د تېرې مارچ میاشتې پر ۳۰مه د پاکستان د طالبانو غورځنګ د پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر یوه مرکز برید کې شپږ سرتېري ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.
ورپسې د شمالي وزیرستان په دته خېلو او غلام خان کې څو نورمرګوني بریدونه هم وشول، چې د سیمه ییزو خلکو په باور، افغان طالبانو هم پکې د دې ډلې ملګرتیا کوله
دغه پېښې د افغان طالبانو او پاکستان دواړو لپاره اندېښمنوونکې دي، ځکه د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د افغان طالبانو د شمېر ناڅاپي ډېروالی ښيي.
د پاکستاني طالبانو بیا را پورته کېدل
په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، کمپنیو او نظامي اهدافو د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شوي. په دغو بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، ماینونه، هدفي وژنې، غلچکي بریدونه او پر پوځي کاروانونو مخامخ بریدونه راځي.
د دغو بریدونو امنیتي اغېز له دې څرګندېږي، چې د پېښور د قول اردو قوماندان جنرال فیض حمید په تېرو څو میاشتو کې شمالي وزیرستان ته څلور ځله سفر وکړي او وضعیت له نږدې وڅاري.
د ټي ټي پي د بریدونو شننه ښيي، چې دغه ډله هره میاشت شاوخوا شل بریدونه کوي، چې لږترلږه پنځه بریدونه پکې ستر بریدونه وي. دغه بریدونه معمولا په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، مومندو، دیر، بنو او یونیم ځل بلوچستان کې کیږي.
په شمالي وزیرستان کې ټي ټي پي ډیری بریدونه پر (فرنټیر ورکس ارګنایزیشن) کمپنۍ کړي دي. دا د پاکستان د پوځ کمپنۍ ده، چې په قبایلي سیمو او ټول پاکستان کې د انجنیرۍ، د کانونو کیندنې، د اوبو بندونو، تونلونو، سړک جوړونې او د عملیاتو پرمهال د لارو د نښلونې چارې پرمخ وړي.
د کانونو د کیندنې په برخه کې ددې کمپنۍ یوه بېله څانګه کار کوي، چې د منرالونو د موندنې او پراختیا موسسه (MEDO) نومیږي. پوځ د ایف ډبلیو او تر چتر لاندې دغه موسسه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه کړه.
دوی په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه د محمدخېلو د ګرانیټ، د بویه د تېلو او قیمتي ډبرو، د مسو او نورو کانونو د موندنې او کیندنې چارې پرمخ وړي. په ډېری پروژو کې چینايي کمپنۍ ورسره شریکې دي.
د ټي ټي پي نوې مشرتابه په خپله تګلاره کې د بدلونونو له لارې توانېدلې چې خورې ورې ډلې بیرته تر یوه چتر لاندې راغونډې کړي. د داعش کمزوري کېدو او له ټي ټي پي سره د خپلو پخوانیو وسله والو بیرته یوځای کېدو هم ددې ډلې دریځ پیاوړی کړی.
خو تر ټولو مهم پرمختګ د شمالي وزیرستان په جغرافیا کې د علیم خان توري خېل او مولوي ګوهر وزیر په څېر د نویو متحدانو موندل دي چې دا ډله له جنوبي وزیرستان، ټانک، دیره اسماعیل خان او د پښتونخوا له نورو ولسوالیو سره نښلوي.
د ۲۰۰۹ کال په فبروري کې حقاني شبکې او القاعدې، د پاکستاني طالبانو مشران د اتحاد المجاهدین په نامه په یوه ۱۳ کسیزه شورا کې سره راغونډ کړل څو د یوه نوي همکار چاپیریال له لارې خپله جګړه د پاکستان پر ځای پر افغانستان متمرکزه کړي.
د پاکستان امنیتي ادارو هم د دې اتحاد له لارې تمه درلوده چې بیت الله مسید د شمالي وزیرستان له لارې په افغانستان کې د جګړې اکمالاتي لارې او ډیورنډ کرښې ته نږدې پټنځایونه ولري
دوی فکر کاوه، چې بیت الله مسید تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له افغانستان سره ګډه پوله او د تګ او راتګ لارې نه لري، له همدې امله یې د جګړې مسیر د پاکستان پر لور اوښتی. د ټي ټي پي نوی مشر هم د دې سیمې ارزښت ته ځیر دی.
