د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک کېدو وروسته، د سولې پروسې تر ټولو مهم او ټاکونکی پړاو بین الافغاني خبرې اترې دي.
له طالبانو سره د متحده ایالاتو د توافقنامې او له افغان حکومت سره د اعلامیې د محتوا یوه ستره برخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پرخبرو اترو ( بین الافغاني مذاکراتو) ورټوله ده.
خو ایا دغه ( له سیاسي توافق سره مل) خبرې اترې به د توافقنامې او اعلامیې د وړاندوینو له مخې په ټاکلې موده کې ممکنې وي؟
د افغانستان حکومت له متحده ایالاتو سره په خپله ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره خبرې د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي په اډانه کې تعریفوي او وايي، سیاسي توافق د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د همه شموله پلاوي ترمنځ د خبرو په نتیجه کې رامنځته کیږي. خو د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ توافقنامه کې خبرو اترو ته د بین الافغاني ډیالوګ او بین الافغاني مذاکراتو اصطلاحات کارول شوي، چې دواړه یو تربله توپیر کوي او خبرې په دوو مرحلو وېشي.
د مذاکراتو پر ډول اختلاف
طالبان او حکومت واردمخه د مذاکراتو د ډول په اړه یو تربله اختلاف لري.
طالبان له حکومت سره د خبرو اترو پرځای له مختلفو ډلو او سیاسي مشرانو سره خبرو اترو ته ترجیح ور کوي. په کابل کې د مذاکراتو پر څرنګتیا د سیاسي قوتونو ترمنځ اختلافات ددوی دریځ پیاوړی ساتي. دوی ته له یوه واحد ادرس سره تر خبرو اترو، له ډلو او سیاسي-قومي مشرانو سره نتیجې ته رسیدل اسانه دي. برعکس حکومت غواړي سیاسي مشران او احزاب د انفرادي هڅو پرځای، د دوی تر چتر لاندې مذاکراتو ته لاړ شي. افغان حکومت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو اصطلاح ناسمه ګڼي. دا ډول مذاکرات یو خوا له حکومت نه د عمل ابتکار اخلي او بل خوا په کوردننه او بهر له انزوا سره مخ کېدای شي.
د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر د دوحې له پرمختګ وړاندې د سولې په یوه ناسته کې وویل، چې دوی له بین الافغاني اصطلاح سره مشکل لري، ځکه جنګ د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ دی او مذاکره هم باید د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ وي.
طالبان د خبرو اترو بهیر په دوو مرحلو « ډیالوګ او مذاکراتو» وېشي. د کابل اوسنۍ سیاسي اوضاع ته په پام، بین الافغاني ډیالوګ طالبانو ته دا توان ور کوي، چې د راتلونکو پړاوونو لپاره له مختلفو افغاني جهتونو سره یو مساعد او همغږی چاپیریال رامنځته کړي. دغه چاپیریال له دوی سره د بین الافغاني مذاکراتو په مرحله کې د برلاسي لپاره کافي مرسته کولای شي. په دې برخه کې ددوی لپاره د مسکو او دوحې د بین الافغاني ډیالوګ ناستې ښې تجربې وې. افغان حکومت له دې ناستو ښې خاطرې نه لري.
په اورکم پسې اوربند
د مذاکراتو بل مهم جز اوربند دی. افغان حکومت د خبرو اترو لپاره تر ټولو ډېر پر اوربند ټینګار کوي.
ولسمشر غني د امریکا او طالبانو د توافقنامې له لاسلیک کېدو یوه ورځ وروسته د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دی هیله من دی اوسنی اورکم په اوربند بدل شي. خو طالبان اوربند د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه ګڼي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ویل شوي، چې اوربند به د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې (Road Map) له بشپړیدو او پر هغې له توافق سره سم، ددې روډمپ د یوې برخې په توګه اعلانیږي.
