د دوحې هوکړه لیک په داسې وخت کې لاسلیک شو، چې کوویډ ۱۹ ناروغي په چین کې په پراخېدو وه او په کابل کې د انتخاباتو د پایلو پر سر رامنځته شوي سیاسي بحران او بې ثباتۍ دلته سیاسي کړۍ او په حکومت کې ښکیل اړخونه بوخت کړل.
پر دغه هوکړه لیک دوه نیمې میاشتې اوړي، خو د زندانیانو په تبادله او بین الافغاني مذاکراتو کې ځنډ یې عملي کېدل ځنډني کړي. متحده ایالات د خپلو ځواکونو تر ایستلو وړاندې د بین الافغاني خبرو اترو پر ترسره کېدو ټینګار لري او طالبان بین الافغاني مذاکرات د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو له خوشي کېدو سره مشروط ګڼي.
د توافقنامې دا دواړه توکي افغاني دي او د متحده ایالاتو له بشپړ اختیاره بهر دي.
د طالبانو لپاره د توافقنامې پلي کېدل لومړیتوب دی، خو حکومت ځان په دریواړو برخو سوله، سیاسي کړکیچ او کرونا کې ښکیل ګڼي، اما لومړۍ درجه لومړیتوب یې کوویډ ۱۹ دی. د ولسمشر د ستراتیژیکو ارتباطاتو رییس وحید عمر د حوت میاشتې په وروستیو کې په یوه مشورتي ناسته کې وویل، چې « د کرونا ویروس خپریدو ته په پام، سوله د حکومت دویم لومړیتوب دی».
حکومت ته ددغه لومړیتوب مشروعیت او توجیه کول اسانه دي، ځکه کرونا اوس د ټولې نړۍ لومړیتوب دی.
د متحده ایالاتو او د هغې د متحدانو په شمول د نړۍ اکثریت هېوادونه د کوویډ ۱۹ عفونتي ناروغۍ له امله د رامنځته شوي روغتیايي او اقتصادي بحران په کنټرولولو کې بوخت دي. ملګرو ملتونو د طالبانو په ګډون له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې اوربند وکړي او خپل پام د کرونا ویروس مخنیوي ته واړوي.
خو دا د حکومت لپاره یو فرصت هم دی. حکومت د طالب زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې د ځنډ له لارې پر متحده ایالاتو او طالبانو فشار واردوي. غواړي د طالبانو او امریکا توافقي مهالویش وننګوي، چې هرڅه د دوی د خوښې مطابق پرمخ نه ځي.
له کرونا نه رامنځته شوي وضعیت له دوی سره په دې چاره کې مرسته کړې ده.
د دوحې د هوکړه لیک یوه مهمه برخه بین الافغاني خبرې اترې دي، چې راتلونکی نظام ورسره تړلی. ددغه پړاو لانجمنتوب د پلاوي پر ټاکلو له اختلافاتو اټکل کېدای شي.
حکومت، طالبان او د افغانستان مخکښه سیاسي طبقه څو میاشتې کیږي، چې ددغه پلاوي پر جوړښت جوړجاړي ته نه رسیږي. هر اړخ غواړي په پلاوي کې د بل هغه نفوذ او استازولي محدوده وي. د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له امله سیاسي کړکیچ په خبرو اترو کې ټول کورني او بهرني دخیل اړخونه د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي کې بوخت کړي. د کرونا ویروس ناڅاپي پراخېدو په نږدې راتلونکي کې د بین الافغاني مذاکراتو د تره سره کېدو امکانات خورا کم کړي دي.
حکومت له دې امله د زندانیانو یوځايي خوشي کولو ته زړه نه ښه کوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښايي د مساعد چاپیریال رامنځته کېدل ډېر وخت واخلي. تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې که دداعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو سره له همکارۍ لاس وانخلي، د زندانیانو د تدریجي خلاصون لړۍ به ودروي.
د امریکايي ځواکونو د کمولو بهیر، چې د فبروري میاشتې د هوکړه لیک پر اساس باید تر ۱۳۵ ورځو پورې عملي شي، د کرونا ویروس د خپرېدو او بین الافغاني خبرو اترو د ځنډېدو له امله نه دی پیل شوی، خو امریکايي چارواکو تازه ویلي، چې دوی به د خپلو ځواکونو شمېر د جولای تر ۱۵مې پورې کم کړي.
ظاهرا طالبان په توافقنامه کې له امریکا سره کړو تعهداتو ته ژمن پاتې شوي، خو د کرونا له امله په کوردننه او بهر رامنځته شوي وضعیت او د زندانیانو په خوشي کېدو کې د تمې خلاف ځنډ ددوی د فتحې او برلاسۍ هیلې مړاوې کړې دي او که دغه بهیر وغځیږي، ښايي خپلو بریدونو ته شدت ور کړي.