته) له هغو ډلو سره مرسته کړې ده، چې د بهرنیو قوتونو خلاف یې وسله اخستې ده. دغه مقاومت که له کندهاره سرچینه اخستې او که له لویې پکتیا، خو وزیرستان یې مهم مرکز پاتې شوی. دغه مخالفت یوازې د بهرني قوت په راتګ سره راټوکېدلی، ګني (حقانیانو ته په کتو) په ۱۹۳۸ کال کې د نادرخان خلاف د زمرک خان ځدراڼ په مشرۍ د ځدراڼو او سلیمان خېلو له بغاوت نه د وزیرستان یوې قبیلې هم ملاتړ نه و کړی.
په پښتنو کې له واکمنې طبقې سره د مذهبي مشرتابه تقابل ډېر وخت له بهرني مداخله ګر قوت سره تړلی دی. یا د انګریزانو، شوروي اتحاد او امریکا د یرغل په شکل کې او یا هم د پاکستان د مداخلې په شکل کې. خو یو څیز د غور وړ دی، چې د ډېرو پښتني مذهبي تحریکونو پای ( په شعوري یا غیر شعوري ډول) پښتون نشنلیزم دی او دا په دې معنا ده، چې دلته د اکثریت جګړو اساس د خپلواکۍ ساتل دي.
د سترو قدرتونو ترمنځ د پښتني جغرافیا واقع کېدو پښتون تل د نورو په دفاع اړ اېستی.
ډېر وخت یې ځاني دفاع (Self Defense) او مقاومت په نااګاهانه شکل د نورو دولتونو\ملتونو بقا او ګټې تضمین کړې دي. دې جغرافیا په نږدې ټول تاریخ کې د هند او پنجاب د څوکیدارۍ حیثیت لرلی دی. د هند او پاکستان، یا جنوبي اسیا پر لور، چې هر ستر ځواک د پښتنوله سیمو را تېر شوی، هند ته له رسېدو وړاندې له پښتنو سره لاس او ګریوان شوی. په پښتنو کې د جګړې خوی هم همدې مسالې راټوکولی او د هرچا چې سرتیری او د جګړې او دفاع سړی په کار شوی، پښتون یې انتخاب کړی. دغه خوی، جغرافیايي موقعیت او رول پښتانه د سرېښو په ډنډ کې اچولي دي.
پښتنو هیڅ وخت د بریټانیایي هند او پاکستان حاکمیت نه دی تسلیم کړی، خو د مذهب په نامه سیاستونو او شاوخوا درې لسیزې د کابل په غوښتي یا ناغوښتي کوربه توب په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو حضور، دغه هېواد ته دا چانس ورکړی، چې د خپلې بقا او په پښتنو کې د پاکستاني نشنلیزم او افراطیت، حتا جنوبي اسیا کې د نفوذ په هدف د اسلامي نشنلیزم (Muslim nationalism) د تقویې لپاره د پښتنو مذهبي احساسات وکاروي. د پېښور او کوټې په محوریت په پاکستاني سیاست کې د پښتنو ښکیلتیا تر اوسه دې قوم ته په حکومت او نظام کې د حقیقي استازولۍ حس نه دی ورکړی. دوی د انګریزانو د واکمنۍ په وخت کې هم د پښتونخوا ( پخواني سرحد) اعلی وزارت کړی، خو له انګریزانو سره یې د یوه بیګانه قوت په حیث مبارزه جاري ساتلې وه. نن هم که هغوی په پارلماني سیاست کې له ښکيلېدو سره سره پر پوځ او پنجاب د قابض قوت په نامه نیوکې کوي، یا په وزیرستان او قبایلو کې د پوځ د مداخلې پر وړاندې وسله وال او غیر وسله وال مقاومت کیږي، یو ستر علت یې دادی، چې پاکستانی پوځ په پښتون عامه ذهنیت ( په تېره قبایلي سیمو) کې د بیګانه قوت په حیث پېژندل کیږي.
