کرونا او پر ټولنیزو شبکو د شایعاتو رجحان

د کرونا په اړه جعلي خبرونه او منفي پروپاګنډه د دې ناروغۍ له پيل سره سم پيل شوې. 

په افریقايي هېوادنو کې د جعلي خبرونو پر  بنسټ يو شمېر کسان د ډېټول څښلو ته وهڅېدل،  چې ګواکې د کرونا ناروغۍ مخه نیسي؛ خو دې کار يې ژوند واخیست. په هند او ایران کې يو شمېر کسان د شرابو څښلو په وجه مړل شول،  حتا په اروپا او امریکا کې هغو کسانو ته د ملاريا درملو هیڅ ګټه ونه رسوله چې فکر يې کاوه د کرونا د ناروغۍ مخنیوی به وکړي.

دا ټول د جعلي خبرونو او پروپاګنډ پايله وه چې خلک يې دې عمل ته اړېستي وو. په افغانستان کې هم د کرونا په اړه د جعلي خبرونو او د منفي پروپاګنډ بېلګې ډېرې دي، چې د توکو پر بیو يې اغېزه کړې، خلک يې تېراېستلي او  پر ټولنیزو شبکو يې بحثونه رامنځته کړي دي.

 

ټولنیزې شبکې، په ځانګړې توګه فیسبوک د کرونا په اړه  پوهاوي کې خپله غوښنه ونډه لري. دا چې نن سبا د افغانستان نږدې ډېر ښارونه کرنتین دي، نو د رسنيو دا سټیج د عامه پوهاوي، معلوماتو او منفي پروپاګڼد لپاره ډېر کارول کېږي.

د دې کارونې څو لاملونه دي. ډېرې رسنیزې ادارې ( په ځانګړې ډول انلاين) چون مستقیم ( د مخاطبانو) ټرافیک نه لري، اړ دي چې خپلو لیکنو ته د فیسبوک له لارې خلک ورمات کړي. همداشان په اوسط ډول خلک له ۱۰ تر ۱۴ ساعتونو پورې فیسبوک کاروي او پر دې سربېره د برېښنا د وخت نا وخته پرچاوۍ یا ټولو سیمو ته د نه رسېدو له امله فیسبوک د همېشه والي او پوښښ  د پراخې ساحې پر اساس لومړیتوب لري.

څېړنې ښيي چې نن سبا په ټوله نړۍ کې هره ورځ  له ۸۰ تر ۹۰ سلنه خلک مطبوعات يوازې د کرونا په اړه د معلوماتو لپاره کاروي. (Hall, 2020) 

په افغانستان کې د ټلويزيون او راډيو ترڅنګ فیسبوک ډېره دود لاره ده چې د کرونا په اړه ورځني مهم بحثونه رامنځ ته کوي، خلک له دې لارې ډېر معلومات ترلاسه يا يې خپروي.

په دې مقاله کې د پروپاګنډ او جعل ۵۱ خبرونه او پوسټونه څېړل شوي، چې د کرونا په اړه يې فیسبوکي مارکیټ رامنځ ته کړی او تر يوه حده پرې خلکو باور کړی دی.

د نړۍ ډېرې څېړنيرې ادارې، صحي مراکز ، سازمانونه او حکومتونه اندېښمن دي چې خلک د کرونا په اړه منفي پروپاګنډ کوي او جعلي خبرونه نشروي.

د Future Science ګروپ پر ځينو رسنيو او شرکتونو نیوکه کړې ده چې د کرونا په اړه يې ناسم معلومات يا جعلی خبرونه نشر کړي دي. (POWELL, 2020)  

همداشان شان یونیسکو سازمان اندېښنه ښودلې چې  د کرونا په اړه جعلي خبرونو د خلکو پر ژوند مستقیمه اغېزه کړې او حتا يو شمېر کسان يې وژلي دي.  (UNESCO, 2020)

افغانستان کې بیا په خواله رسنيو په ځانګړې ډول فیسبوک کې لومړی ځل دا روايت و چې ګواکې کرونا ویروس په قصدي ډول د امریکا له خوا خپور شوی، خو په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ د شدت له امله دا روايت پروپاګنډ وبلل شو. همدا شان ځينو کسانو لیکل چې کرونا په چین کې پر مسلمانانو د چین د حکومت د ظلمونو له امله دی، خو وروسته همدا ناروغي اسلامي هېوادونو ته انتقال شوه، په زرګونه مسلمانان، ديني علما او تبلیغ کوونکي  يې ونيول، نو بیا دا روايت کمروزی شو. 

