کرونا

د افغانستان روغتیايي سیسټم له کرونا وبا سره څنګه مبارزه کوي؟

 د کورونا وېروس له خپرېدو سره سم د جګړه ځپلي افغانستان په روغتیايي سیسټم کې شته درزونه هم برالا کېږي. د کابل یو اوسېدونکی احمدشاه وايي، مېرمن یې پر دغه ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د درملنې لپاره د کابل یوه دولتي روغتون ته ولېږدوله، خو د بسترونو او نورو وسایلو د نشتوالي له کبله ډاکترانو ورته وویل چې کور کې یې درملنه وکړي. 

نوموړی وايي مېرمن یې په ساه لنډۍ اخته وه، خو په خبره یې: 

''یوه راته ویل، که رښتیا درباندې ګرانه وي، لطفاً کور کې یې درملنه وکړئ. '

ده په خپلو پیسو اکسېجن او ماسک را پیدا کړل، خو د تقاضا ډېرېدو له کبله دغه وسایل هم په سختۍ موندل کېږي یا یې بیې لوړې شوې، چې ان تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېدلې دي.

احمدشاه وايي: ''اوس د اکسېجن موندل اسان کار نه دی، نه یوازې ګران دي، بلکې په کمپنۍ کې یې باید څوک وپېژنې چې ترې یې وپېري. ''

روغتیاپال وايي، د جګړه ځپلي هېواد له مخکې کمزوری روغتیايي سیسټم د کورونا وبا له نوې ستونزې سره لاس او ګریوان دی. د کابل یو ډاکتر وايي، د جدي پاملرنې څانګې ته د اکسېجن له رسولو مخکې د ناروغانو خپلوان 'پر اکسېجن شخړې ' کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ریک پیپرکورن په وینا د معایناتو کموالی ښيي چې په هېواد کې د رسمي شمېرو پرتله ښايي د کورونا ناروغانو شمېر زیات وي.

تر اوسه د نژدې ۳۱ زره ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې د ټولو معاینه شویو کسانو نیمايي شمېر دی او دا په نړۍ کۍ له خورا لوړو کچو یوه ده.

ډاکتر پیپریکورن وايي، 'راتلونکو میاشتو ' کې به د معایناتو لابراتورارونو شمېر له ۱۱ نه ۲۱ ته زیات شي او د اړینو الاتو او تجیهزاتو لپاره یې د لا زیاتې 'نړیوالې همغږۍ ' غوښتنه وکړه.  بل لور ته یوه ډاکتر- چې مخکې یې په یوه دولتي روغتون کې دنده درلوده- د نوم نه څرګندولو په شرط په هغه روغتونو کې د پرسونل د سخت کمښت خبره وکړه: یوه شپه هلته ځکه ډېر ناروغان مړه شول، چې د پالنې او درملنې لپاره یې روغتیاپال نه وو. '

نوموړی زیاتوي د ناروغانو خپلوانو د غوسې له کبله د روغتون دروازې او کړکۍ مات کړل. دغه ډاکټر- چې اوس په یوه شخصي روغتون کې دنده لري- وايي، یو شمېر ناروغان له هغه ځایه په شخصي روغتونونو کې د درملنې لپاره ولېږل شول: ''د درملنې پر معیار بې باوره وو، ویل یې هر څومره پیسې چې غواړئ درکوو یې، خو زموږ ناروغان بستر کړئ''. خو نوموړی زیاتوي ځینې شخصي روغتونونه هم د کافي بسترونو نه درلودو له کبله یو شمېر ناروغان نه بستر کوي.

یو بل ډاکتر وايي، ان د ځینې شخصي روغتونونو کارکوونکي نه شي کولای په دې روغتونونو کې خپلو، خپلوانو ته د درملنې لپاره ځای ومومي. په ځايي رسنیو کې د کورونا وېروس ناروغي درملنې په تړاو د فساد رپوټونه هم خپرېږي، چې له کبله یې غوسه په ډېرېدو ده.