پښتانه د پاکستان په سیاسي قدرت کې ډېر کم دخیل دي، له همدې امله پر دوی د پاکستاني تاریخ تمرکز کم دی. البته د پښتنو غني تاریخ او فرهنګ د پاکستان له تاریخ نه څه باندې پنځه زره کاله اوږده سابقه لري، خو د حاکمې طبقې کوښښ دادی، چې د اقلیتونو بډایه تاریخ پټ او ټولنیز شعور ټیټ وساتي. په تاریخي څېرو کې پښتانه د احمدشاه بابا، میرویس هوتک، باچاخان، ایپي فقیر، کجوخان، ملا پیونده او په فرهنګي برخه کې د خوشال خان خټک او رحمان بابا په شان، چې د پاکستان ملي شاعر علامه اقبال هم ترې تقلید کړی، په سلګونو څېرې لري، خو پښتانه له دې څېرو سره نااشنا ساتل کیږي. په افغانستان کې چې قدرت تل د پښتنو په لاس کې پاتې شوی، ملي مشاهیر، اتلان او تاریخ ډېر په پښتنو راڅرخي، خو دلته د پښتنو واکمنو د چلند تفاوت دادی، چې اقلیتونو ته یې په سیاست، دربار، فرهنګ او نورو برخو کې کافي ونډه ورکړې او دې چارې په اقلیتونو کې د محرومیت احساس له منځه وړی. اقلیتونه د محرومیت په حالاتو کې د خپلو همرنګو، همژبو او هممذهبو پر خوا تمایل پیدا کوي، خو د کابل پر لور د پښتونخوا د سیاستوالو او ولس تمایل د خپلې ژبې، رنګ، وینې او ګډ تاریخ او جغرافیې پر لور طبیعي تمایل دی. ددغو تمایلاتو مخنیوی په سیمه کې له بحران او د پاکستان له تجزیې پرته بله نتیجه نه لري.
پښتانه په قبیلوي او ملي دواړو کچو د حالاتو په تناظر کې د لیډرشیپ د رامنځته کولو فوق العاده ظرفیت لري، خو کله کله قبیلوي تمایلاتو او بهرنیو مداخلو دغه ظرفیت متضرر کړی. په دراني امپراتورۍ کې د تیمورشاه له مرګ وروسته انګریزانو افغانان په داخلي شخړو کې بوخت ساتل او د هند پر لور یې د هغوی د لښکرکشیو مخه نیوله. د حکومت ټول سیاسي، استخباراتي، پوځي او اقتصادي قوت د بغاوتونو په له منځه وړو کې بوختېده او د هر بغاوت له غلي کېدو وروسته یوه بله ډله باغي کېده او دې وضعیت په خلکو کې پر واکمنو بې باوري رامنځته کوله. په ۱۹۷۱ کال کې د روسیې انقلاب د مکررو بغاوتونو نتیجه وه او د هر بغاوت له ناکامېدو وروسته خلکو کې نوې جذبې راټوکېدلې او بل بغاوت ته یې لاره پرانېستله. په پښتنو کې قبیلوي تمایلات له منځه تللي، قومیت تقویه شوی، خو د مذهبي افراطیت د ودې له اسبابو او عواملو خورا اسیب پذیره دي.
