سریزه؛ سوله د هر دولت يو له مهمو وظايفو ده، د هيواد او هيوادوالو امنيت ساتل د هر دولت په لومړيتوبونو کې وي ځکه د يو هيواد د اقتصادي، سياسي او اجتماعي پرمختګ يواځينې لار سوله ده. په افغانستان کې اوږد مهاله جګړې د افغان ولس پر اقتصادي او اجتماعي ژوندانه بد اغيز کړی.
که څه هم د افغانستان د جګړې ډیری ابعاد بهرني دي، خو يواځيني څه چې افغاني دي هغه د افغانانو په لاس د افغانانو وژل دي. موږ په نړيوالتوب کې ژوند کوو او نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړي، په اوسني عصر کې د يو هيواد نا امني مستقيما او يا غير مستقيما د بل هيواد پر امنيتي، اقتصادي او سياسي وضعيت اغيز لرلای شي.
پر امريکا د سپټمبر له بريدونو وروسته په افغانستان کې د تروريزم پروړاندې نړيوال ائتلاف جګړه هم له توقع زياته اوږده شوه، د افغانستان جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ثبت شوه چې لاهم برخليک يي نامعلوم دی.
د تروریزم پر وړاندې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه لاهم پېچلي او ګونګ حالات کې ده. د جګړې پايښت لاهم معلوم نه دی. امريکا او متحدينو و پتییله چې د جګړې ترڅنګ طالبانو سره د سولې مذاکرات هم پېل کړي او د امريکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاي ټکې کيږدي.
د طالبانو او امريکانو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ
همدې هدف ته د رسيدو په خاطر امريکا د طالبانو لپاره د جنوری مياشت 2012 په قطر کې سياسي دفتر پرانيست او هڅې پېل شوې چې له طالبانو سره مذاکرات پېل شي. که څه هم دغو مذاکراتو لوړې او ژورې درلودلې نو ځکه بې نتېجې پاي ته ورسيدې. د قطر د مذاکراتو پېل سره لومړی مخالفت پخواني ريئس جمهور حامد کرزي کړی و. هغه وخت پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د مذاکراتو پر دغه نوعيت چې هغوی دې سياسي مستقل دفتر ولري او په دوحه کې دې د اسلامي امارت په نوم د طالبانو بیرغ هم ځوړند وي سخت مخالفت وکړ. دا او د سېمې حالاتو دغه مذاکرات بې پايلي و درول خو په قطر کې د طالبانو دفتر لاهم همداسې پرانيستی پاتی و. په کال ۲۰۱۶ فبرورۍ مياشت کې پاکستان، چين او امريکا په منځګړتوب يوځل بيا له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې پېل شوې خو د مذاکراتو په جريان کې د طالبانو د وخت مشر ملامنصور د پاکستان په بلوچستان ايالات کې وروسته له هغې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو چې له ايران څخه خپلې سېمې ته یې سفر کاوه او دغه مذاکرات يوځل بيا په ټپه ودريدل.
دا چې د افغانستان جګړه اوږده شوه، او طالب وسله والو د سېمې هيوادونو لکه روسيه، چين، ايران او ترکېه سره خپلې اړېکې و غځولې او طالب په افغانستان کې د افغان دولت او امريکا پرضد د مختلفو هيوادنو د نيابتي جنګياليو بڼه خپله کړه، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لازمه و ګڼله چې طالبانو سره مذاکرات بيرته له سره پيل کړي.
د امريکا د تصميم نيوونکو او پاليسيو جوړوونکو ترمنځ له ډير بحث وروسته يوځل بيا له طالبانو سره د مذاکرتو چينلونه پرانيستل شول، چې په لومړي سر کې افغان دولت هم د سولې په اجماع کې مهم رول ولوباوه. خو کله چې امريکا د مذاکراتو لپاره زلمی خليلزاد و ټاکه، طالبان او د افغانستان ګاونډي هيوادونه پوه شول چې داځل امريکايان په خبرو کې جدي دي. طالبانو د مذاکراتو لپاره امريکايانو ته ځېنې شرطونه وړاندې کړل چې يو يې په مذاکراتو کې د افغان دولت څنډې ته کول وو.