چارواکي د پژواک خبري اژانس د یوه رپوټ په هکله هم څېړنه کوي چې وايي، د عامې روغتیا له وزارته د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه غلا شوي او د پلور لپاره پاکستان ته قاچاق شوي دي. په یوه بله قضیه کې د روغتیا ادارې یوه کارکونکي په هکله ویل کېږي چې د روغتیايي تجهیزاتو او الاتو له یوې کمپنۍ سره د هوکړې لاسلیک په بدل کې د ۸۰ زره ډالره رشوت غوښتنې په تور نیول شوی. 

په ورته مهال په افغانستان کې د کورونا وېروس ناروغانو کمېره شمېر معلومول هم ګران دي. د کابل یو ډاکټر وايي، د روغتیايي سیسټم 'کم ظرفیت ' له کبله ښايي د ناروغانو شمېر کچه له تصور زیاته وي، ځکه د مړو کفن دفن شمېرې لوړې ښکاري. د هېواد په سویل کندهار کې یو ډاکتر بیا د شخصي معلوماتو پر بنسټ وايي، ښايي د مړو کسانو شمېر په ډېرېدو دی. دی د فېسبوک معلومات بېلګه یادوي: ''مثلاً هره ورځ پر فېسبوک پاڼه وینو چې د لا ډېر شمېر خلکو د مړه کېدو خبرې کېږي''. نوموړی زیاتوي په ډېری مواردو کې د مړینې سبب 'محرقه ' یا 'نامعلوم ' لامل یادېږي، خو په خبره یې دی 'سل په سلو کې باوري دی چې دغه مړینې د کورونا له کبله کېږي''. دغه ډاکټر- چې معمولاً د جګړې ناروغانو درملنه کوي- وايي، د کلونو کړکېچ او جګړې د یو شمېر خلکو له زړونو د مرګ وېره اېستلي ده چې دوی یې د 'خدای رضا 'بولي. 

د کورونا وېروس له کبله د هغو اغېزو په هکله هم اندېښنې په ډېرېدو دي چې د نورو ناروغیو درملنې په لړ کې رامنځته کېږي او بل لور ته د بې وزلۍ کچه ور سره لوړېږي. افغانستان د نړۍ له یوازې دوو هېوادونو یو دی چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي اوس هم پکې شته، خو د واکسین کمپاین یې ځنډول شوی. دا وروسیتو میاشتو کې په ځینې هغو ولایتونو کې هم د ګوزڼ ناروغان معلوم شوي چې مخکې پکې نه ول. د ډبلیو ایچ او ډاکتر پیپرکورن د بېلګې په توګه بي بي سي سره خبرو کې د مور او ماشوم مړینې کچه کې کموالی یاد کړ، چې په وینا یې تېره لسیزه دې لړ کې (یو څه) پرمختګ شوی او باید د اقتصادي ضعف او یا پر روغتیايي سیسټم د بې باوري ډېرېدو له کبله باید دغسې پرمختګونه بېرته له منځه لاړ نه شي.

د هغو ډاکترانو لپاره چې په لومړي کتار کې په مبارزه بوخت دي، هغه وسایل او تجهیزات لومړیتوب لري چې دوی یې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره کاروي.

د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د پنځه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت طبي وسایل چې سملاسي ورته اړتیا لري، تر اوسه چمتو شوي دي او د ۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت نور وسایل او تجهیزات چمتو کېږي. په لوېدیځ هرات کې یو ډاکتر وايي: '' ډېره د خواشینۍ خبره ده چې زموږ خپل خلک زموږ پر وړاندې مري. موږ هم هغسې ډاکټران یو لکه د نړۍ په نورو برخو کې چې دي، خو موږ نه بسترونه لرو، نه هم د اړتیا وړ شمېر کسان او نه هم وسایل''. ( سکندر کرماني، بي بي سي)

 

Author: .

رسانه های اجتماعی

© 2020 کوبها. ټول حقوق محفوظ دي.

Search