ډېر وخت سیاسي، فرهنګي او اقتصادي محرومیت او بد حالات د یوه ملت د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بیدارۍ او وحدت باعث ګرځي. سختو حالاتو او فشارونو د خلکو ټولنیز شعور را ویښ کړی او لیډرشیپ، تحریک، بغاوت او انقلاب یې زیږولی. کله، چې جرمنیان د ناپلیون په وخت کې د فرانسې مستعمره وګرځېدل، په هغوی کې د ملتپالنې او نشنلیزم زړي په زرغونېدو شول او په ۱۸۷۱ کال کې یې فرانسویان پسې واخستل. په پښتونخوا، په ځانګړې توګه وزیرستان او قبایلو کې د پاکستان د پوځ او حکومتونو د غلطو سیاستونو، د مذهبي ډلو د جبر او تحمیلي جګړې له امله په خلکو کې ټولنیزه او سیاسي بیداري را وټوکېده او دې بیدارۍ د نشنلیزم مړاوي بوټي وغوړول. د ۲۰۱۴ کال ضرب عضب له غولوونکو عملیاتو وروسته، چې پښتنو او د وزیرستان خلکو پکې خپل هرڅه له لاسه ورکړل، یو نوی تحریک او یوه نوې مشري وزیږېده، چې له پوځ نه یې په ارام زړه د افراطیت د ودې او هڅونې حربه واخسته. دا به له وخت مخکې قضاوت وي، چې د پښتنو معضله پای ته ورسېده، خو د یوه داسې لیډرشیپ رامنځته کېدل، چې مذهبي او سیاسي- ملتپاله طبقې پرځان راټولې کړای شي، دا زیری درلودای شي، چې د پښتنو سیاسي او مذهبي قبله (نشنلیزم او مذهب) یوه کیږي.
پاکستان به هیڅ وخت د پښتنو د مذهبي او ملتپالو ډلو یا جومات او هوجرې یو کېدل ونه زغمي. د هغوی لومړنی اقدام په مختلفو نومونو ددغسې غورځنګونو بدنامول او د ټولنې له وګړو سره یې اړیکې شلول دي. پر مشرانو او فعالانو یې بندیزونه لګیږي، مالي سرچینې یې کنګل کیږي او له هېواده د بهر وتلو او حتا له یوه ایالت نه بل ایالت ته، چې د بیلتونپالنې مخینه لري، د سفرونو حق نه لري. د پښتنو، سندیانو او بلوڅانو اکثریت حق طلبه غورځنګونه په لومړي سر کې له دغسې غبرګون سره مخ دي.
د سیاسي او حق طلبه غورځنګونو پر وړاندې د پاکستان دویم چلند د قبیلو ترمنځ اختلاف ټوکول، د تحریک د غړو ترمنځ د سیاسي او مادي امتیازاتو او نورو ګټو پرسر درز رامنځته کول او بالاخره د تحریک کمزوري کول دي. ددغه چلند او سیاست یو نږدې مثال د ۲۰۱۸ کال تر انتخاباتو وړاندې په کراچۍ کې په مختلفو ډلو د ایم کیو ایم وېشل دي. دا کار پوځ د پي ټي ایم د کمزوري کولو لپاره هم کوي. په ورته وخت کې ددغو تحریکونو پر وړاندې په عامه ذهنیت هم کار کوي، چې د حذف په مرحله کې یې له پراخ ولسي ملاتړه هم برخمن وي. د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې په وزیرستان کې له ضرب عضب عملیاتو سره هممهاله پر پېښور پوځي ښوونځي(APS) بوږنوونکي مبهم برید د پاکستاني طالبانو خلاف د عامه ذهنیت او سیاسي او مذهبي ګوندونو د خواخوږۍ خپلولو په برخه کې ټاکونکی رول درلود.
د حق طلبۍ هغه غورځنګونه، چې غږ یې نه اورېدل کیږي، په نهایت کې بغاوت او تشدد ته مجبوریږي. د بغاوتونو پایله انقلاب دی، ځکه بغاوتونه نظام او حکومت له اقتصادي، سیاسي، نظامي او نورو اړخونو کمزوری کوي او بالاخره سره شړیږي. پاکستان له جوړېدو راهیسې د بنګالیانو، بلوڅو، سندیانو، پښتنو او په وروستیو کې د مذهبي ډلو ( ټي ټي پي) له مسلسلو بغاوتونو سره مخ دی او ټول قوت او قدرت یې ددغو بغاوتونو په غلي کولو مصرفیږي. د پښتنو د سترې (دراني) امپراتورۍ د شړېدو یو ستر علت هغه بغاوتونه وو، چې کورنيو او بهرنيو دواړو عواملو حمایه کول. سره له دې، چې پاکستان اتومي قوت دی او په سیاسي او اقتصادي سرچینو یو مسلط پوځ لري، خو مکررو بغاوتونو ددغه هېواد ستنې هم کمزورې کړې دي.