امريکا د دې ترڅنګ چې طالبانو سره مستقيم مذاکرات کول په عين وخت کې يو شمير کارونه وکړل چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لپاره مهم وو:
- د سولې په برخه کې د سېمې هيوادونو باور ترلاسه کول. زلمي خليلزاد تقريبا د سېمې ټولو هيوادونو ته سفرونه وکړل او د سولې په اړه یې د اکثريت هيوادونو تشویشونه رفع کړل
- طالبان یې په نړيواله او سېمه ييزه کچه په سياسي برخه کې غښتلي کړل
- د جګړې په ميدان کې یې طالبان د سولې د مذاکراتو پرمهال سخت و ځپل. د طالبانو پر وړاندې د تير شل کلن جګړې شاليد ته که و ګورو دا به معلومه شي چې د طالبانو رهبرۍ او جنګياليو ته تر ټولو زيات تلفات په کال ۲۰۱۹ کې اوښتي.
د امريکا له خوا دغه فشارونه او طالبانو ته سياسي پروتوکول ورکول ددې لامل شول چې د فبرورۍ په ۲۹ مه د قطر هيواد په کوربه توب د سولې لومړی پړاو (توافقنامه) چې د امريکا او طالب ترمنځ سوله ده په برياليتوب سره لاسليک شي. د توافقنامې له لاسليک وروسته داسې فکر کېده چې هر څه به د پلان سره سم پرمخ لاړشي او امريکا به ډير ژر و کولای شي په افغانستان کې نوی حکومت په نوې بڼه د طالبانو په شمول جوړ کړي.
خو دا هر څه ډير اسانه نه وو. د سولې موافقتنامې پرمخ خنډونه هومره یې چې فکر کېده له هغې زيات وو، خپله په سند کې يو شمير موارد وو چې امريکا لپاره يي تطبیق سخت و او يو شمير نور داسې موارد دي چې طالبان يي په عملي کولو کې عاجز دي.
د دغې توافقنامی له لاسليک نږدې درې مياشتې کيږي خو تر اوسه نه بين الافغاني مذاکرات پيل شوي، نه هم د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې شوي، بلکې لا هم په هيواد کې جګړو زور اخستی.
همدارنګه د افغان دولت په نه شتون کې د سند لاسليکول خپله يوه ستونزه وه چې سند ته يې خنډونه رامنځ ته کړل چې مهم يي په لاندې ډول دي.
د سولې د هوکړه لېک پر سر جنجال:
د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې توافقنامې پر اساس باید :
- امريکا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ويستلو پروسه شروع کړي او په څوارلس مياشتو کې به له افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه ووځي.
- د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې پروسه شروع شي
- د بين الافغاني مذاکراتو پېل کيدل
- تر اګست مياشتې پورې د طالبانو رهبري د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه وويستل شي
- طالبان له القاعدې او نورو تروريستي ډلو سره اړيکې غوڅې کړي او تضمين ورکړي چې د افغانستان خاوره به د امريکا او د هغوی د متحدينو پرضد نه کارول کيږي
که څه هم ځېنې کارپوهان په دې اند دي چې د سولې د موافقتنامې يو شمير ضمايم هم شته چې په هغو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د راتلونکو اړيکو څرنګوالی او په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو برخليک ليکل شوی دی. که دا ضمايم همداسې وي چې ادعاء يي کيږي بيا بين الافغاني مذاکراتو لپاره جدي خنډونه به نه وي.
افغان دولت مذاکراتي ټيم سره د طالبانو مذاکراتو پېل
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامه د افغانانو، امريکا، طالبانو او د سېمې نورو هيوادونو لپاره ستر فرصت و خو دغه تړون اوس له يو شمير خنډونو سره مخ دی چې مهم يې په لاندې ډول دي:
د سولې خبرو لپاره د مذاکراتي ټيم جوړول د افغان دولت لپاره يوه ستونزمنه پروسه وه. د سولې په اړه د سياسي اجماع او يو واحد نظر نشتوالي د ولسمشر غني لپاره سخته کړې وه چې د مذاکراتو لپاره عاجل اماده واوسي. دا هغه څه وو چې طالبان هم پرې پوهيدل خو له ډيرو هلو ځلو او د امريکا متحده ايالاتو د فشار له وجې افغان حکومت او سياسيون په يو ټول شمول ټيم همغږي شول. لهافغان لوري څخه د مذاکراتي ټيم د اعلان سره بيا هم لا مذاکرات نه دي پېل شوي، لاهم طالبان په خپله خبره ټينګار کوي چې دوی د افغان حکومت سره منحيث حکومت نه بلکې منحیث يوه ډله مذاکره کوي او ټينګار کوي چې مذاکراتو کې باید سياسي احزاب، متنفذين، علماء او سياسي مشران برخه ولري. طالبان له دې لارې هڅه کوي چې افغان حکومت کمزوری کړي او د خبرو د ميز ترشا يو داسې مخالفې ډلې سره ناست وي چې ترمنځ يي سياسي اختلافات وي چې په دې سره به طالبان و توانيږي د مخالف لوري ويشل شوي نظرونه په خپله ګټه و څرخوي.
