د نړۍ تاریخ ته په ځغلند نظر دا جوتیږي، چې هره یوه پېړۍ وروسته په نړۍ کې خورا زیات بدلونونه منځ ته راځي. په وروستیو څلورو یا پنځو لسیزو کې زموږ اوسنۍ نړۍ هم له سیاسي او ټولنیز اړخه د خورا زیاتو بدلونونو شاهده وه. په ۱۶۴۸ زېږدیز کال کې د وستفالیا کنګره دایره او د ملي دولتونو د منځ راتګ ډبره یې کېښوده.
له یادې کنګرې څه د پاسه یوه پېړۍ وروسته بیا په ۱۷۷۶ زېږدیز کال کې د نړۍ اوسني زبرځواک هېواد “امریکا متحده ایالاتو “ خپلواکي ترلاسه کړه، ورپسې په ۱۷۸۹ زېږدیز کال کې د فرانسې لوی انقلاب رامنځ ته شو، چې په ټوله نړۍ کې د انقلابونو او تغییراتو لپاره یوه پیلامه او الهام و.
تر دې وروسته په ۱۹۱۴ زېږدیز کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پېښه شوه. دې جګړې له میلیونونو انسانانو د ژوند اخېستو ترڅنک پر نړۍ حاکم سیاسي وضعیت ۱۸۰ درجې بدل کړ. د یادې جګړې په پایله کې د عثماني امپراتورۍ په ګډون د نړۍ شپږ لویې امپراتورۍ دړې وړې شوې، نړیوال سیاست د اروپا له انحصار راووت، په هره سیمه کې زیاتو هېوادونو د ښکېلاک له منګولو ځانونه خلاص کړل او نړۍ په دوو شرقي او غربي قطبونو یا هم دوو کمونېستي او امپریالیستي بلاکونو ووېشل شوه.
شاوخوا یوه پېړۍ وروسته موږ د ۲۱ مې پېړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د خورا چټکو بدلونونو شاهدان وو/ یو. د تېرو درېیو یا څلورو لسیزو په ترڅ کې د نړۍ تودوخې درجه د ځمکې پیدایښت له وخته تر نن پورې په بې ساري ډول لوړه شوې ده، ټکنالوجۍ د مصنوعي هوش (Artificial Intelligence) ترکچې پرمختګ کړی، د بشري تاریخ بل هر وخت په پرتلې د وسلو تولید ډېروالی موندلای او بڼه یې خورا بدله شوې ده، چې هم مهاله د جګړو بڼې هم ورسره بدلون کړی او تر ډېره بریده د کمې یا هېڅ قربانۍ په بدل کې د فضایي جګړې له لارې سیالانو ته خورا زیات تلفات اړول کېږي. په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د نړۍ د ونډو په بازار کې د لومړني اقتصادي ټکان او ورپسې نړیوال اقتصادي بحران د نړۍ اقتصاد ته خورا زیاته ضربه ورسوله او هېوادونه یې د یوې ګډې مبارزې پرمحور راټول کړل. بالاخره په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ زېږیز کلونو کې د کرونا وبا خپرېدو د نړۍ په اقتصادي، صنعتي، ټولنیز او سیاسي وضعیت کې ژور تغییرات راوړل او ټوله نړۍ یې له پرمختګونو سره سره ګوته په غاښ کړه او ان دویمه څپه یې هومره زوروه وه، چې د هر ډول کوچني او زبرځواک هېواد له کنټرول ووته. د دې ترڅنګ اروپايي ټولنه تازه په تازه له امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ پرځای د مخالفت او تقابل ډګر ته مخه کوي، په لومړي ځل د اروپایي اتحادیې د منځ ته راتګ فلسفه د انګلستان په وتلو(Brexit) سره ننګول کېږي او بل خوا د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا خپل اوج ته رسیږي.
ایران هم په ګوتڅنډنې سره وایي، چې د امریکا هر ډول اقدام ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. ایران دا ګوتڅنډنه د خپلو سیمه ییزو متحدینو(چین او روسیې) په ملاتړ کوي. که څه هم ایران په ۱۹۷۸م کال تر اسلامي انقلاب راوروسته په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو خورا نېږدې او ستراتیژیک ملګری پاتې شوی، ترڅنګ یې په فارس خلیج کې د امریکا لویې ګټې خوندي کړي، خو د ایران وروستي اقدامات، چې غواړي په خپلو اټومي بټیو کې د نویو سانټرفیوژونو په نصب سره ۲۰ سلنه غلظت لرونکي یورانیم غني کړي، په ښکاره د امریکا له ګټو او هغې ستراتیژۍ سره ټکر لري، چې “وخوره او مه مره.”