د پاکستان ټول تمرکز په دې دی، چې په سیمه، په ځانګړې توګه افغانستان کې د سترو قدرتونو او هند د حضور او نفوذ مخه ونیسي، ځکه که له دې ځایه پاکستان میشتي بیلتونپالې ډلې او بغاوت کوونکي له بهرني ملاتړه برخمن شي، ددغه هېواد اوسنۍ جغرافیا له خطر سره مخ کېدای شي. له دغسې حالاتو سره د مقابلې لپاره د پاکستان ستره وسیله د پښتنو یرغلګر ضد ذهنیت دی، چې په ډېره کمه بیه او وړیا افرادي قوت پرې ستر قدرتونه وهي. دې پیچلتیا او دوه اړخیز ضرورت ډېر وخت د پاکستان او پښتنو مذهبي ډلو (افغان یاغیانو) ګټې سره تړلې دي. انګریزانو چې د دراني امپراتورۍ خلاف کوم سیاست خپل کړی و، پاکستان هم همغه سیاست تعقیبوي، خو توپیر یوازې په وسیلې کې دی. انګریزانو قبیلوي شخړو ته لمن وهله او پاکستان مذهبي او افراطي ډلې، یا مذهب کاروي.
د همدغو عواملو په رڼا کې د پښتنو د قدرت د ثقل مرکزونو، چې دودیز مذهبي لیډرشیپ پکې غالب پاتې شوی، په وروستیو څلورو لسیزو کې د افغانستان خلاف مسیر وهلی. پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د دغو دوو مراکزو قوت د ځان په ګټه کارولی او په دې چاره کې بریالی هم دی. د افغانستان برعکس، دوی د بغاوتونو په ځپلو او بلوا ضد عملیاتو کې چټک عمل کړی، خو له دې سره هممهاله یې ډېر ځله د یوه قدرت پر وړاندې د بل قدرت د مرستې جلبولو ظرفیت هم ښودلی. دوی د افغانستان برعکس، عملا دې ته نه دي مجبور شوي، چې د بلواوو او بغاوتونو خلاف له بهرنيو ځواکونو کار واخلي، دوی خپل داخلي قوتونه کارولي او همدې مسالې یې اسیب پذیري کمه کړې ده.
د افغانستان لپاره ددغو مسیرونو تغییرول سخت، خو حیاتي کار دی. ترڅو، چې د ډیورنډ کرښې د حیثیت ، یا د پاکستان میشتو پښتنو د برخلیک مساله روښانه کیږي، د دې کرښې په دواړو غاړو کې د منځلارو پښتنو غورځنګونو ملاتړ پر کابل هغه فشار کمولی شي، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ترې ځوریږي. د مذهبي او واکمنې طبقې ترمنځ د درز رامنځته کېدو او تقابل د مخنیوي یو اساسي حل د بهرني قدرت له پوځي حضور او یا هم له هغوی سره له ټکر نه د افغانستان ژغورل دي. پښتانه/افغانان د نړۍ له سترو قدرتونو سره د پارټنرشیپ ظرفیت لري، خو دا پارټنرشیپ د کمزوري دولت په وجود کې دوام نه کوي. کمزوری دولت د بغاوتونو پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا پیدا کوي او دا چاره افغانستان او پښتونخوا د سیمې او نړۍ د قدرتونود ټکر په مرکز بدلوي. تر ټولو غوره لاره په افغانستان کې د یوه باثباته او مقتدر دولت موجودیت دی، چې د افراطیت او مذهب په نامه جګړو انګیزې ورسره له منځه تلای شي.
----------
ريفرنس:
علي مبارک، ژباړن: میراحمد یاد. تاریخ او سیاست، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۳کال، ۶۰ مخ
همدا کتاب۲۹مخ همدا کتاب، ۲۹مخ