خو افغان حکومت په سياسي کړکېچنو حالاتو کې نه غوښتل چې طالبانو سره د مذاکرې ميز ته کيني. افغان حکومت دې فرصت ته منتظر و، چې د ولسمشريزو ټاکنو په پايله کې رامنځ ته شوی سياسې کړکېچ حل شي او د سولې ميز ته له يوه قوي سياسي ټول شمول دريځ سره لاړشي. اوس د سیاسي کړکیچ په حل سره د ولسمشر غني انتخاباتي رقیب ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې د عالي شورا مشري ته راغی او دا شورا به پخوانی تیت او پاشلی حالت پر یوه راټول کړي، خو دا محور هم د طالبانو له مخالفت سره مخ شوی.
د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ له توافق وروسته، د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ولیکل،چې په کابل کې چې څه روان دي، د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی. شاهین دا توافق او په غیر مستقیم ډول د مصالحې شورا خنډ جوړول ګڼلي او وايي، د ددوحې تړون پر اساس باید د زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه او بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د زندانيانو مساله
د زندانيانو تبادله د سولې هوکړه لېک د تطبيق په مخ کې یو بلخنډ دی.
افغان دولت د طالب زندانيانو ازادول د طالبانو پرضد د فشار د وسېلې په توګه کاروي، چې دې مسالې طالبان حساس کړي دي. دولت هڅه کوي چې د طالب زندانيانو د خلاصون په بدل کې په هيواد کې د تشدد کچه راټېټه او يا طالبان اوربند ته رضا کړي خو برعکس طالبانو بيا د هيواد په مختلفو ولاياتو کې جګړه تيزه کړې او د افغانستان د ملي امنيت لوي رياست په ادعاء طالبانو له هوکړې وروسته تر اوسه پر افغانانو ۳۷۰۰ بريدونه کړي چې د تير کال په پرتله پکې د پام وړ زياتوالی راغلی.
افغان حکومت استدلال کوي، چې په تخنیکي توګه د پنځه زره زندانيانو ازادول چې په بېلابېلو تروريستي پېښو کې لاس لري، ستونزمنه ده، او له بده مرغه د سولې د هوکړې پرمهال يي تخنيکې برخه نه وه سنجول شوې. افغان دولت ادعاء لري چې د زندانيانو موضوع يوه حقوقي موضوع ده چې د حق الله او حق العبد برخه يي ډيره مهمه ده. همدارنګه په لېست کې د يو شمير هغو زندانيانو شتون چې په کابل او نورو مختلفو برخو کې یې په سترو بمي بريدونو کې لاس درلود د تشویش وړ ده. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي، چې له زرو تنو ازاد شویو زندانيانو يي يو شمير بيرته د جګړې ميدان ته ستانه شوي او عملا د افغان امنيتي ځواکونو پرضد جګړه کوي.
د طالبانو استدلال دادی، چې دوی له امریکا سره توافق کړی او واشنګټن باید پر افغان حکومت فشار راوړي چې زندانیان یې ور خوشي کړي. دوی د تاوتریخوالي په یو شمېر پېښو کې حکومت ګرموي.
له نورو تروريستي ډلو سره د طالبانو د اړيکو موضوع
د سولې هوکړه لېک کې بله مهمه موضوع له نړيوالو تروريستي شبکو سره د طالبانو د اړيکو پرېکون دی.
له القاعدې او نورو تروريستي ډلو سره د طالبانو د اړيکو پريکون لا تراوسه ترسترګو شوی نه دی. د افغان حکومت د ادعاء له مخې طالبان لاهم القاعده ، د منځنۍ اسيا تروريستي ډلو او داعش سره نږدې اړېکې پالي او ملاتړ يي کوي. خو طالبانو په ډاګهتر اوسه يواځې له داعش سره د خپلو اړيکو د نه شتون خبره کړې.