اوس هم هره ورځ په فیسبوک کې دغسي جعلي خبرونه او منفي پروپاګنډ خپرېږي، رسنيز چاپيریال رامنځته کوي او د خلکو پام ځان ته اړوي.

 

په افغان رسنيو کې د کرونا په اړه تبلیغات په عموم کې په دوه ډوله دي.

مثبت تبلیغات 

منفي تبلیغات

حکومت او اړوندې ادارې هره ورځ د عامه پوهاوي لپاره مثبت تبلیغات کوي څو خلک د کرونا په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او له خطرونو يې خبر شي، خو منفي تبلیغات بیا دوه برخې لري: 

الف- جعلي خبرونه 

ب- د حکومت د مبارزې پر وړاندې منفي پروپاګند

په خواله رسنيو کې تراوسه په لسګونه داسې جعلي خبرونه خپاره شوي چې خلکو پرې د يو څو ورځو لپاره باور کړی او يا يې پر کاروبار منفي او مثبته اغېزه لرلې ده.

د بېلګې په ډول: 

1. تور چای د کرونا ناروغۍ مخنیوی کوي (د دې جعلي خبر نشر خلک د تور چای څښلو ته اړېستل او په بازار کې یې د تور چای بيه لوړې کړې.)

2. د لمر وړانګې یا ګرمي د کرونا ناروغي له منځه وړي (ګڼ خلک ګرمو سیمو ته وکوچېدل. حتا په کابل کې ختیځ میشتي کورنۍ جلال اباد ته ستنې شوې.)

3. د ملاريا ګولۍ د کرونا مخنیوی کوي: ( سره له دې چې دا وړاندیز د روغتیا نړیوال سازمان قطعي نه دی تایید کړی او یو شمېر هېوادونو کې عملي شوی، خو له دې خبر خپریدو وروسته ډېرو خلکو دا درمل استفاده کړل او پروپاګنډ يې په کابل کې د ملاريا درملو بیه په بې ساري ډول لوړه کړه.)

4. بل جعلي خبر دا و چې د ولسمشر دویم مرستيال پر کرونا ناورغۍ اخته شوی، همداشان د نورو چارواکو په اړه هم ورته جعلي خبرونه خپاره شول.

د حکومت د مبارزې په اړه پروپاګنډ

1. حکومت په تازه غبرګون کې اعلان کړی چې پر بې وزلو کورنيو د نانوایانو له لارې ډوډۍ ویشي، خو فیسبوک کې په دې اړه منفي پروپاګنډ روان دی چې دا کار ناسمه پريکړه ده.

2. د غنمو د وېش په مسئله کې د ولسمشر د يوه مرستيال پر ضد پروپاګنډ وشو او حتا پرته له دې چې اسناد خپاره شي هغه په مالي فساد تورن شو.

3. د لغمان يو شمېر فسبوک کاروونکو د يوه عکس سره ولیکل چې ګواکې د صحت عامې ریاست کارکوونکو د مالي فساد لپاره تش تابوتونه خښول خو وروسته دا خبر پروپاګنډ وبلل شو. او... 

 

نتیجه ګيري Conclusion

افغانستان کې د کرونا په اړه دخواله رسنيو جعلي خبرونه يوازې په بیو اغېز لرلی، لکه دنورو هېوادونو په څېر ځاني زیان يې نه دی اړولی ولی منفي پروپاګنډ تر يوه حده خلک د حکومت پر کارونو او مبارزه شکمن کړي دي.

 

Rererence/ اخځلیکونه

Hall, S. (2020). COVID-19 proves that media’s value is growing – but we need to find better ways to measure it. www.weforum.org. Retrieved from https://www.weforum.org/agenda/2020/04/covid-19-media-value/

POWELL, M. (2020). What role can the media play in managing the COVID-19 outbreak? nfectious Diseases Hub. Retrieved from https://www.id-hub.com/2020/03/05/role-can-media-play-managing-covid-19-outbreak/

UNESCO. (2020). During this coronavirus pandemic, ‘fake news’ is putting lives at risk: UNESCO. Retrieved from https://news.un.org/en/story/2020/04/1061592

 -------

ځیرک فهیم

ښاغلی ځیرک فهیم ژورنالیست او د رسنیزو چارو کارپوه دی. په کانورجمنټ ژورنالیزم کې ماسټري لري.

 

 

 

رسانه های اجتماعی

© 2020 کوبها. ټول حقوق محفوظ دي.

Search