له افغانستان نه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ګڼ ټیټپوړي افغان طالبان د ټي ټي پي لیکو ته لاړل. دې ډلې نوې امریکایۍ وسلې، شپه لید عینکې، نښه ویشتونکي سنایپر او نور تجهیزات ترلاسه کړل، چې د پوځي وړتیاوو په لوړولو کې یې بې اغیزې نه دي.
د اقتصادي سرچینو د موندلو لپاره پاکستاني طالبانو بیرته ښارونو په ځانګړې توګه پېښور او کراچۍ ته مخه کړې ده.
کراچۍ ښار په تېرو ۴۰ کلونو کې د جنګیالیو لپاره د بسپنې او مرستو راټولولو مهم ځای ثابت شوی. د ټي ټي پي نوې مشرتابه د پاکستان په اقتصادي مرکزونو کې ناجګړه ییزه او د غلي حضور پالیسي خپله کړې.
له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې دلته د افغان طالبانو په ګډون د جنګیالیو بېلابېلې ډلې فعالې وې، چې وخت ناوخته یې د مالي سرچینو پر سر ترمنځ شخړې کېدې خو اوس به دا کار تر یوه چتر لاندې کیږي او مهمه دا چې د افغان طالبانو ونډه هم ټي ټي پي ته رسیږي.
سره له دې چې په کراچۍ کې د ټي ټي پي پخوانی شبکه یي سیستم له منځه تللی او هلته میشت پښتانه د تېرې ۱۸ کلنې ترهګرۍ له امله په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي لحاظ ځپل شوي، خو دغه تجارتي ښار دې ډلې ته همغسې لوړ ارزښت لري.
نوې پالیسي
د پخواني ولسمشر اشرف غني په دوره کې ټي ټي پي د دویم ځل لپاره په افغانستان کې، چې یو وخت یې د جګړې تر ټولو تود ډګر و، خپل بریدونه بند کړل او ټوله پاملرنه یې پاکستان ته واړوله. له دې وړاندې حکیم الله مسید هم افغانستان ته د جنګیالیو لېږل بند کړي وو.
له دې ښکاري چې د مفتي نورولي په مشرۍ د ټي ټي پي جګړه ییز مسیر له نړیوال جهاد او د نورو لپاره مرستندویه ځواک نه بیرته محلي جهاد او محلي خپلواکۍ ته تغییر کړی.
نوې مشرتابه د پخوا په پرتله چې د اعتماد او پرېکړو کړۍ یې تر ډېره په یوې قبیلې متکي وه، په خپل جوړښت کې قبیلوي تنوع او په سیمو کې محلي مشرتابه ته ډېر ځای ورکړی.
ګڼ سیمه ییز قوماندانان له خپلو سیمو ټاکل شوي او د واک او نفوذ د سیمې پراخېدو په موخه یې هغوی ته واکونه ور ډېر کړي دي. دا پالیسي د جګړې د چټکتیا لپاره په وروستیو کې افغان طالبانو هم کاروله.
ټي ټي پي څه وخت وړاندې خپل نوي تشکیلات په ډاګه کړل چې د افغان طالبانو تشکیلاتي او سازماني اغیز پرې له ورایه برېښي. ریاستونه، محکمې او کمیسیونونه یې په افغاني ترمینالوژۍ فعال شوي.
د بیلګې په توګه؛ پېښور ولایت یې په ۱۷ ولسوالیو ویشلی او د نظامي کمیسیون غړي، ولسوالان، مرستیالان، اقتصادي مدیران، استخباراتي، نظامي او د پوهنې مدیران یې ورته ټاکلي دي.
د برمته نیونې، بونګې او په زور پیسو ترلاسه کولو پخوانۍ لارې چارې نه کاروي، یا لږترلږه دغسې پېښې نه په ډاګه کیږي.
ټي ټي پي له ځان رغونې وروسته د تېرکال په اپرېل کې په کوټه کې د ځانمرګي برید له لارې له خپلې دودیزې جغرافیا بهر په بلوچستان کې خپل حضور وښود.
وروسته په دې ایالت کې د یادې ډلې په بریدونو کې زیاتوالی راغی. له بلوچانو سره به دا ډله د همغږۍ په لټه کې ونه اوسي، خو د بلوڅ بیلتون پالو پر غیر مذهبي جګړو ښايي بې اغیزې نه وي.
نوې ننګونه
په تېر سپټمبر کې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو د ځانمرګي کنډک سرتېرو په یوه پوځي پریډ کې برخه واخسته. دغو سرتېرو د والي امان الدین منصور پر وړاندې خپلې پوځي وړتیاوې وښودې. طالبانو په دې ډول چین ته وښوده چې د خپلو پولو خوندي کولو ته ځیر دي.