که د تروريستي او ايډيالوژيکو ډلو ترمنځ اړېکو ته و ګورو نو طالبانو لپاره به دا اسانه نه وي چې القاعده سره اړيکې پرې کړې، ځکه د طالبانو او القاعده ترمنځ اړېکې له ايډيالوژۍ نيولې بيا تر عاطفي برخو رسييږي. په ځانګړې توګه د طالبانو نوی نسل، چې د طالبانو او القاعدې شبکې د غړو ترمنځ د دوستیو په نتیجه کې رامنځته شوی. هغوی ته، چې اوس د خپلوۍ په تار سره پېیل شوي، له یوه او بل نه بیلتون ګران دی.
له نړيوالو تروریستي ډلو سره د طالبانو پريکون به د بين الافغاني مذاکراتو له بري وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ جدي موضوع وي.
د بين الافغاني مذاکرتو برخليک
د امريکا متحده ايالاتو ته په افغانستان کې له طالبانو سره سوله اوس لومړيتوب دی او د دغېموافقتنامې د بري لپاره په هره ډله فشار ته اماده ده. دوي به پر دواړو لوریو فشار راوړي چې مذاکرات ژر تر ژره پېل کړي. د مذاکراتو پرمهال د دواړو لوریو تقاضاوې مديريت کولو کې به امريکا مهمه ونډه ولري.
هغه مهم موارد چې بين الافغاني مذاکرت به له خنډ سره مخ کړي په لاندې ډول دي:
- د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ پر يو بل د باور نشتوالی
- بين الافغاني مذاکراتو کې چې د سولې برخليک ټاکونکې مرحله ده د ډلو او اشخاصو مختلف نظرونه او اهداف او د دغو اشخاصو او ډلو د مختلفو هيوادونو سره اړېکې هغه څه دي چې مذاکرات به پېچلې او جنجالي کړي. د افغانستان د راتلونکي سياسي برخليک په اړه هم طالبان په خپلو منځو کې واحد نظر نه لري او هم د دولت لوری. د نظام څرنګوالی، سياسي مشارکت، بهرنۍ اړېکې او .. هغه موارد دي چې د بين الافغاني مذاکرتو پرمهال به پرې جدي بحثونه وشي.
- په سياسي او نورو برخو کې د ښځو ونډه
- د افغان امنيتي قواوو او طالب جنګياليو برخليک
پايله؛
د سولې روانې اوږدې او پېچلې پروسې ته د افغانانو هېلې شته، خو يو څه چې لاهم د تشویش وړ دي هغه دا چې توافقنامه په افغانستان کې د شته موجود نظام او سياسي مشرانو سره په نږدې همغږۍ رامنځ ته نه شوه، داسې احساس کيږي او دا ويره هم شته چې ډيرې خبرې پټې د امريکا او طالبانو تر منځ ترسره شوې دي چې فکر کيږي دا پټه برخه به د افغانستان لپاره يو بل سر درد وي.
د توافقنامې د برياليتوب په خاطر امريکا بايد له لومړي سره افغان حکومت په مذاکراتو کې شريک کړی وای او د درې اړخيزو مذاکراتو نتېجه به نن په افغانستان کې احتمالي دايمي اوربند و او يا دايمي سوله.
د مذاکراتو په مخ کې بل ستر خنډ به د طالبانو بې ځايه غرور او دا خوشبیني وي چې ګواکې طالبان په افغانستان کې د شته حکومت بديل کيدلی شي او امريکا هم غواړي چې طالبان واک ترلاسه کړي.
همدارنګه ځینو سياسي څيرو د افغانستان ملي ګټې په نظر کې و نه نيولې او د حکومت د پاليسيو خلاف عقده يي برخورد یې وکړ او له طالبانو سره په جلا جلا ناستو کې را ښکاره شول چې دې ناستو هم د طالبانو توقعات لوړ کړل .
د مذاکراتو په اړه د افغان دولت سخت دريځ بل هغه څه و چې د امريکا او افغانستان ترمنځ اړېکو ته يي صدمه ورسوله او لاهم د دواړو ستراتيژيکو ملګرو هيوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا حاکمه ده.
داسې اټکل دی چې د انتخاباتي جنجالونو پای به د افغان دولت د سولې په برخه کې اوسني کمزوري وضعيت ته د پاي ټکی کيږدي او له طالبانو سره د مذاکراتو پرمهال به د حکومت دريځ قوي او څرګند وي چې دې سره به طالبان تر فشار لاندې راشي.
وروستي پرمختګونه د دې ښکارندوی دي چې افغانان د سولې په برخه کې څو قدمه مخ ته تللي دي او ډير ژر به د يوې دايمي سولې خاوندان شي.