طالبان چې ترڅو د امریکايي ځواکونو له وتلو ډاډمن شوي او یوه سیاسي توافق ته رسیدلي نه وي، ډاګیز اوربند نه کوي. په دې موده کې به دوی یوازې له بهرنیو ځواکونو سره جګړه نه کوي. طالبان به په توافقنامه کې پر شویو تعهداتو یوازې په هغو سیمو کې مکلف وي، چې ددوی تر ولکې لاندې دي. طالبان ښايي په دې ۱۴ میاشتو کې، چې له امریکايي ځواکونو سره پر یوه او بل د برید نه کولو تعهد لري، کوښښ وکړي، چې زیاتې سیمې تر ولکې لاندې راولي او د مذاکراتو پر میز له قوي دریځه راڅرګند شي. په دې موده کې به بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو نظامي ننګې او ملاتړ ته ونه دانګي.
د افغان حکومت- امریکا اعلامیه وړاندوینه کوي، چې دواړې خواوې به له القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره چې امریکا، د امریکا متحدانو او افغانستان ته ګواښ پېښوي، مبارزه جاري ساتي. دلته د نړیوالو ترهګرو اصطلاح کارول شوې، چې طالبان پکې نه شاملیږي. ګډې اعلامیې د امنیتي تړون په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د ظرفیتونو په لوړاوي او د هغو نړیوالو ترهګرو ډلو خلاف د افغان ځواکونو په ملاتړ پورې محدود کړی، چې متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته خطر پېښوي. مانا دا چې متحده ایالات د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه کې کار نه لري.
د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ توافقنامه کې د ټولو ځواکونو وتل قید شوي، خو استخباراتي ځواکونو ته، چې د امریکا ولسمشر یې په مکرر ډول په افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کوي، اشاره نه ده شوې.
د پنځه زره بندیانو خوشي کېدل
د بندیانو خوشي کېدل، چې غوڅ اکثریت یې د افغان حکومت په زندانونو کې دي، د توافقنامې د عملي کېدو او مذاکراتو د پیل کېدو برخه کې یوه بله ننګونه ده. افغان حکومت به د زندانیانو مساله کې له متحده ایالاتو او طالبانو نه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې وي.
له افغان حکومت سره د متحده ایالاتو توافقنامه وړاندوینه کوي، چې د طالبانو پنځه زره بندیان به د حوت تر شلمې پورې، چې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خوشي شي او پاتې نور به درې میاشتې وروسته خوشي کیږي. خو ولسمشر غني له دې توافقنامې یوه ورځ وروسته وویل چې دی له واشنګټن سره د طالبانو د زندانیانو پر خوشي کولو موافقه نه لري، ځکه دا د افغان حکومت صلاحیت دی او په مذاکراتو کې به بحث پرې کیږي.
د انس حقاني خوشي کېدو ته په کتو، چې د افغان حکومت لپاره ناببره کار و، دا اټکل کیدای شي، چې د طالبانو زندانیان به له ځنډ او خنډ سره سره، خوشي شي. البته د بندیانو برخه کې طالبانو ته دا قید اېښودل شوی، چې« یو به هم امریکا ته زیان نه رسوي»، خو احتمالا که یوه بندي هم کومې بلې ډلې ته پناه یووړه، لکه داعش او القاعدې ته، د طالبانو لپاره به سرخوږ پیدا کړي.
«په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا او طالبانو موافقتنامه» کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ ټول شوي تعهدات، د دواړو خواو په ژمنتیا پورې مشروط دي، په تېره د طالبانو، چې که په هر تعهد کې نیمګړي پاتې کیږي، امریکا ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو فرصت ور کوي.
د دواړو خواوو ترمنځ د قطر ګڼ پړاویزو خبرو ته په پام، دا اټکل ښايي بېځایه نه وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ترسره کیدل او یوه سیاسي توافق ته رسیدل به، چې د امریکايي ځواکونو وتل هم ورسره مشروط دي، زیات وخت واخلي.