د ایران او امریکا متحده ایالاتو یا په منځني ختیځ کې له بل هر هېواد سره د امریکا متحده ایالاتو ټکر ځکه د نړیوالو سیاستونو لپاره له اهمیت برخمن دی، چې منځنی ختیځ د نړۍ زړه (Heart Land) بلل کېږي. د مشهور تیوریسن جان میکندر په باور، منځنی ختیځ د نړۍ زړه دی او هر څوک چې وغواړي، پر نړۍ خپل راج وچلوي، باید په دې سیمه واکمن اوسي. بل خوا د نړۍ اتو ستراتیژیکو نقطو له ډلې یوازې شپږ یې په منځني ختیځ کې دي، چې د هغوی له منځه هورموز تنګي او سویز کانال ته اشاره کولای شو. ترڅنګ یې د منابعو په تېره بیا د نفتي منابعو له اړخه هم خورا غني سیمه ګڼل کېږي. نفت په اوسني وخت کې د نړیوال اقتصاد او صنعت لپاره د وینې معادل ګڼل کېږي. کله چې د انسان په وجود کې وینه خټه شي، انساني وجود فنا کېږي، همدې ته ورته که چېرې په نړۍ کې نفتي منابع ختمې شي یا یوازې د یو هېواد لاس ته ورشي، نو د نړۍ صنعتي څرخ هم په ټپه دریږي، یا د هغه هېواد لاس ته ورځي، چې پر نفتي منابعو ولکه لري.
د نړۍ اوسنی وضعیت ( د وسلو چټک پرمختګ او بڼې بدلون، ټکنالوجیکو نوښتونو، اقتصادي غوړېدا او د زبرځواکو هېوادونو ښکېلاکي سیاستونه) که چېرې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال له حاکم وضعیت او شرایطو سره پرتله شي، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د نړۍ راتلونکې وضعیت په اړه دوه اټکلونه کېدای شي. لومړی، دا چې که چېرې امریکا متحده ایالات په سیمه کې پر ایران یا هم د تروریزم د تمویل له کبله پر پاکستان برید وکړي، ښایي د امریکا متحده ایالاتو او سیمه ییز بلاک(ایران یا پاکستان+ سیمه ییزو متحدینو ) ترمنځ خورا سخته جګړه ونښلي، چې ښایي ټوله نړۍ یې له اغېزو خوندي پاتې نه شي. دویم اټکل دا دی، چې د امریکا متحده ایالاتو داخلي ګډوډیو او له ټاکنو د راپورته شویو ناندریو له کبله امریکایي امپراتوري د زوال له هغو شپو سره مخ شي، چې ابن خلدون یې په خپل کتاب” مقدمه” کې یادونه کړې ده. ځکه د لومړی نړیوالې جګړې پرمهال په هر ډګر کې د ځینو هېوادونو په تېره بیا المان چټک پرمختګ داسې شرایط رامنځ ته کړي و، چې د نورو هېوادونو له لوري د زغم وړ نه و او یوازې د جګړې لپاره بهانه لټول کېده، همدا لامل و، چې د اتریش ولیعهد په وژل کېدو سره ټوله نړۍ په مخامخ جګړه کې ښکېل شوه.
په اوس وخت کې هم د نړۍ زبرځواکونو ناوړه سیاستونو، د نویو سیمه ییزو قدرتونو راټوکېدو او پیاوړي کېدو، شرایط تر دې بریده رارسولي، چې یوازې یو د بل لپاره د بهانې په لټولو بوخت دي، څو په مخامخ جګړه کې سره ښکېل شي. ایکانومیسټ مجلې هم په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې څه ډول چې پورته په عکس کې ښودل شوي د خطر نورو زنګونو ترڅنګ د اټومي چاودنو یا هم اټومي وسلو د کارونې خبر ورکړی. که خدای مه کړه، یوځل اټومي جګړه ونښلي، د ټولې نړۍ بقاء له ګواښ سره مخ کولای شي او دا ګواښ د بل هر وخت په پرتلې اوسمهال د اوج څوکې ته رسېدلی، ځکه هغه نړیواله اجماع چې د ملګرو ملتونو سازمان ورپسې د ناټو له رامنځ ته کېدو وروسته رامنځ ته شوې وه، د نړیوال امنیت او ټیکاو په خوندیتوب کې د یاد سازمان پاتې راتلو له کبله ورو ورو مخ په پېکه کېدو روانه ده او په نړیواله کچه خپلسریو زور اخېستی دی.