افغان طالبان د پاکستان، چین او ازبکستان تر فشار لاندې دي، ځکه دریواړه هېوادونه د هغو جنګیالیو له اړخه اندېښمن دي، چې پوره دوه لسیزې د طالبانو په لیکو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي او په خپل منځ کې نږدې اړیکې او د خپلوۍ رشتې لري. د طالبانو له واکمنېدو وروسته په خپلو پولو کې تازه ناکراریو دوی دغه ګواښ ته لاځير کړي دي.
طالبانو ته د نږدې سرچینو په باور، د دوی د حکومت ځواکمنه مذهبي نظامي کړۍ په دې باور ده، چې دوی پر القاعدې، پاکستاني طالبانو او ازبک جنګیالیو د "جهاد" پرېښودو لپاره فشار نه شي راوستلای او نه هم شریعت د دې اجازه ور کوي. د طالبانو مخکښ سیاسي پاړکی، چې د نظامي پاړکي تر ژور اغیز لاندې دی، د سیمې هېوادونو ته قناعت کوونکی ځواب نه لري.
طالبان اوس په یوه دوه لار کې واقع دي، ځکه پر بهرنیو جنګیالیو فشار راوړل ددوی لیکې له داخلي کړکېچ او پاشلتیا سره مخ کوي. دغه جنګیالي ټول د خپل نفوذ په سیمو یا هغو ټولنو کې میشت دي، چې هلته په کولتوري، ژبني او قومي مماثلتونو د ځان لپاره زر یو همغږی او ملګری چاپیریال موندلای شي.
په تېره اګست میاشت کې طالبانو هڅه وکړه، چې د ازبکستان اندېښنو ته ځواب ووايي او د ازبکستان اسلامي غورځنګ جنګیالي محدود کړي، خو پر وړاندې یې سیمه ییزو ازبکو جنګیالیو مخالفت وکړ او دې مخالفت په فاریاب کې د طالبانو اتوریته وننګوله.
خو ستونزه څه ده؟ زما له نظره ستونزه هغه ایډیالوژي ده، چې د جنګیالیو ترمنځ یې د بهرنیو ځواکونو خلاف یووالی رامنځته کړی و.
اوس د طالبانو جګړه پای ته رسېدلې، خو بهرني وسله وال چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره هڅې کوي، د جګړې نوي پړاو ته ځي او له خپلو افغان ملګرو د بالمثل همکارۍ تمه لري. په افغان طالبانو کې ددغسې وسله والو شمېر چې په نړیوال جهاد باور لري، کم نه دی.
دغه وسله وال تر سیاسي تړاوونو، سازماني وفاداریو، ملتپالنې او محلي جهاد لوړ افراطي مذهبي لید لري او ددغه لید په ټوکولو کې ترهرچا ډېر د طالبانو مفتیانو رول لوبولی. داسې ښکاري چې طالبان بېرته د خپلې تېرې دورې وضعیت او تجربو ته ورستنیږي.
د خپلو وسله والو په لیکو کې د ګډوډۍ او دداعش په څېر ډلې د راپورته کېدو د مخنیوي لپاره دوی اړ دي چې شرعي قوانین پلي کړي او له بهرنیو جنګیالیو سره د جوړجاړي او خبرو اترو لاره خپله کړي.
افغان طالبان له ټي ټي پي او د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره د خپلو جنګیالیو له یوځای کېدو هم اندېښنه لري. په خپل پوځ کې د ټولو جنګیالیو ځای پرځای کول، ټولو ته امتیازات ورکول او نظم او ډسپلین پرې پلي کول ستونزمن دي.
له دې وضعیت نه بهرنۍ جنګیالۍ ډلې ګټه کوي او په تدریج نوی روزل شوی، باتجربه او په وسلو سمبال جنګیالی ځواک مومي.
پاکستان له ټي ټي پي سره خبرې اترې بې ګټې ګڼي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو بري دغه ډله په پاکستان کې له پوځي لارو برلاسي ته هیله منه کړې ده. یوه لاره چې ښايي تر غور لاندې واوسي د ټي ټي پي پر وړاندې په شمالي وزیرستان، کورمه، اورکزیو او بنو کې ددوی د رقیبو ډلو راپورته کېدل او پیاوړي کول دي.
په دې توګه به د هغو افغان طالبانو لپاره هم یو نوی بستر پیدا شي، چې د جهاد لېواله دي، خو په ټي ټي پي کې یې ګډون پاکستان او طالبانو دواړو ته مطلوب نه دی.